د نارينه او ښځو کډ تعليم جواز لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی د آنلاین لارښود ټولو کارکوونکو ته وړاندی کوم .زه یوه پوښتنه لرم هغه دا چی آیا نن ورځ  د افغانستان په پوهنتونونو کی د ښځو تعلیم د ناریناو سره یوځای جواز لری ؟ زه خپله هم د کابل پوهنتون کی یم دغه څومره جنکیانی چی مونږ سره دی اکثریت یی بی پردی راځی ، نو ددوی تعلیم یوځای د هلکانو سره څنګه دی ؟
که معلومات مو په تفصیل سره راکړ ډیر به خوشحاله شم .
دیدار

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دښځو او نارينو يوځایوالی په مکتب ، پوهنتون او دفتر وغيره کې په اجماع د امت حرام دي .

قوله تعالی : وَإِذَا سَأَلْتُمُوهُنَّ مَتَاعًا فَاسْأَلُوهُنَّ مِن وَرَاء حِجَابٍ (۵۴ احزاب ) .

(که څه شی غواړي نو د پردي تر شا يې وغواړﺉ )  .

همدارنګه رسول صلی الله عليه وسلم فرمايي :إِيَّاكُمْ وَالدُّخُولَ عَلَى النِّسَاءِ (بخاری ۵۲۳۲ ) .

(د بيګانه ښځو د خلوت نه ځان وساتئ) .

لا يَخْلُوَنَّ رَجُلٌ بِامْرَأَةٍ وَلا تُسَافِرَنَّ امْرَأَةٌ إِلا وَمَعَهَا مَحْرَمٌ (۳۰۰۶ بخاری ).

ژباړه : هيڅ بيګانه سړی به د بيګانه ښځې سره خلوت نه کوي او هيڅ ښځه دې بدون له محرم څخه سفر نه کوي .

په اوس عصر کې يو عظيم فساد د نارينه او ښځو تر په علمي مرکزونو ، دفترونو کې اختلاط او کډون دی چې دا عظيم فساد د جاهليت د ناوړو عاداتو او لنډغرې ډيموکراسۍ له سترو اهدافوڅخه دی او دا د الله تعالی د سر سختو دوښمنانو يهودو ،نصاراؤ او نورو کفارو په لاره تګ دی او د هغوی سره مشابهت دی ځکه چې د نارينه او ښځو خلوت د کفارو له لويو صفاتو څخه يو صفت بې حيايې د نر او ښځو تر منځ کډ ژوند دی  من تشبه بقوم فهو منهم ( أبو داود اللباس (4031) .

لنډ دا چې په دغه عظيم فساد کې لاندې مفاسد شامل دي :

۱- د سترګو د نظر نه ساتل حال دا چې اسلامي شريعت نارينه او ښځو ته د نامحرمو د سترګو د نظر ساتلو حکم کړی دی ، لقوله الله سبحانه وتعالی :

قُلْ لِلْمُؤْمِنِينَ يَغُضُّوا مِنْ أَبْصَارِهِمْ وَيَحْفَظُوا فُرُوجَهُمْ ذَلِكَ أَزْكَى لَهُمْ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا يَصْنَعُونَ وَقُلْ لِلْمُؤْمِنَاتِ يَغْضُضْنَ مِنْ أَبْصَارِهِنَّ وَيَحْفَظْنَ فُرُوجَهُنَّ وَلا يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلا مَا ظَهَرَ مِنْهَا (النور ۳۱ ) .

۲- د نامحرم د لاس لمس کول ، حال دا چې اسلامي شريعت د مصافحي (ستړي مشو ) په وخت نا محرمو ته د لاس ورکولو څخه منع فرمايلي ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم هيڅکله هم (بيګانه ) ښځې ته لاس نه ورکولو ، او له ښځو سره به يې په ژبه بيعت کولو ،

په يو حديث شريف کې راغلي: «لئن يُضْرَب أحدكم بمِخْيَطٍ في رأسه خيرٌ من ان يصافح امرأة لاتَحِلُّ له» «که د تاسې نه د يو په سر کې ستن يا ميخ لاړ شي تر دې غوره دی چې يوې نا محرمې ښځې سره په لاسونو روغبړ وکړي (الطبراني و سلسلة صحيحية ) .

۳- د بيګانه نارينه او ښځو تر مينځ ګډون او اختلاط حرام دی ،

(رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من كان يؤمن بالله واليوم الآخر فلا يخلون بامرأة ليس معها ذو محرم منها ، فإن ثالثهما الشيطان ) رواه أحمد وصححه الحاكم ووافقه الذهبي ، وصححه الألباني في غاية المرام (180 )

(څوک چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان لري هغه دې د ښځې سره چې محرم يې نه وي ورسره کډون نه کوي ځکه چې دريم يې شيطان دی) .

۴- د بيګانه نارينه او ښځو تر مينځ د اختلاط څلورم فساد دا دی چې د نارينه او ښځې يو بل سره د زړه تعلق جوړيږي چې په دې سره دغه فساد او ګناه دوام مومي .

۵- د کورنۍ او معاشري کډوډول : کله چې د سړی له نا محرمي ښځې سره علاقه او د زړه تعلق جوړ شي يا نا محرمو ښځو ته نظر کوي کچيرې د هغه اهل له دې څخه په صورت و غيره کې ضعيف وي له خپلې ښځې نه يې کرکه کيږي همداسې که د ښځې د بېګانه خلکو سره تعلق وي خپل خاوند يې تر نظر ضعيف او نا خوښ راځي چې په دې سره د خپلې کورنې بربادول دي ځکه چې هغه څوک چې سترګې يې ټوله ورځ د نامحرمو په نظر ، خبرو ، کډون او اختلاط او علاقې کې غرق وي خپل اهل يې تر نظر هيڅ ښکاري چې د کورني مشکلاتو ، طلاق او بد سلوک يو آساسی علت همغه د اختلاط ستر فساد بلل کيږي .

او کاسيات عاريات ښځو په اړه سخت وعيد ذکر شوی دی ، دا هغه ښځې دي چې د جامو سره بربنډې وي يعنې نارک او تنګ لباس اغوندي چې فتنې ځاينونه يې ښکاري او خلکو ته به خپل مذموم حرکات ښکاره کوي د سر ويښتان به يې د اوښ د بوکام په شان وي دوی به نه جنت ته داخليږي او نه به د جنت خوشبويي له دومره دومره فاصلې څخه مومي ( مسلم ۲۱۲۸ )

مسلمان ته د اسلامې شريعت حکم دی چې د اختلاط او فساد له ځايونو څخه خپل ځان وساتي او د الله (جل جلا له)  حکم ته غاړه کيږدي .

مګر که په يوه هيواد او ښار کې ټولې لوړې زده کړې او پوهنتونونه مختلط وي نو مسلمان به څنګه خپل تحصيل ته ادامه ورکوي ؟

په داسې صورت کې چې بغير له مختلط پوهنتون نه بل پوهنتون او علمي څانګه نه وي يا هلته تبدلي او تحصيل ناشونی وي نو مسلمان به د ضرورت له وجې خپل تحصيل ته ادامه ورکوي ځکه د نن عصر لوړې زده کړې د امت ضرورت دی ، نو د ضرورت له وجې به مسلمان خپل تحصيل ته د شرعي شرايطو په صورت کې ادامه ورکوي ، تر خپله وسه به له نامحرمو څخه خپل نظر ساتي ، د هغوی سره به بې ضرورته خبرې نه کوي ، ارتباط ، ملګري او داسې نور چې عظيم فساد او د زنا اسباب بلل کيږي ځان لرې ساتي .

په دې باره الشيخ محمد صالح المنجد د معاصرو علماء ډير اقوال ذکر کړی دی چې دلته څو را نقلوو :

وأن الواجب على المسلم اجتناب الدراسة والعمل في الأماكن المختلطة .

إلا أن البلاد التي ابتلي أهلها بوجود الاختلاط في غالب مجالات الحياة ، خاصة مراكز التعليم ، بحيث صار من المشقة الكبيرة على المسلم أن ينأى بنفسه عنها ، يُرَّخص لهم ما لا يرخص لغيرهم ممن حفظهم الله من هذه الأمور .

وهذا الترخيص مبناه على القاعدة الفقهية التي تقول : ” ما حرم سداً للذريعة يباح للحاجة والمصلحة الراجحة ” .

جاء فی مجموع الفتاوي : ” والشريعة جميعها مبنية على أن المفسدة المقتضية للتحريم ، إذا عارضتها حاجة راجحة أُبيح المحرَّم”. انتهى “مجموع الفتاوى” (29/49) .

وقال: ” ما كان من باب سد الذريعة إنما يُنهى عنه إذا لم يُحتج إليه ، وأما مع الحاجة للمصلحة التي لا تحصل إلا به فلا ينهى عنه “. انتهى ” مجموع الفتاوى” (23/214).

سئل الشيخ ابن عثيمين عن شاب لم يجد إلا مدرسة مختلطة ؟ فقال : ” يجب عليك أن تتطلب مدرسةً ليس هذا وضعها فإن لم تجد مدرسةً إلى بهذا الوضع وأنت محتاجٌ إلى الدراسة فإنك تقرأ تدرس وتحرص بقدر ما تستطيع على البعد عن الفاحشة والفتنة بحيث تغض بصرك وتحفظ لسانك ولا تتكلم مع النساء ولا تمر إليهن “. فتاوى نور على الدرب (1/103). (13/127)

أنا طالب أدرس في الخارج والجامعة فيها اختلاط (ذكور وإناث ) وسؤالي : هل يجوز أن أدرس في هذه الجامعة ؟
جـ _ ننصح المسلم الذي يريد نجاة نفسه أن يبتعد عن أسباب الشر والفتنة ، ولا شك أن الاختلاط مع الشابات في المدارس من أسباب وقوع الفساد وانتشار الزنى . ولو حاول الشخص أن يحفظ نفسه فلا بد أن يجد صعوبة لكن إذا ابتلى الشخص بذلك فعليه التحفظ والاعتزال وغض البصر وحفظ الفرج وعدم القرب من النساء مهما استطاع ، والله أعلم . الشيخ ابن جبرين

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ډیره مننه ستاسی څخه چی ماته مو زما پوښتنه ځواب کړه .

اترك تعليقاً