د امريکايي فوځيانو سره ترجمانې کول څه حکم لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم . زما پوښتنه داده هغه کسان چی د غربیانو سره ترجمان وی که چیری دا همدوی سره مړ شی نو ددی ترجمان مرګ څنګه دی ؟ آیا دا ترجمان به جنت ته تللای شی او که نه ؟بعضی ترجمانان دی دوی وایی چی مړه زه خو خپلی پیسی پیدا کوم زما خو څه دا مطلب نه دی چی یو مسلمان ته ضرر ورسوم ، پداسی حال کی چی همدا ترجمان د غربیانو سره اوږه په اوږه د مسلمانانو په کور د شپي چاپی اچوی او د مسلمانانو په کورونو ور اوړی .

ديدار

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

امريکايان حربي کافران دي کوم چې زمونږ په دين او خاوره يې يرغل کړی دی د حربي کافرانو سره هر ډول معاملات حرام دي ، د هغوی سره کار کول اصلاً د هغوی تقويه کول ، خدمت کول ،مرسته او موالات بلل کيږي .

يقوله سبحانه وتعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] .

قوله تعالی : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ )   المائده 51

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي .

پوره تفصيل په لاندې لينکونو کې وګورئ

https://dawat610.com/archives/2500

https://dawat610.com/archives/4721

د موقع انا المسلم ته هم دارنګه سوال وړاندې شوی دی چې په لاندې ډول دی :

ما حكم العمل كمترجم لدى القوات الأمريكية –

د امريکايي فوځيانو سره د ترجمانۍ کار کول څه حکم لري ؟

الجواب:
الحمد لله، والصلاة والسلام على رسول الله، أما بعد؛

فهذا تعاون على حرب المسلمين محرم قطعًا، وقد يصل إلى الكفر حسب الأحوال،  .(وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ) (المائدة:51).

يعنې : دا عمل د مسلمانان په مقابل کې د کفارو سره مرسته ده مطلق حرام او په ځنو حالاتو داسې کول کفر دی ، لقوله تعالی : وَمَنْ يَتَوَلَّهُمْ مِنْكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ (او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ) .

 انا المسلم – الشيخ ياسر برهامي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. د آنلاین اسلامی لارښود څخه ډیره مننه چی مونږ یی په حقیقت باندی پوه کړو الله دی د آنلاین اسلامی لارښود ټولو کارکوونکو ته ډير اجر او ثواب ورکړی .

اترك تعليقاً