د امريکې محکمې د حيوانيت څخه پست قانون تصويب کړ

 د امريکې د اسلام دوښمنه طاغوتي ژريم شيطاني محکمې د همجنسو سره د واده قانون تصويب کړ ددې قانون له مخکې به نارينه له نارينه او ښځينه له ښځينه سره د دغه فاحش او بې شرفه ژريم چې ځان د حقوق بشر مدعي بولي واده کول قانوني وګرځول .

يعنې د امريکي فاحش ژريم داسې قانون تصويب کړ چې تر اوسه پورې په بشريت کې دغه ناوړه عمل ته هيچا د جواز او قانوني کولو بڼه نه وه ورکړې ، داسې قانون چې نارينه په آزادانه ډول يو له بل څخه جنيسي خواهش پوره کولای شي (لواطت کولای شي ) او همدارنګه ښځې به هم پخپل مينځ کې د انساني فطرت خلاف عمل کولای شي .

دا عمل دومره بې شرمه او بې شرفه عمل دی چې نه په انساني فطرت کې ځای لري او نه هم په حيواني فطرت کې ، مګر غربي ناوليې ديموکراسۍ په بې بندباره آزادۍ کې دومره پرمختګ وکړ چې تر حيواني فطرت هم پستو اعمالو ته يې د جواز رسميت ورکړ .

دا خبر دلته ولولئ :

http://www.bbc.co.uk/pashto/world/2013/06/130627_ns_us_gay_married.shtml

د همجسو څخه د خواهش پوره کول ( لواطت ) په ټولو آسماني اديانو کې حرام او ستر جرم بلل کيږي ، دغه فاحش عمل د لوط عليه سلام په قوم کې رواج و موند ، الله جل جلا له هعه قوم د دغه فاحش عمل په وجه په سخت عذاب سره تباه کړل .

چې قرآنکريم يې داسې بيان کوي : قَالُواْ يَا لُوطُ إِنَّا رُسُلُ رَبِّكَ لَن يَصِلُواْ إِلَيْكَ فَأَسْرِ بِأَهْلِكَ بِقِطْعٍ مِّنَ اللَّيْلِ وَلاَ يَلْتَفِتْ مِنكُمْ أَحَدٌ إِلاَّ امْرَأَتَكَ إِنَّهُ مُصِيبُهَا مَا أَصَابَهُمْ إِنَّ مَوْعِدَهُمُ الصُّبْحُ أَلَيْسَ الصُّبْحُ بِقَرِيبٍ ، فَلَمَّا جَاء أَمْرُنَا جَعَلْنَا عَالِيَهَا سَافِلَهَا وَأَمْطَرْنَا عَلَيْهَا حِجَارَةً مِّن سِجِّيلٍ مَّنضُودٍ (هود ۸۰-۸۲ ) .

ژباړه :[[ (استازو ) وويل : ای لوطه بې شکه چې مونږ ستا د رب استازي يو . دوی هيڅکله پر تا نه برلاسي کيږي . نو د شپې په يوې برخه کې خپله کورنۍ (له دې ښاره ) اوباسه او ستاسې يو کس دې هم شا ته نه ګورئ ، پرته ستا له ښځې څخه چې دې ته هم هماغه عذاب رسيدونکی دی چې دوی ته رسيږي . بې شکه چې د دوی د تباهۍ لپاره سهار وخت ټاکل شوی دی . آيا سبا يې نژدې نه دی ؟

نو کله چې زمونږ فرمان راغی ، د هغوی (کورونه ) مو پر بل مخ نسکور کړل او پر دوی مو د پخو خټو د تيږو باران واوراوه ]].

د دغه وحشي طاغوت رژيم لښکري اوس مهال زمونږ پر پاکه خاوره کې شتون لري او په هيواد مو يې يرغل کړی دی ، اوس تاسې ووايي چې ددې طاغوت شتون څومره خطرناک دی ، په تيره بيا چې په توره شپه کې د مسلمانانو پر کورونو چاپې اچوي او داخلي بې ننګه بې غيرته ايمان پلورونکي يې جاسوسي ، ترجماني ، چوکيداري او حمايت کوي حال دا چې الله تعالی مسلمانانو د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې د هر ډول مرستې ، دوستۍ او راز څخه سخت منع کړي دي .

د امريکا فاحش طاغوتي رژيم غواړي د خپل مزدور حکومت په وسيله د اسلامي شريعت پر ځای د کفري ديموکراسۍ قوانين جايري او مروج کړي .

خو د الله تعالی نيول ډير سخت دي بيا مو د خلاصون او مرستې هيڅ ځای نشته .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

5 تعليقات

  1. ددوی هم ورکه راغلی ده یو متل دی چی میږیانو ورکه راشی وزر کوی الله دی د لوط له قوم څخه دوی په سخت عذاب اخته کړی . څوک چی په الهی قوانینو کی ګوتی وهی بیا به د الله عذاب ته ټینګ شی ان بطش ربک لشدید ان شاالله

  2. الله دی دوی تباه کړی په دی حیوان صفته قانون باندی چی دوی تصویب کړ ،دی یهودو او نصاراو خو نور ټول کارونه وکړل اخر یی ور پسی دا حیوان صفته قانون هم تصویب کړ .

  3. دیدار صاحب دا تر حیوان صفته قانون ور آخوا دی (بل هم اضل) حیوانات ولا که داسی کار وکری خو دا خنځیر او بیزو اولادونه پر هیڅ ندی بند. اللهم اهلکهم کهلاک عاد وثمود آمین یا رب العلمین

  4. جمیل صاحب په رښتیا چی د حیواناتو څخه هم بدتر دی ځکه چی حیوانات خپلو کی نر او ښځه پیژنی خو دوی نا اهله او وحشی غربیان د هغی څخه هم بدتر دی ، دوی د سپی نه هم بدتر دی ځکه چی په سپو کی هم نر په نر او ښځه په ښځه باندی نه سپریږی .

  5. دهمجنسو ترمنځ دواده دقانون په تصویب سره دمکارې امرېکې ناولې څېره نوره هم دنړۍ مسلمانانوته بربنډه شوه،پخوا به خلکو ګمان کولوچې امریکایان په رښتیا دبشردحقونوملاتړي دي،کله چې دې اسلام دښمنه یهودانوپرعراق او افغانستان یرغل وکړ او په لسګونوزره بې ګناه مسلمانان یې په شهادت ورسول همغه مهال دنړۍ ډېری مسلمانان پوه شول چې امریکایان دبشري حقونوملاتړي نه بلکې دبشر تباه کوونکي دي،او داهرڅه دخپلوشوموګټو او دخپل حیواني زور دآزمویلو په خاطر ترسره کوي. ولې دافسوس ځای دادی چې لاهم یوشمېر بې غیرته بې ننګ له اسلام او دینه ناخبره وګړي دامریکا هر عمل کړو وړو ته ددرنښت په سترګو ګوري، او دامریکا په هر کار او کړنه کې دبشر خیرښېګنه ویني. په لنډو ټکوکې مې که خبرې راټولې کړم نو ویلای شم چې دحیواناتو له قانونه دبدترقانون په تصویب سره دنړۍ په کچه دامرېکې پيکه حیثیت ته شدیده ضربه ورسېده.

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي