ایا صحت لری چی یو شخص کولای سی چی په یوازی توگه دیوی انجلی سره نکاح وتری ؟
جاويد
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
نه داسې نکاح فاطله ده ،او داسې نکاح د اوسني ناوليې اشغال او ناوليې ديموکراسۍ ستر هدف دی تر څو په ځوانانو کې فحشاء او بې شرمي خوره کړي ، داسې چې د غرب په څير اولاد د خپل سر وي څه يې چې زړه غواړي او د چا سره چې ګرځې هلته دي ګرځي ، په اسلامي شريعت کې قوانين دي مسلمان د الله جل جلا له بنده دی ( د هغه جل جلاله تر قوانينو لاندې به ژوند تيروي ) .
دا ډول نکاح ځکه فاطله ده چې په نکاح کې د ايجاب او قبول د اوريدو د پاره د دوو شاهدانو موجوديت د نکاح شرط دی ، بغير د شاهدانو نکاح نه صحي کيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۱۵۵ ) .
و شرط حضور شاهدين حرين او حرتين مکلفين سامعين قولهما معاً (الدرالمختار کتاب نکاح ۳/۲۱ ) .
اوبل د جمهورو فقهاؤ په نزد د ولي د اجازې بغير نکاح نه صحي کيږي تفصيل دلته وګورئ
و الله اعلم
آن لاين اسلامې لارښود