د دعوت اسلامی د د رنو او قدرمنو عا لمانو درانه حضور ته سلامون اونیکی هیلی وراندی کوم خدای ج د وکری چی جور او روغ یا ست !
زما یو پوشتنه د اده چی کچیری یو کس د بلیارد کلپ ولری اوخلک ورشی دده په کلپ کشی بلیاد وکری او دی ترینه سا عتا نه پیس واخلی آ یا دا کار روادی او که ناروادی ؟
وسلام مع الاحترام
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
بليارد کلپ اکثراً د قمار د پاره کارول کيږي او دا کلپ اصلاً يو قمار خانه او د فساد مرکز دی ، قمار عظيمه ګناه ده چې په قرآنکريم کې د مشرکينو د بتانو سره يو ځای ذکر شوی دی .
لقوله سبحانه وتعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ ( 90سورة المائدة).
ژباړه : ای مؤمنانو! يقيناً چه شراب او قمار او بتان اوغشی ( دفال ، دا څلور واړه ټول ) پليت دي له کاره د شيطان څخه دی نو ځان وساتی تاسی له دې څخه لپاره ددی چه نجات ومومیئ.
د دا ډول کلپ جوړول او استخدام د ګناه په کار کې مرسته کول دي او د کلپ جوړول په دغه منکر عمل کې شريک دی چې دغه کس به د ټولو خلکو په ګناه کې شريک وي .
[ وَتَعَاوَنُوا عَلَى الْبِرِّ وَالتَّقْوَى وَلا تَعَاوَنُوا عَلَى الإثْمِ وَالْعُدْوَانِ] په نيکی او پرهيزکاری يو له بله مرسته وکړئ او (هيچکله ) د ګناه او نافرمانی په کار کې يو له بله مرسته مه کوئ .
رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ) .
او چا چې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت کړل نو د دغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی د ده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او د دغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ) .
او ددې کلپ عائدات او کسب حرام دی دغه ګټلی مال خبيث دی ځکه هر شی چې حرام وي د هغه تجارت او کارول هم حرام دي
لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم ( إن الله إذا حرَّم شيئاً حرَّم ثمنه ) رواه أبو داود ( 3488 ) وصححه الشيخ الألباني في ” غاية المرام ” ( 318 )
يقيناً الله جل جلا له چې د کوم شي د حرمت حکم کړی وي د هغې بيع او تجارت هم حرام دي .
او بل په دې وجه ددې عائدات حرام دي چې په لوبه کې چې کوم مال مصرفيږي هغه اصراف دی نو ځکه د داسې بيعې عقد باطل دی
او که څوک وايي چې په دې کې قمار نشته ، په خپل ذات کې دغه لوبه جايزه نه ده په لهو لعبو کې د مال مصرف دی
«كل شيء ليس من ذكرالله فهو لغو و سهو الا اربع خصال: مشي الرجل بين الغرضين و تأديب فرسه، و ملاعبته اهله، و تعليم السباحة، أخرجه النسائي».(الدر المنثور:4/86)
يعنې : ټولې لوبې او بازۍ بې هوده او د الله تعالی له ذکر څخه غافله کوونکي دي بغير له څلورو شيانو :د سړي تګ يا منډه د دوو اهدافو تر مينځ ، د آس تأديب او آمده کول ، د خپل اهل سره ملاعبه او لامبو يا آب بازي .
فتاوى إسلاميَّة ” ( 4 / 439)
و الله سبحانه وتعالی اعلم
آن لاين اسلامي لارښود