د تاتارستان ګن شمير مسلمانانو د اسلام د ستر نعمت شکرانه ادا کړه

Untitledد تاتارستان ۵۰ زره مسلمانانو د خپلو روحاني مشرانو په شمول د بلغا د ښار د ولګا سيند پر غاړه باندې د هغه نېټې په کومه چې دغه هيواد کې اسلام په رسميت پيږندل شوی دی خپله شکرانه ادا او په دغه ورځ يې د خوشحالی اظهار وکړ .

د تاتارستان د مجلس رئيس (فرید محمد الدین) په دې رابطه وويل : په کال د ۹۲۲ د می په ۲۱ نيټه په دغه هيواد کې د مسلمانانو په اکثريت سره اسلام په رسميت پيږندل شوی دی .

دغه هيواد په ته په کال ۶۴۲م کې د اسلام لښکر د “دربند” منطقې لارې چې هغه وخت د داغستان پايتخت ؤ داخل او دا هيواد يې فتح کړ او د اسلام دين پکې خپور شو .

ويل کيږي تاتاستان د مسکو جنوب ختيځ خوا په ۸۵۰ کيلو متری کې موقعيت لري چې نفوس يې ۶ ميليونو ته رسيږي چې ۵۰٪ مسلمانان او ۴۳٪ روسان چې زيات يې ارتدوکس دي تشکيلوي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً