په خپلو ګناهونو توبه ايستل او د لمانځه قضايي

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته !
محترم!
زما څو پوښتنی دی چه غواړم له تاسو سره مطرح کړم.
۱- که یو څوک له خپلو کړو ګناهونو څخه توبه وباسی، که د خلکو څخه څه اخیستی وی یا غیبت کړی وی، خو دی توبه کوونکی ته معلوم نه وی نو څه به کوی؟ قضا شوی لمنځونه به څنګه را ګرځوی په داسی حال کی چی تعداد یی هم معلوم نه دی؟
والسلام هدایت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

ګناهونه دوه ډوله دي يو هغه چې يوازې د الله تعالی حق وي لکه لمونځ ، روژه وغيره او بل هغه چې د الله د حق سربيره د بنده حق هم وي لکه : رشوت ، په رشوت کې د الله جل جلا له نافرماني هم ده او د بنده د حق خوړل هم دي .

د توبی د قبوليت دری شرطونه دی چې دې ته وایې نصوح توبه :

۱-  د کومې ګناه نه چې توبه کوي هغه ګناه به فوراً پريږدي اوبيا هغه عمل جايري نه ساتي .

۲-  په ګناه پښيمانه کيدل او شرمنده ګي ښکاره کول .

۳-  دريم داچه د آينده لپاره به کلکه او پخه اراده کوي چې بيا به دا ګناه نه کوم  .

که په دې دریو شرطونو کې يو هم نه وي توبه نه قبليږي .

او که کومه ګناه د بنده له حق سره تعلق ولري لکه ، په ناحقه د چا مال خوړل ، بهتان ،غيبت ،قرض او داسې نور نو پداسې ګناه کې څلورم شرط هم شته چې هغه د بنده د حق ور سپارل يا له هغه نه بخښنه تر لاسه کول دي .

اول : څوک چې د حرام کسب او حرام مال خوړلو څخه توبه وباسي ، د توبې وروسته به عضب شوی يا غلا شوي يا په بله نا مشروع طريقه اخيستل شوی مال به خپل مالک ته سپاري ، که مالک ته د هغه د سپارلو امکان نه وي نو دا مال به د ګناه څخه د خلاصون په نيت نه د خيرات او صدقي په نيت په مسکينانو او فقيرانو وويشي ( په دې مسئله کې د څلورو واړو مذاهبو اتفاق دی ) .

جاء في “الموسوعة الفقهية” (23/248) : ” المال الحرام كالمأخوذ غضبا أو سرقة أو رشوة أو ربا أو نحو ذلك ليس مملوكا لمن هو بيده , فلا تجب عليه زكاته ; لأن الزكاة تمليك , وغير المالك لا يكون منه تمليك ; ولأن الزكاة تطهر المزكي وتطهر المال المزكى لقوله تعالى : ( خذ من أموالهم صدقة تطهرهم وتزكيهم بها ) وقال النبي صلى الله عليه وسلم: ( لا يقبل الله صدقة من غلول ) .

دوهم : او که د قرض د ادا کولو د پاره واريثان و نه موندل شي او د قرض ادا کول امکان و نه لري نو دغه د قرض پېسې به د پور د مالک د پاره صدقه کړ شي په دې سره به ان شاء الله غاړه خلاصه شي .

که د خيرات وروسته د پور مالک پيدا شي يا هغه د پور عوښتنه وکړي نو هغه به د صدقې څخه خبر کړي که يې قبول کړه ښه او که يې قبول نه کړه هغه ته خپل قرض و سپاري او د ده د پاره به د خيرات او امانت سپارلو اجر وي .

سئل علماء “اللجنة الدائمة” (14/41): ” نفيد سماحتكم بأنه يوجد عندنا مبالغ لأشخاص غير معروفين، ولا يوجد لهم لدينا عناوين أو تليفونات، وإنما أسماء فقط، ومضى عليها من 5- 10 سنوات، ولم يراجعنا أحد لطلبها، وننقلها من دفتر لآخر كل عام، وقد يئسنا من اتصالهم بنا أو حصولنا عليهم، لذلك أحببنا أن نستفتي سماحتكم في حكم هذه المبالغ، وما هي الطريقة التي يمكن معالجة هذه المبالغ بها؟
فأجابوا: إذا كان الواقع كما ذكر من عدم معرفة عناوينهم أو أرقام تليفوناتهم، وإنما تعرفون أسماءهم فقط، فاضبطوا مقدار ما يخص كلا منهم من المبالغ، ثم تصدقوا بها عنهم، فإن جاءكم منهم أحد فأخبروه بما فعلتم، فإن رضي بذلك فالحمد لله، وإن طلب حقه فأعطوه إياه ولكم الأجر وتبرأ ذمتكم ” انتهى .

دريم :

د غيبت کفاره :

له رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه روايت نقل شوی دی چې : إن كفارة الغيبة أن تستغفر لمن اغتبته، تقول اللهم اغفر لنا وله .

څوک چې د بل کس غيبت وکړي کچيرې ووايي اللهم اغفر لنا وله (ای الله ! مونږ او هغه ته مغفرت وکړي ) دا به د هغه د غيبت کفاره وګر ځي .

فقه السنه ليکي : راجح مذهب دا دی چې د غيبت کفاره هغه ته د اسغفار دعا او د هغه د ښو خويونو بیانول دي ، لازمه نه ده چې د هغه څخه د بخښني غوښتنه وشي ( ځکه که هغه ته وويل چې ما ستا دغه غيبونه بيان کړل نو کيدای شي د هغه د سخت خفګان سبب شي ) .

دفاع عن سنت څانګه ( اسلامې لارښود ) : که څه د ( إن كفارة الغيبة أن تستغفر لمن اغتبته، تقول اللهم اغفر لنا وله )  حديث اسناد ضعيف دي خو په ډيرو  معتبرو اسلامې مراجعو کې ذکر شوی دی .

د دوهم سوال ځواب دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/4575

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. ستا سو محترمو دآن لاین اسلامی لارښود له چلوونکو څخه ډیره مننه کوم :
    زه یوه پوښتنه لرم هغه داده که څوک ځمکه په اجاره واخلي .زکات په کوم یوه باندی کیږی (په اجاره اخیستونکی یااجره ورکونکی.
    وسلام

اترك تعليقاً