هغه چې تقليد نه مني او امامانو ته بد رد وايي څه حکم لري

سلامونه قبول کړی بریالی اوسی پوښتنه می داده چه اوس یوڅوک تقلیدنه منی څه حکم ئی ده ایاکه داڅوک پرامامو بدوایی نوڅه ورته وویل سی

حبيب الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تقليد د بل په قول باندې عمل کولو ته وايي داسې چې له سړی څخه په علم او تقوی کې لوړ وي .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم  د وفات وروسته صحابه کرام رضی الله عنهم په نړۍ کې د دعوت او جهاد د پاره تيت شول اسلام مختلفو قومونو او مختلفو لسانو واله خلکو ته ورسید .

او صحابه کرامو به د هغو صحابه کرامو په قول فتواوې ورکولي چې د فهم ، ادراک او اجتهاد قوه به يې لوړه وه ، د دغو صحابه کرامو شمير ځنې اهل علم تر زرو کسانو زیات بولي ابن قيم رحمه الله وايي د دغو صحابه کرامو شميره اوه کسان وو لکه : عمر بن الخطاب ، وعلي بن أبي طالب ، وعبدالله بن مسعود ، وعائشة أم المؤمنين ، زيد بن ثابت ، عبدالله بن عباس ، عبدالله بن عمر رضي الله عنهم جميعا .

او د دغو صحابه کرامو رايې او نظريې ته به يې مذهب فلان او فلان ويل لکه :

 مذهب عائشة رضی الله عنها

مذهب عبد الله بن عمر  رضی الله عنه

مذهب عبد الله بن مسعود رضی الله عنه

مذهب عبدالله بن عباس رضی الله عنه  او نور ……

مذهب او تقليد په دينې مسئلې کې د بل په قول باندې فتوای او عمل ته وايي چې اصلاً د قرآن او سنتو تشريح او توضيح ده ، د الله جل جلا له  حکم دی چې که نه پوهيږي له اهل علم څخه پوښتنه کوئ : فَاسْأَلُواْ أَهْلَ الذِّكْرِ إِن كُنتُمْ لاَ تَعْلَمُونَ 43 (النحل ) .

او که اهل حديث مذاهب مقلدين بولي نو دوی خپله هم تقليد کوي که د هغوی رسالې او کتابونه وکتل شي په ډيرو مسائل کې يې د شيخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله تقليد کړی دی يعنې د هغه په قول يې فتوای او نظر وړاندې کړی وي او ابن تيميه رحمه الله خپل مقلد وو حنبلی مذهبه وو او ابن تيميه هم په ځنو مسائلو کې د امام ابوحنيفه په قول فتاوی ورکړی دي .

نو که د مذاهب تقليد نا جايز وي دوی ته د ابن تيميه تقليد ولی جايز دی ؟

او امامانو ته بد ويل او د هغوی سپکاوی په اسلام کې بدترين عمل دی چې مسلمان بايد ددې خطرناک مرض څخه ځان وساتي .

هغه وخت چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم احاديث جمع شول ، په اړه يې تحقيق تر سره شو ، کتابونه يې تصنيف شول هغه وخت ته چيرې وي ، نن چې د احاديث تيار کتابونه در سره دي ته اهل حديث شوې او هغوی د سنتو خارج بولي دا عجيب انصاف دی .

نور تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/4352

https://dawat610.com/archives/4366

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. دغو خلکو نه لاره ورکه ده، اهل حدیث یا غیر مقلدین هرڅه ته دشک به سترګه ګوری، تقلید او اتباع یوه معنی ده او په اجماع باندی دټول امت اتحاد راغلی او پریکړه یی مجتهدینو، سترو فقهاو، سترو محدثینو او سترو بزرګانو کړی ده. څوک چه دامت له اجماع څخه وځی نو دهغه ایمان محفوظ نه پاتی کیږی ځکه اجماع کی اوسیدل شرط دی.
    علیکم باالجماعة

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي