د کورواله په اړه يوه پوښتنه

محترمه زما میړه کله کله چې زه په حیض کې یم زما په تیو کې خپل ځان خلاصوي پدي اړه که مونږ ته مالومات راکی؟
مینه له پکتیا څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

استغفرالله  .

الله سبحانه وتعالی په قرآن مجيد کې فرمايي : فَأْتُوهُنَّ من حيثُ أَمرَكُمُ اللهُ ) (البقرة 222) .

يعنې : ( له خپلو ښځو سره ) يوځای شی څنګه چې تاسې ته الله تعالی امر کوي .

او فرمايي : نسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ وَقَدِّمُوا لِأَنْفُسِكُمْ وَاتَّقُوا اللَّهَ (223)  

( ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي  پس څنګه مو چې زړه غواړي هغه شان پخپل کښت کې تصرف وکړﺉ خو د خپل راتلونکي فکر ولرﺉ او له الله څخه وويریږﺉ).

په پورته آيت شريف کې الله تعالی دا حکم وکړ چې خپلو ښځو ته په داسې شان يو ځای شئ څنګه چې امر در ته شوی وي په دې آيت مبارک کې الله تعالی د ښځې او خاوند تر مينځ د جنسي مقاربت او يا کورواله کولو ځای مشخص کړی دی چې هغه د نسل ځای (د مخي طرف دی ) ، په اسلامي شريعت کې د جماع طريقه همدا ده کوم چې الله فطرتاً د هغه لپاره اندام مخصوصه ګرځولي دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي