ګروه کور په کرايه ورکول جايز دي او که نه ؟

د دعوت ویبپانې ( ان لین اسلامي لارشود ) ګرانو چلونکو ته د زړه له کومی سلامونه او درناوی وړاندی کوم یوه پوښتنه لرم هغه داچی زه غواړم یوکور په 500000 افغانیوپه ګروی ونیسم اوبیا همدا کور یا( حویلی ) په 8000 افغانیو په کرایه ورکړم آیا دا معامله جایزه ده اوکه سود دی .ستاسی له ځواب نه به منندوی وو

محمد معروف

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د ګرو شي نه د ګټې پورته کول حرام دي :

د اسلامی شريعت عمومي قاعده ده ( کل قرض جر نفعا فهو ربوا ) هر قرض چې نفع ولري سود دی .

حتی د پوروړی سوغات اخيستل هم ناجاير دي رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :اذا اقرض الرجل الرجل فلا يأخذ هدية (بخاري) . ژباړه : کله چې يو سړی بل ته پور ورکړي نو د پوروړی سوغات دی نه قبلوي .

بل دا چې ګاڼه يا ګروی هم د قرض يو شکل دی ګرو شی د امانت شکل لري چې د قرض خلاصولو د اطمنان د پاره يوه وسيله وي او بل دا چې که قرض ادا نه شي ګرو شي وپلوري او دخپل قرض په اندازه له هغه څخه خپل قرض په لاس راوړي نو په همدې بنا له ګروۍ څخه هم په هر صورت چې وي ګټه پورته کول ناجايز دي .

فی الشامی عن المنح لا يحل له ان ينتفع بشئ منه بوجه من الوجوه وان اذن له الراهن لانه اذن له فی الربا الخ ثم قال ثم رئيت فی جواهر الفتاوی اذا کان مشروطاً صار قرضاً فیه منفعة وهو ربا – نقل فی الفتاوی دارالعلوم ديوبند .

لا الا انتفاع به مطلقاً الا باذن کل للآخر و قيل لا يحل للمرتهن لانه ربا و قيل ان شرطه کان ربا و الا لا ( الدر المختار کتاب الرهن ۴۸۲/۶ سعید )

وقد سئل علماء اللجنة الدائمة للإفتاء : تنتشر في بعض قرى مصر عادة رهن الأراضي الزراعية، إذ يقوم الرجل الذي يحتاج إلى مال بأخذ المال من الرجل الذي يملك المال، وفي مقابل أخذ المال يأخذ صاحب المال الأرض الزراعية التي هي ملك للمدين كرهن، ويأخذ صاحب المال الأرض وينتفع بثمارها وما تدره الأرض، ولا يأخذ صاحب

الأرض من الأرض شيئا، وتظل الأرض الزراعية تحت تصرف الدائن حتى يدفع المدين المال لصاحبه. فما حكم ذلك

فأجابوا :

” من أقرض قرضا فإنه لا يجوز له أن يشترط على المقترض نفعا في مقابل القرض؛ لما روي عن النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ أنه قال: ( كل قرض جر نفعا فهو ربا ) ، وقد أجمع العلماء على ذلك، ومن ذلك ما ذكر في السؤال من رهن المقترض للمقرض الأرض، وانتفاعه بها إلى تسديد القرض الذي له على صاحب الأرض، وهكذا لو كان له عليه دين، لم يجز لصاحب الدين أن يأخذ غلة الأرض أو الانتفاع بها في مقابل إنظار المدين، ولأن المقصود من الرهن الاستيثاق لحصول القرض أو الدين، لا استغلال الرهن في مقابل القرض أو الإهمال في تسديد الدين. وبالله التوفيق، وصلى الله على نبينا محمد وآله وصحبه وسلم ” انتهى .

“فتاوى اللجنة الدائمة” (14/177)

لنډ دا چې ګروي هم د قرض یو شکل دی په هغه فائده حاصلول سود دی .

نور تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/6271

و الله  سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً