د غير مسلم د پوښتنې ځواب

یو کافر راڅخه پوشتنه وکره چی په قران کریم کی داسی ویل شو بسم الله الرحمن الرحیم.الم ذالک الکتب ویل شوی دی داخو داسی معنی لری چی هغه کتاب نو ولی په قران کریم کی داسی معنی کری چی غه کتاب مطلب داچی ذالک خو هغه معنی لری .هذا معنی دغه. ولی دا سی داسی نه معنی کوی چی هغه کتاب که داسی وی نو کوم کتاب پوشتنه تول دادی ذالک معنی هغه .اوهذا دغه.فه قران کریم کی ذالک دغ معنی لری نو هذا حه معنی حه شی  دی /کله چی راحخه پوشتنه وکره زه نا جواب شوم ستاسو حخه هیله چی دا جواب راکی تر حو زه ورته جواب ووایم قران کریم خو سابت کتاب دی خو داسی جاهلان داسی پوشتنه کوی او دمسلمانانو زهن خرابوی انشا الله مسلمانان په خپل عقیده کلک دی

نجيب الله له کابل څخه

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په عربی ژبه کې هذا اشاره ده نږدې ته او ذالک اشاره ده لرې ته او لرېوالی په دوه ډوله دی : لرېوالی د مسافې او لرېوالی د مرتبې او د مرتبې د لرېوالی څخه اوچتوالی مراد دی دلته د قرآنکريم دغه د ذالک لفظ د مسافې د لرېوالی د پاره نه دی کارول شوی بلکي د مرتبې د لرېوالی د پاره کارول شوی چې مطلب ترې د قرآنکريم مرتبه او اوچتوالی دی .

مثلاً دا زمونږ په ژبه او اصطلاح کې هم ده چې څوک مخامخ را ته ناست وي او د هغه صفت او اوچتوالی بيانوو نو وايو دا هغه سړی دی چې داسې او هغسې دی دلته هم دا ډول اصطلاح ده چې دا هغه کتاب دی .

په قرآنکريم کې ډير لوړ بلاغت او فصاحت کارول شوی دی دا کتاب څه د پاسه څوارلس سوه کاله مخکې ټول عالم ته او خصوصاً د قرآن د نزول د وخت هغو کسانو ته چې د هغه وخت په شاعرې ، بلاغت او بصاحت کې يې مثل نه وو چلنج ورکړی دی او هغوی يې د مقابلې څخه بالکل عاجز شوي نو په دې کتاب باندې د غير ماهر عجم نيوکه کول هسې يو خيال دی .

قرآنکريم په سر کې منکرو کسانو ته ارشاد کوي چې :

ذَلِكَ الْكِتَابُ لاَ رَيْبَ فِيهِ

 او بيا د مقابلی چلنج هم ورکوي او فرمايي :

وَإِن كُنتُمْ فِي رَيْبٍ مِّمَّا نَزَّلْنَا عَلَى عَبْدِنَا فَأْتُواْ بِسُورَةٍ مِّن مِّثْلِهِ وَادْعُواْ شُهَدَاءكُم مِّن دُونِ اللّهِ إِنْ كُنْتُمْ صَادِقِينَ ، فَإِن لَّمْ تَفْعَلُواْ وَلَن تَفْعَلُواْ فَاتَّقُواْ النَّارَ الَّتِي وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ أُعِدَّتْ لِلْكَافِرِينَ (البقره ۲۳-۲۴ )

ژباړه : او که چيرې تاسې په قرآن کې چې مونږ پخپل بنده (محمد صلی الله عليه وسلم ) نازل کړی شک کوئ ؟ نو هغه ته ورته يو سورت جوړ کړی که تاسې رښتني ياست نو پرته له الله جل جلا له چې څومره ملاتړی لرئ ټول را وغواړئ .

نو که دا مو په توان کې نه وه او هيڅکله به يې توان تر لاسه نه کړئ نو له هغه اور څخه ځانونه وساتئ چې خلک او ډبرې به يې خاشاک وي چې د کافرانو د پاره تيار شوی دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً