د کمپيوټر له مخې تلاوت د اوداسه څخه بغير جايز دی ؟

د انلاین اسلامی لارښود ګران او محترم پرمخ وړنکوهمکارانو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
محترما! کله چی زه په خپل دفتر کښی خلاص وخت پیدا کړم نو زه په خپل کمپیوټر کښی یا انلاین او یاهم صفت شوی قرآنکریم تلاوت کوم او یایی ترجمه ګورم، نو زما سوال دادی چه کله زه دا تلاوت کوم که زه اودس نه ولرم څه نقص کوی او کنه، موږ پوهیږو د قرانکریم مسح کول باید په اوداسه سره وی، نو د کمپیوټر پر سکرین په څنګه وی؟ دوهم ما ته یو ملا صاحب وویل چه کله قرآنکریم په کمپیو ټر کښی صفت کړی بیا یی لری یا ډلیټ کړی نو ډیره عظیمه ګناه ده، آیا ستاسو په آند څنګه دی؟
ستاسی د قدرمنو استاذانو د جواب په هیله یو
ډیره مننــــه

عبدالهادی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کمپيوټر او يا موبايل له مخې د قرآنکريم تلاوت د معاصرو فقهاؤ په اتفاق د مصحف په شان د تلاوت ثواب لري، د قرآنکريم د تلاوت احکام او آداب به په نظر کې نيول کيږي او همدارنګه اودس کول غوره او بهتره دي ، مګر د حدث اضغر (بې اودسۍ) په صورت کې هم جايز دی ځکه د مصحف (په قاغذ باندې د ليکل شوي قرآن ) حکم نه لري .

يعنې د کمپيوټر او يا موبايل له مخې د قرآنکريم تلاوت بغير له اوداسه څخه جايز دی .

فلا مانع من قراءة القرآن من الهاتف النقال، ما دام يقرأ بصورة صحيحة، والقارئ يقرأ مراعياً أحكام التلاوة وآدابها، وإنما تراعى هذه الآداب والأحكام إذا كان الهاتف تظهر على شاشته صفحات المصحف، ويقوم القارئ بمباشرتها بيده، أما عند إغلاقها أو إغلاق الهاتف، فلا يعتبر ذلك مصحفاً ولا يأخذ أحكامه، فالمصحف لا يسمى مصحفاً إلا إذا كان الكلام المكتوب فيه ظاهراً، فلو محي منه الكلام (القرآن) لم يعد مصحفاً، وراجع الفتوى رقم: 13677

فالمحدث حدثاً أصغر تجوز له قراءة القرآن بإجماع العلماء، والأفضل أن يكون متوضئاً لها. قال النووي ( أجمع المسلمون على جواز قراءة القرآن للمحدث، والأفضل أن يتطهر لها)
أما مسه المصحف وحمله، فقد ذهب جمهور العلماء ومنهم الأئمة الأربعة إلى تحريم ذلك، وذهب الحاكم وحماد وداود الظاهري إلى جواز ذلك، وقولهم هذا مرجوح، فقد استدل الجمهور بقول الله سبحانه ( إنه لقرآن كريم* في كتاب مكنون* لا يمسه إلا المطهرون تنزيل من رب العالمين) [الواقعة: 77-80]

المصدر : الاسلام  سوال جواب

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. فضل الرحمن

    د آن لاین اسلامی لارښود د محترمو او معززو علماوو څخه دیره مننه.

    یوه پوشتنه لرم خدای دی وکری چی لژ زر جواب راکری.

    زما د اسیدلو څای په غزنی کی دی او د یو شرکت سره په پروان کی کار کوم د شنبی په ورڅ راڅم د کار لپاره او د پنجشنبی په ورج بیرته کورته ځم ایا ددی هفتی په طول کی زه لمونځ مسافرانه وکرم او که یی پوره ادا کړم.

    ډیره مننه

  2. فضل الرحمن

    ډیره زیاته مننه کوم خدای مو دایم ژوندی او بریالی ولری

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي