د قرآن تلاوت د معنی نه پوهيدو په صورت کې ثواب لري ؟

د اسلامی لارښود محترمو کار کونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وبعد محترمو زه ده قران مبارک تلاوت کوم او په معنی یی نه پو هیژم دا ماته ثواب لری اوکه په معنی یی وه پوهیژم دغه ډیر ثواب لری که معلومات راکی ډیره مننه؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو په کوم حديث شريف کې چې د قرآنکريم د يوه تورې لس نيکی بيان شوي دي عام دی که د قرآن په معنی پوهيږي او که نه پوهيږي هغه ته د يوه تورې په تلاوت باندې لس نيکۍ ليکل کيږي

عن ابن مسعود قال قال  رسول الله صلی الله عليه وسلم : من قرا حرفاَ من کتاب الله فاهُ  به حسنة والحسنة بعشرا مثالها لا اقول (( آلم ) حرف ، الف حرف و لام حرف و ميم حرف . ( رواه الترمذی والدارمی )

ژباړه : د حضرت عبد الله ابن مسعود رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صل الله عليه وسلم ارشاد فرمايي : چه چا د قرآن يو حرف ولوستلو ، نو هغه يوه نيکی و ګټله او يوه نيکی د الله د قانون د کرم مطابق د لسو نېکيو برابره ده ( د وضاحت لپاره فرمايي ) زه دا نه وايم ( يعني زما مطلب دا نه دی ) چه آلم يو حرف دی ، بلکه الف يو حرف دی لام يو حرف دی او ميم  يو حرف دی دغه شان آلم  ويلو والا بنده ته به ديرش نيکۍ ليکل کيږي .

او بل په دليل د دغه حديث شريف :

د بی بی عايشې رضی الله عنها نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

” الماهر بالقرآن مع السفرة الكرام البررة والذي يقرأ القرآن ويتتعتع فيه وهو عليه شاق له أجران ” ( متفق عليه )

ترجمه : چا په قرآن کې مهارت حاصل کړی وي او هغه د ياد نه يا د مخې نه په بهتره طريقي سره او بې تکليفه روان لولي هغه به د معزز وفا دارو  او فرمانبردارو فرښتو سره وي او کوم بنده چه قرآن پاک د ښه نه يادولو يا د نه روانېدو په وجه سره په زحمت او مشقت سره داسې وايي چه به هغی کې نښلي نو هغه ته به دوه اجرونه ورکول کيږي ( يو دتلاوت او بل د زحت او مشقت ) . صحيح بخاری و صحيح مسلم .

په پورته حديث شريف کې د والتتعتع لفظ څخه مراد عدم الفهم او عدم تعلم دی ، د قرآنکريم تعلم عبارت له تعلم د تلفظ او تعلم د معنی دی چې دا بيا لوی اجر لري لکه په قرآنکريم کې چې اشاره ورته شوی ده :

فقد قال  تعالى { أَفَلا يَتَدَبَّرُونَ الْقُرْآنَ وَلَوْ كَانَ مِنْ عِنْدِ غَيْرِ اللَّهِ لَوَجَدُوا فِيهِ اخْتِلافًا كَثِيرًا } ۸۱ النسآء )

خلاصه دا چې د قرآنکريم تلاوت لوی اجر لري او د صالحو اعمالو د زخيرې کولو ستره وسيله بلل کيږي په خاص توګه په رمضان المبارک کې ځکه چې رمضان د قرآن مياشت دی .

مسلمان به د قرآنکريم د تلاوت پر مهال د تلاوت آداب او د خپل وس موافق د تجويد احکام په نظر کې نيسي او همدارنګه تفاسير به مطالعه کوي تر څو څه نا څه د قرآن په معنی او مقاصدو پوه شي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارشود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً