په اخيستل شوې ځمکه کې زکات

ددعوت اسلامي لارښود کارکوونکو ته سلامونه اما بعد که يوچا ځمکه په شپيته لکه افغانيو اخيستي وي اواوس يي قيمت څلوښت لکه افغانيو ته راټيټ شوي وي زکات به يي دکوم قيمت څخه ورکول شي

نقيب الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که دا ځمکه د تجارت په نيت اخيستل شوی وي نو په دې پانګه کې زکات واجبيږي د زکات په ادا کولو کې د کال آخري مقدار معتبر دی (څلويښت لکه ) ځکه اوس ستاسو پانګه همدا څلويښت لکه ده .

[إِنَّ رَسُولَ اللَّهِ   صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ  كَانَ يَأْمُرُنَا أَنْ نُخْرِجَ الصَّدَقَةَ مِنْ الَّذِي نُعِدُّ لِلْبَيْعِ]

« رسول الله صَلَّى اللَّه عَلَيْهِ وَآله وَسَلَّمَ به مونږ ته د زکات ورکولو امر کولو په هغه څه کې چې د تجارت د پاره به مو ساتل»{ أبوداود (1562)، او طبراني په[الکبير] 7/253(7029)، او بيهقي په[السنن الکبري] 4/146(7388.

و من کان له نصاب فاستفادنی اثناء الحول من جنسه ضمه اليه و زکاة به . (شرح البدايه ج ۱ص ۷۵ ) .

او که دا ځمکه د بيع او تجارت په نيت نوي اخيستل شوي په هغه کې زکات نشته

و فی الدالمختار :

«‌و  لا  فی  ثیاب  البدن  و  اثاث  المنزل  و  دور  السکنی  و  نحوها».

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. نصیب الله

    اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
    که چیری ښڅه د 85 ګرامو نه زیات سره زر ولری او د دسینکار لپاره یی استعما لوی پدی زکات شته دی؟

  2. نصیب الله

    اسلام علیکم ورحمته الله وبرکاته:
    که چیری ښڅه د 85 ګرامو نه زیات سره زر ولری او د دسینکار لپاره یی استعما لوی پدی زکات شته دی؟البته داسره زر د بيع او تجارت په نيت نوي اخيستل شوي یواڅی دسینکار لپاره یی استعمالوی.

    مننه

  3. بسم الله الرحمن الرحيم
    د ښځې زيورات چې نصاب (۸۵ ) ګرامو ته ورسیږي زکات ور باندې فرض دی هغه که ساتل شوي وي يا د استعمال د پاره وي
    تفصيل دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/2248

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي