د حد په جايري کيدو سره اخروي عذاب هم بخښل کيږي ؟

السلام علیکم محترم وروره!
یوه پوشتنه لرم هغه داچه کله شرعی حد جاري کیږي هغه کس د ګناه نه په دې حد سره پاکیږي او ګه نه یعنی اخرت ته څه پا ته کیږ ي که نه همدا یی جزا شوه

صهيب

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د حد قيام دنيوي سزا ده او آخروي سزا د نصوح توبې په وسيله ساقطيږي يعنې کله چې د حد جايري کيدو وروسته توبه وباسي آخروي غذاب يې ساقطيږي ، حقوق الله په توبه سره بخښل کيږي او حقوق العباد د هغه د حق په ادا کولو سره بخښل کيږي .

الله تعالی په قرآن مجيد کې د د کبيره ګناهونو د بيان وروسته فرمايي : {إِلَّا مَنْ تَابَ وَآَمَنَ وَعَمِلَ عَمَلًا صَالِحًا فَأُولَئِكَ يُبَدِّلُ اللَّهُ سَيِّئَاتِهِمْ حَسَنَاتٍ وَكَانَ اللَّهُ غَفُورًا رَحِيمًا} [الفرقان: 70]. مګر هغه چا چې ( له ګناهونو څخه وروسته ) توبه ايستلې وي او ايمان يي راوړی وي او ښه عمل يې کړی وي . د دغسې خلکو بدۍ به الله جل جلا له  په ښو واړوي . او الله جل جلا له  بخښونکی او مهربان دی .

و لقوله سبحانه وتعالی :

فَإِنْ يَتُوبُوا يَكُ خَيْرًا لَهُمْ وَإِنْ يَتَوَلَّوْا يُعَذِّبْهُمُ اللَّهُ عَذَابًا أَلِيمًا فِي الدُّنْيَا وَالْآَخِرَةِ وَمَا لَهُمْ فِي الْأَرْضِ مِنْ وَلِيٍّ وَلَا نَصِيرٍ [التوبة: 74] .

(اوس ) که دوی توبه وکړي ، دا به دوی ته ښه وي او که مخ واړوي الله جل جلا له  به دوی په دنيا او آخرت کې په دردناک عذاب سره وکړوي او دوی ته به د ځمکې پر مخ نه کوم دوست وي او نه هم مرستندوی .

د امام ابوحنيفه او امام مالک په نزد کچيرې مجرم توبه وباسي حد نه ساقطيږي بلکي حد به ور باندې جايري کيږي ځکه توبه د حد څخه وروسته وي په دليل د دغه احاديثو :

اذا قطعت يد السارق فتاب سبقته يده الى الجنة وان لم يتب سبقته يده الى النارالجامع للسيوطي ج2 ، ص43 (20011)

رسول الله صلی الله عليه وسلم د يوې زاني ښځې باندې د حد جايري کيدو په اړه فرمايي

لقد تابت توبةً لو قُسِّمَتْ بين سبعين من أهلِ المدينةِ لوسِعَتْهُم ( المسلم )

و الله سبحانه وتعالی

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي