د لاسونو پړکول او چک چکې وهل د کافر قوم عادت دی

په نن عصر کې په مجالسو ، مکاتبو او نورو ځايونو کې د استقبال او ترغيب د پاره خلک لاسونه پړه کوي او چک چکې وهي دا کار د مسلمان له شانه سره قطعاً نا مناسب او نا جايز عمل ځکه دغه عادت د کافرانو عادت دی چې په قرآنکريم داسې بيان شوی دی

الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَمَا كَانَ صَلاتُهُمْ عِنْدَ الْبَيْتِ إِلا مُكَاءً وَتَصْدِيَةً]

(د هغوی دعا او عاجزي د مسجدالحرام تر څنګ بې له غږ پورته کولو او چکچکو بل څه نه وه ) .[انفال:35]

مسلمانانو ته په کار ده چې د کفري عاداتو څخه ځان وساتي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً