د عشره مبشره حديث د صحت په اړه معلومات راکړئ

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته تاسی ته خدای دی وکړی چی روغ او جوړ ووسی د خدای ج له دربار څخه ستاسی سلامتیا غواړم
ستاسو محترمو څخه یو پوښتنه لرم هیله ده چی په اسلامی شریعت کی راته ځواب ووایاست
البته زما پوښتنه د عشره مبشره حدیث شریف په اړه ده چی> قال رسول الله صلى عليه وسلم: أبوبكر في الجنة وعمر في الجنة وعثمان في الجنة وعلي في الجنة وطلحه في الجنة وزبير في الجنة وعبدالرحمن بن عوف في الجنة وسعد بي أبي وقاص في الجنة وسعيد بن زيد في الجنة وأبو عبيدة بن الجراح في الجنة.
البته شعیه مذهب والا وايی: چی دغه حدیث شریف په صحیح بخاری او صحیح مسلم کی نقل شوی نده دلته نو دغه موضوع په ذهن کی یو سوال پیداکوی او وای چی ددی محترم کتابونو مولفین په دغه حدیث باندی متمین (باور) نه درلود که نه نو دا حدیث به یی هم روایت کړی وای

دوهم خبره دغه حدیث شریف عشره مبشره، په سُنن ترمذی و مسند حنبل، «حدیث عبدالرحمن بن عوفد تر عنوان لاندی» راغلی ده چی. دغه حدیث شریف دحمیدبن عبدالرحمن له قول نه نقل شویده چی وای ما د غه حدیث شریف د خپل پلار سخه می واریدل چی د پیغمبر اکرم صلی الله علیه وسلم سخه نقل کړی. او په دغه وخت کی حمید بن عبدالرحمن په کال کی ۳۲ ه ق کی زیږیدلی او پلار عبدالرحمن بن عوف په هماغه کال ۳۳ه ق کی له دنیا نه سترګی پټی کړی او په دغه وخت کی حمید بن عبدالرحمن تقریبا یو کال او یا لږتر تر یوکال وو .نو څنګه کولای د خپل پلار سخه یو حدیث شریف نقل کړی .

نصير هاشمي

 ———————————————————————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې شعيه ګان خو صحيح البخاري او صحيح المسلم د اهل سنت و الجماعت کتابونه ګڼې او هغوی د ځان د پاره د احاديثو نور کتابونه لري .

دوهم : دا د ګمراهۍ عقيده ده چې صحيح احاديث يوازې په صحيح البخاري او صحيح المسلم کې دي او بس ګواکي صحيح احاديث په موطا امام مالک ، صحيح ابن حبان او صحيح خزیمة  هم جمع شوی دي .

علاوه د هغو کتابونو څخه چې يوازې صحيح احاديث پکې ذکر شوی د احاديثو په نورو کتابونو لکه امام ترمذې ،ابؤداود ،ابن ماجه ،نسائي او د احاديثو په نورو کتابونو کې هم صحيح احاديث شته مګر دومره ده چې دغو کتابونو کې صحيح ،حسن او ضعیف هم نقل شوي دي چې هغه د علماؤ د دقيقو څیړنو په وسيله په نښه شوی دی چې کوم یې صحيح او کوم حسن او ضعيف دي .

هغه څوک چې يوازې د صحيحينو په کتابونو باندې  باور کوي او د سنتو نورو کتابونو ته اهميت نه ورکوي نو هغه يقيناً د نبي صلی الله عليه وسلم په احاديث کې ګماه شوی دی .

دريم : د عشره مبشره حديث شريف صحيح دی په لاندې مراجع کې ذکر شوی دی :

۱-  أبو بكرٍ في الجنةِ، وعمرُ في الجنةِ، وعثمانُ في الجنةِ، وعليٌّ في الجنةِ، وطلحةُ في الجنةِ، والزبيرُ في الجنةِ، وعبدُ الرحمنِ بنُ عوفٍ في الجنةِ، وسعدُ بنُ أبي وقاصٍ في الجنةِ، وسعيدُ بنُ زيدٍ في الجنةِ، وأبو عبيدةَ بن الجراحِ في الجنةِ

الراوي: سعيد بن زيد و عبدالرحمن بن عوف المحدث:السيوطي – المصدر: الجامع الصغير – الصفحة أو الرقم: 73
خلاصة حكم المحدث: صحيح

۲-  أبو بكرٍ في الجنةِ وعمرُ في الجنةِ وعليٌّ في الجنةِ وعثمانُ في الجنةِ وطلحةُ في الجنةِ والزبيرُ في الجنةِ وعبدُ الرحمنِ بنُ عوفٍ في الجنةِ وسعدُ بنُ أبي وقاصٍ في الجنةِ وسعيدُ بنُ زيدِ بنُ عمرو بنُ نُفَيْلٍ في الجنةِ وأبو عبيدةَ بنُ الجراحِ في الجنةِ

الراوي: عبدالرحمن بن عوف المحدث:أحمد شاكر – المصدر: مسند أحمد – الصفحة أو الرقم: 3/136
خلاصة حكم المحدث: إسناده صحيح

۳- أبو بكر في الجنة وعمر في الجنة وعثمان في الجنة وعلي في الجنة وطلحة في الجنة والزبير في الجنة وعبد الرحمن بن عوف في الجنة وسعد بن أبي وقاص في الجنة وسعيد بن زيد في الجنة وأبو عبيدة بن الجراح في الجنة .

الراوي: عبدالرحمن بن عوف المحدث:الألباني – المصدر: صحيح الترمذي – الصفحة أو الرقم: 3747
خلاصة حكم المحدث: صحيح

۴- عشرة في الجنة : النبي في الجنة ، وأبو بكر في الجنة ، وعمر في الجنة ، وعثمان في الجنة ، وعلي في الجنة ، وطلحة في الجنة ، والزبير بن العوام في الجنة ، وسعد بن مالك في الجنة ، وعبد الرحمن بن عوف في الجنة ، وسعيد بن زيد في الجنة

الراوي: سعيد بن زيد المحدث:الألباني – المصدر: صحيح الجامع – الصفحة أو الرقم: 4010
خلاصة حكم المحدث: صحيح

۵- أبو بَكرٍ في الجنَّةِ وعمرُ في الجنَّةِ وعثمانُ في الجنَّةِ وعليٌّ في الجنَّةِ وطلحةُ في الجنَّةِ والزُّبيرُ في الجنَّةِ وعبدُ الرَّحمنِ بنُ عوفٍ في الجنَّةِ وسعدٌ بنُ أبي وقاصٍ في الجنَّةِ وسعيدٌ بنُ زيد في الجنَّةِ وأبو عبيدةَ بنُ الجرَّاحِ في الجنَّةِ

الراوي: عبدالرحمن بن عوف المحدث:ابن حجر العسقلاني – المصدر: تخريج مشكاة المصابيح – الصفحة أو الرقم: 5/436

آن لاين اسلامي لارښود – دفاع عن السنه څانګه

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    څرنګه چی زما پوښتنه د موضوع سره تړاو نه لری خو زما لپاره ډیره مهمه ده هیله ده ځواب یی راکړی.
    قدرمند مولوی صاحب زمونږ په کلی کی یوه میرمن تقریبا د 15 کلنو را دیخواځان په پیرانو اخته کړی دی او خلکو ته وایی چی زه پیرانی یم او هغه میرمنی چی اولادونه نه لری دی ته ورځی او دا ورته د جمعی په شپه تعویذونه او نور کاغذونه چی کافی په ماشین کی اخستل شویده د 5000 څخه تر 10000 افغانیو په بدل کی ورکوی ورته وایی چی دا کاغذونه سهار او ماښام ژوی اوبه یی تیروی د دغه کاغذونو په یوه برخه کی د الله نومونه، د قرانکریم ایتونه او په بله برخه کی یی د 154632 عدونو غوندی حساب لیکل شوی وی.
    د الله جل جلاله څخه ډیر شکرګذار یم ماته یی یو اولاد راکړیدی زما زوی تقریبا اوس د دریو کلونو شااوخوا دی زما بل اولاد تر اوسه ندی شوی زه غواړم چی الله جل جلاله ماته نور اولادونه هم راکړی نو تاسو ماته یوه لاره راوښایی چی زه د نورو صالحو اولادونو څیښتن شم دوا می هم ډیره کړیده کوم اثر یی ندی کړی زه اوس څه وکړم دغه ښځی ته د تعویذونو لپاره لاړشم او که څنګه.
    که مهربانی وکړی ماته د قرانکریم داسی صورتونه او دعاګانی وښایی چی زه پری اوبه دم کړم او میرمن ته می ورکړم تر څو د اولادونو څیښتنان شوو.
    په درناوی

  2. السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته
    مننه ستاسی سخه: ما دخپل سوال ځواب ترلاسه کړل
    —————————–
    البته شعیه مذهب والا وايی: چی دغه حدیث شریف په صحیح بخاری او صحیح مسلم کی نقل شوی نده دلته نو دغه موضوع (((((((دشعیه ګانو)))))) په ذهن کی یو سوال پیداکوی او وای چی ددی محترم کتابونو مولفین په دغه حدیث باندی متمین (باور) نه درلود که نه نو دا حدیث به یی هم روایت کړی وای
    ——————————
    دا دشعیګانو قول وو چی ما ذکر کړی وو یواځی دشعه لفظ را سخه هیر شوی وو ځکه دا فارسی لیکنه وو ما ترجمه کړی وو
    ———————————
    او ما ددی دسوا په ځواب کی داسی هم ویلی وو
    د ۱سوال ځواب:
    دبخاری او مسلم نه ذکر کول دا معنی نه ورکوي چی هغوی پری مطمئن نه وو بلکی بخاری او مسلم د صحیح روایاتو څخه یو مقدار راجمع کړي چی دا بخاری او مسلم دي باقی هغو په خپله ووییلی چی ډير صحیح روایات مونږ څخه پاتی دي چی مونږ ندی ذکر کړي په خپلو کتابونو کی.

    د ۲ سوال ځواب:
    قال: مُحَمَّد بن عمر، يعني الواقدي: ، وكان ثقة كثير الحديث، وتوفي بالمدينة سنة خمس وتسعين (التھزیب الکمال )
    قال مُحَمَّد بن سعد: وقد سمعت من يذكر أنه توفي سنة خمس ومئة، وهذا غلط (تھزیب الکمال)
    واقدی وایی چی حمید بن عبدالرحمن ثقه راوي دې
    او محمد بن سعد وایی چی ما د چا نه هم داسی ندی اوریدلی چی هغه ۱۰۵ کی وفات شوی او که څوک وایی غلط او دروغ دي
    بلکی د ده وفات په ۹۵ کی شوی چی دابلکل صحیح دې

    (طبقات ابن سعد ج ۵ مخ ۱۴۱)

    نو ددی حساب څخه دده زوکړه په ۲۲ کی کیږي چی کله پلار عبدالرحمن بن عوف وفات کیده نو دده عمر وو ۱۰کاله او دی عمر کی یو شخص کولی شی چی څه د چا څخه واوري او زده کړي
    ————————-
    اودریم دا حدیث شریف په دغه کتاب احادیث مشکوة شریف دوهم جلد ۵۶۶ مخ باب مناقب العشره
    ————————–
    خو دا ډیر بیکاره قوم ده الله دی دوی وشرموی قناعت بیلکول نه کوی بغیر له بیعزتی نه بل کار نلری

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي