د والدينو د طرف نه تر صدقې ورکولو هغوی ته دعا کول غوره دي

سوال : آيا د خبل مال څخه مې د خپلې مور د پاره صدقه ورکولای شم ؟ ايا ددې صدقې ثواب زما مور ته رسيږي ؟

ځواب : هو ، دا رواه ده چې سړی د خپل وفات شوی مور يا پلار د طرف نه  صدقه ورکړي  ،او د صدقې ثواب په چا پسې چې شوی وی رسيږي , دليل دا دی چه په صحيح بخاري کې روايت دی چې

يو سړی پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته راغی او ويی ويل :

« إِنَّ أُمِّي افْتُلِتَتْ نَفْسُهَا – أی ماتت بغتة- وَأُرَاهَا لَوْ تَكَلَّمَتْ تَصَدَّقَتْ، أَفَأَتَصَدَّقُ عَنْهَا؟ قَالَ: نَعَمْ »[1]

مور مې ناچاپه وفات شو زما په نظر که د خبر و کولو فرصت يې پيدا کړی وای نو صدقه يې ادا کوله ، ايا کولای شم د هغه له طرفه صدقه ورکړم ؟ پيغمبر صلی الله عليه

وسلم وفرمايل : هو .

همدارنګه  پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ  سعد بن عباده رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُا ته اجازه وکړه تر څو د خرما باغ د مور د وفات وروسته د هغه د پاره صدقه کړي .[2]

مګر بايد په دې پوه شو چې د انسان د پاره غوره داده چې په خپل مور او پلار پسې دعا وکړي او د نيکو اعمال ثواب ورته وبخښﺉ ځکه هغه څه چې د خيرالقرون علماؤ تر سره کړي دي همدا ؤ .

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم ارشاد مبارک دی : « إِذَا مَاتَ الْإِنْسَانُ انْقَطَعَ عَنْهُ عَمَلُهُ إِلَّا مِنْ ثَلَاثَةٍ: إِلَّا مِنْ صَدَقَةٍ جَارِيَةٍ، أَوْ عِلْمٍ يُنْتَفَعُ بِهِ، أَوْ وَلَدٍ صَالِحٍ يَدْعُو لَهُ»[3]

کله چې انسان مړ شي عمل يې قطع کيږي بغير له دريو څيزونو : جايري صدقه ، يا داسې علم چې له هغه څخه د خير استفاده کيږي او يا صالح اولاد چه د مور او پلار د پاره دعا کوي .

[1] بخاری1388،2760،و مسلم1004

[2] بخاری2762

[3] مسلم 1631

Print Friendly, PDF & Email