په موزامبيک کې د بې جوماته کلي سره مرسته

اسلام عليکم

الله مو ژوندی او کاميابه لره ، زما پوښتنه دا ده چې په موزامبيک (mozambic ) کې چې د کفارو ملک دی هلته د مسلمانانو يو کلی شته چې نه جومات ، نه مدرسه نه ديني کتابونه لري ، هغوی ډير فقيران ډوډی نه لري ، دوه کسه مسلمانان هلته تللي وو او د هغوی فلمبرداري يې کړې وه .

اوس که چيرې سړی د دغو کسانو د جومات ، مدرسې او نورو کې مرسته وکړي صحي او که نه سړی يوازې پخپل ملک کومک وکړي .

ګران آغا

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

مسلمانان ټول د يوه جسد حيثيت لري ، هغه مسلمانان چې کمزوري وي بايد نور مسلمانان د هغوی سره مرسته وکړي

قال الله تعالى : ( إِنَّمَا الْمُؤْمِنُونَ إِخْوَةٌ ) الحجرات /10 ) . وقال النبي صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ .. ) . رواه البخاري (2442) .

په اسلام کې جومات لوی حيثيت لري لکه څنګه چې د انسان د ژوند د بقاء د پاره کور مهم دي تر څو انسان د سختې يخنۍ يا سختې ګرمۍ او نور طبعي آفاتو څخه وساتل شي او همدارنګه د هغه د لمر ، سيورې او نورو آسانتياوو څخه  استفاده وکړي همداسې جومات هم د دين د بقاء او قيام د پاره مهم دي جومات د ځمکې پر مخ د دين د نصرت او قيام د پاره اولينه نښه او ځای دی.

بيا په خاص ډول په غير مسلم ملک کې چې هلته مسلمانان هره لحظه د کفري عقائدو او اعمالو تر تأثير لاندې وي جومات ، مدرسه او ديني مواد اسلامي دعوت زيات اهميت لري او په دغه سيمه کې د اسلام شعائر او نښې لوړيږي د مسلمانانو د تقويت او اسلام ته د کفارو د ميلان سبب ګرځي .

د جومات د آبادولو او ودانولو اهميت دلته وګورئ .

پاتې شوه دا مسئله چې بل هيواد ته د صدقاتو انتقال څه حکم لري ؟

د جومات د پاره چنده کول جايز دي تفصيل

او بل هيواد ته د صدقاتو انتقال جايز دی او که نه ؟

که چيرې پخپل ښار کې حاجت نه وي د نورو ښارونو يا هيوادونو محتاجو مسلمانانو ته د صدقات نقلول اتفاً جايز دي او که پخپل ښار کې حاجت وي نو بيا يې نقلول د احنافو په نزد مکروه تنزيهی يعنې خلاف اولی (جايز دي مګر پخپل ښار لګول يې غوره دي ) .

وفي الموسوعة الفقهية: ( إذا فاضت الزّكاة في بلدٍ عن حاجة أهلها جاز نقلها اتّفاقًا ، بل يجب ، وأمّا مع الحاجة فيرى الحنفيّة أنّه يكره تنزيهًا نقل الزّكاة من بلدٍ إلى بلدٍ ، وإنّما تفرّق صدقة كلّ أهل بلدٍ فيهم ، لقول النّبيّ صلى الله عليه وسلم: «تؤخذ من أغنيائهم فتردّ على فقرائهم» .
ولأنّ فيه رعاية حقّ الجوار ، والمعتبر بلد المال ، لا بلد المزكّي.
واستثنى الحنفيّة أن ينقلها المزكّي إلى قرابته ، لما في إيصال الزّكاة إليهم من صلة الرّحم.
قالوا: ويقدّم الأقرب فالأقرب.
واستثنوا أيضًا أن ينقلها إلى قومٍ هم أحوج إليها من أهل بلده ، وكذا لأصلح ، أو أورع ، أو أنفع للمسلمين ، أو من دار الحرب إلى دار الإسلام ، أو إلى طالب علمٍ.  (الموسوعة الفقهية )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

 آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تعليقان

  1. asalamalikum jazakallah der shs jawab wo.
    yawa poshtana bala kawam haga da chi ma da masji dajurydo neyat karydi za ka pa mozambec ki masjid jur kam chi haga khalq der zaroat warta lary laka so wrazy makh ki ma taso ta tapsil likali wo sha ba wi av ka pa khpal watan ki ba shawi . bala khabara dada chi za pa swedan ki osam moz afghanano yaw bilding karaye kari di da haga sakha mo mosalla {masjid} jur kary di kho chi zmaka akhly av masjid par jurawi pa miluono pisy guwary chi was mo na pa rasizi . zma matlab dadi chi da mozambic masjid da watan da masjid sakh pa arzana jurizi ya ba laz parq walary pa kom yaw ki sawab der di
    bala poshtana dada chi da mozambic haga mosalmanano wrono ta diney ketabona quranona av da obo barmy wahalo dafara pisycpa zakat ki astawalaisi ka sanga dera manana

  2. بسم الله الرحمن الرحيم
    که چيرې د تاسو ټولو په کومک سره پخپل اقامت ځای (سويډن) کې جومات جوړولای شئ نو بايد د خپل جومات د پاره صدقه ورکړئ په دې صورت کې يې بل ښار ته نقلول خلاف اولی دي لکه پورته چې ذکر شول .
    او که ستاسو پر وطن کې جوړول امکان نه لري د موزابيک د مسلمانانو سره کومک کولای شې لوی اجر دی د کفارو په ملک کې د جومات او ديني مرکز فعالول لوی اهميت لري چې د جومات ودانولو په مطلب کې مو پوره ذکر کړی دی .
    دا کومک به صدقه او خيرات وي د زکات په پيسو باندې جومات جوړول نه صحي کيږي بلکې دا به د زکات څخه علاوه ستاسو نوره جايري صدقه وي د مرګ نه وروسته به يې هم ان شآء الله اجر او ثواب در رسيږي .
    او الله دې په ټولو مسلمانانو کې د تاسې غوندې فکر ، احساس او نيت پيدا کړي چې د اسلام د بقا او قيام د پاره خپل مال او خپل استعداد صرف کړي .
    الله دې ددې نيک اقدام د سر ته رسولو پوره توان او همت درکړي الله مو په سر او مال کې برکت واچوه ، د خير په کار کې بيړه په کار ده ځکه چې شيطان کوښښ کوي مسلمان د نيک کار څخه پښیمانه يا په هغه کې ځنډ راولي
    ډير غوره اقدام کړی دی هيله ده د هغه په عملي کولو کې بيړه وکړئ
    الله مو کاميابه لره
    الله مو مل او ملګری شه
    آن لاين اسلامي لارښود

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي