په دوکاندارۍ کې څو فيصده ګټه کول جايز دي؟

 اسلام علیکم ورحمته الله وبر کا ته !
هیله ده چی جور روغ او خوشحاله وی گرانو دوستانو :
زه یوه پوشتنه لرم هغه دا چی کله سری دو کانداری کو ی نوسوفیصده اعظمی طور سره فا یده رواه ده الته اعظمی فا یده

نجيب الرحمن

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلامي شريعت کې د ګټې اندازه نه ده تعين شوې مګر په اسلام کې انصاف او عدل د تجارت او بيع بنياد دی .

په تجارتي جنس کې کټې کولو ته په اسلامې شريعت کې بيع المرابحه وايي .

په اسلامې شريعت کې د مرابحې يا ګټې حد نه دی تعين شوی .

لقوله تعالی : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَأْكُلُواْ أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ إِلاَّ أَن تَكُونَ تِجَارَةً عَن تَرَاضٍ مِّنكُمْ (النساء ۲۹ ) .

ژباړه : ای مؤمنانو ! په ناحقه سره خپلې شتمنۍ په خپلو منځونو کې مه خورئ مګر دا چې تجارت وي چې ستاسې په خوښی سره سر ته ورسيږي .

عن أبي سَعِيدٍ الْخُدْرِيَّ رضي الله عنه قَالَ : قال رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّمَا الْبَيْعُ عَنْ تَرَاضٍ ) . (صحيح ابن ماجه -2185 )

له ابی سعيد الخدری رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : بيع به د طرفينو په خوښه تر سره کيږي (که د کوم طرف خوښه نه وي بيع نه صحي کيږي ) .

په اسلامې شريعت د نرخونو آزادي ده :

عن أنس رضی الله عنه قال: غلا السعر على عهد رسول الله صلى الله عليه وسلم فقال الناس: يا رسول الله غلا السعر فسعر لنا، فقال رسول الله صلى الله عليه وسلم: “إن الله هو المسعر القابض الباسط الرازق، وإنی لأرجو أن ألقى الله وليس أحد منكم يطلبنی فی دم ولا مال ( ترمذي ، ابن ماجه ، ابوداود) .

ژباړه : د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چې يو ځل د رسول الله صلی الله عليه وسلم په زمانه کې ډيره ګراني شوه ، نو خلکو حضور صلی الله عليه وسلم ته عرض وکړ چې حضور ! تاسې نرخ مقرر کړئ – او سوداګر په هغه پابند کړئ – رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل : چې د نرخ کم او زيات کولو واله الله تعالی دی هغه تنګي يا فراخي را وستلو واله دی ، هغه د ټولو روزې رسان دی او زه هيله کوم چې د الله تعالی سره په داسې حال کې ملاقي شم چې څوک زما نه د ځان او مال ، ظلم او حق تلفئ غوښتوونکی نه وي .

معارف الحديث په تشريح د دغه حديث شريف کې ليکلي دي چې ګراني دوه ډوله ده يو په طبعي شکل د قحط له امله وي چې د انس رضی الله عنه د حديث نه طبعي يا د قحط ګراني معلوميږي .

او بل د سوداګرو د ډيرې ګټې د پاره  مصنوعي قلت دی چې قيمتونه زيات کړي .

شاولی الله دهلوي رحمه الله ويلي دي چې : کچيرې حاکم دا محوس کړي چې سوداګر د عامو خلکو سره ظلم او زياتی کوي او په نصيحت او وعظ نه اصلاح کيږي نو هغه قيمتونه کنترولولای شي ځکه چې دا فساد فی الارض دی د الله تعالی په مخلوق باندې تباهي راوستل دي .

لکن په هر حال د حضرت انس رضی الله عنه ددې حديث شريف تقاضا دا ده چې د نرخ د کنترول څخه ځان بچ شي او په هغه صورت کې کنترول کولای شي چې د عوامو سره ښکاره زياتی کيږي .

امام مالک په موطا کې د سعيد بن المسيب تابعی روايت نقل کړی دی چې حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د مدينې په بازار کې حاطب بن ابی بلتعه و ليد چې وچ انګور په داسې نرخ باندې خرڅوي د حضرت عمر رضی الله عنه په نزد نامناسب نرخ وو – نو هغه ور ته و فرمايل : اما ان تريد فی اسعر و اما ان ترفع من سوقنا ( يا ته خپل نرخ مناسب کړه او يا خپل مال د بازار نه پورته کړه ) .

اسلامې تجارت په صدق ، عدل او انصاف ولاړ دی :

سره له دې چې په اسلامې شريعت کې د نرخ آزاد پريښودل دي او همدارنګه د ګټې حد نه دی تعين شوی ، تجاران او سوداګر به په ګټه کې انصاف او عدل کوي .

پخپلو کړيو وعدو او قراردادونو به وفا کوي :

 يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا أَوْفُوا بِالْعُقُودِ -( المائدة : من الآية1

وَأَوْفُوا بِالْعَهْدِ إِنَّ الْعَهْدَ كَانَ مَسْؤُولاً- (الاسراء : من الآية34

بيع مرابحه يو امانت دی چې بيع امانت هم ور ته وايي د امانت خيال به ساتي او په هغه کې به خيانت نه کوي :

 ( إِنَّ اللَّهَ يَأْمُرُكُمْ أَنْ تُؤَدُّوا الْأَمَانَاتِ إِلَى أَهْلِهَا) (النساء : من الآية 58)

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا إيمان لمن لا أمانة له ولا دين لمن لا عهد له (راوي : انس بن مالک – مشکاة المصابيح 73/1 ).

ايمان نشته هغه چا لره چه امانتداره نه وي او دينداره نه وي هغه څوک چه پر خپله وعده وفا نه کوي (د ايمان  او دينداری نه مراد کامل ایمان دی) .

په معاملاتو کې به عدل کوي :

وَتُقْسِطُوا إِلَيْهِمْ إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الْمُقْسِطِينَ ] [الممتحنة:8]

[ يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا كُونُوا قَوَّامِينَ لِلَّهِ شُهَدَاءَ بِالْقِسْطِ وَلا يَجْرِمَنَّكُمْ شَنَآنُ قَوْمٍ عَلَى أَلَّا تَعْدِلُوا اعْدِلُوا هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى وَاتَّقُوا اللَّهَ إِنَّ اللَّهَ خَبِيرٌ بِمَا تَعْمَلُونَ ] [المائدة:8] .

د درواغو قسمونو ، فريب ، سود ، احتکار او ټولو حرامو معاملاتو څخه به ځان ساتي :

که په تجارت کې پورته ظوابط په نظر کې و نه نيول شي نو ظلم او زياتی دی :

( وَمَنْ يَتَعَدَّ حُدُودَ اللَّهِ فَأُولَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ) البقرة : من الآية229

(الضوابط تجارة – معاملات المعاصره مدينه منوره )

په تجارت کې د درواغو قسمونو ، چل او فريب سخت وعيد :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ومن غشنا فليس منا (راوي : ابوهريره – المسلم 101)   فريب وركونكي له موږ څخه نه دی .

عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضی الله عنه عَنِ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  قَالَ: «ثَلاثَةٌ لا يُكَلِّمُهُمُ اللَّهُ يَوْمَ الْقِيَامَةِ، وَلا يَنْظُرُ إِلَيْهِمْ: رَجُلٌ حَلَفَ عَلَى سِلْعَةٍ لَقَدْ أَعْطَى بِهَا أَكْثَرَ مِمَّا أَعْطَى وَهُوَ كَاذِبٌ، وَرَجُلٌ حَلَفَ عَلَى يَمِينٍ كَاذِبَةٍ بَعْدَ الْعَصْرِ لِيَقْتَطِعَ بِهَا مَالَ رَجُلٍ مُسْلِمٍ، وَرَجُلٌ مَنَعَ فَضْلَ مَاءٍ، فَيَقُولُ اللَّهُ: الْيَوْمَ أَمْنَعُكَ فَضْلِي كَمَا مَنَعْتَ فَضْلَ مَا لَمْ تَعْمَلْ يَدَاكَ». (بخارى:2369)

ژباړه: د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : دری ډلې دي چې د قيامت په ورځ له هغوی الله تعالی خبرې نه کوي ، او هغوی ته نظر نه کوي : يو هغه کس چې قسم خوري چې ما خپل تجارتي جنس په دومره قيمت اخيستی حال دا چې حقيقي قيمت هغه نه وي او دروغ وايي ، بل هغه سړی چې وروسته له مازديګر څخه په دروغو قسم کوي تر څو د مسلمان مال پخپله تصرف کې راولي ، بل هغه څوک چې د اضافي ابو يا عامو د ورکولو مانع شي ، پس الله تعالی فرمايي : نن ورځ زه تا د خپل فضل څخه محروموم لکه څنګه چې تا نور د هغه اوبو نه محروم کړی وو چې ستا کسب نه وو .

و الله سبحانه و تعالی اعلم

الله تعالی دی خپل فضل وکړي نن اکثره معاملات په بې انصافۍ ، درواغو ، چل او فريب بنا دي .

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً