د لمانځه په باره کې د يوې بې اصله خبرې رد

د دعوت سایت تولو محترمو او قدرمنو کارکونکو ته اول ډیر سلامونه خدای دی وکری چی روغ اوسی .
پوشتنه دا ده که چیری یوه ښځه خپل خاوند لمانځه ته راویخ اویا ورته ووایی چی پاسه لمونځ وکه نو ایا دا لمونز صحیح دی که نه بغضی خلک وایی چی دا صحیح نه دی وسلام- نعمت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د کور مشر مسئوليت لري چې خپلې ښځې وروڼو ، خوندو او اولادونو ته په لمانځه کولو حکم وکړي ، که هغوی بيده وي بايد د لمانځه د پاره يې پاچوي .

لقوله سبحانه وتعالی : وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْعَلَيْهَا

ژباړه :اهل ته مو په لمانځه کولو امر کوه او خپله يی هم کوه .

او فرمايي : يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنْفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَاراً (ای مؤمنانو خپل ځانونه او خپل اهل عيال مو د دوزخ له اوره وساتئ ) .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : ” رحم الله رجلا قام من الليل فصلى فأيقظ امرأته فصلت ، فإن أبت نضح في وجهها الماء ” . رواه أحمد وأبو داود ، صحيح الجامع 3488

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : الله جل جلا له  دې په هغه سړي رحم وکړي چې د شپې پاڅيږي لمونځ وکړي او خپل ښځه هم پاڅوي او له هغه سره لمونځ وکړي ، او د نه بيداری په صورت کې د هغې پر مخ اوبه اچوي .

او که کله ښځه بيداره او خاوند يې بيده وي او د لمانځه وخت نو دا د ښځې مسئوليت دی چې خپل خاوند د لمانځه د پاره بيدار کړي

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ (البخاری ) حکم د نارينه او ښځې د پاره عام دی

او دا خبره چې که ښځه خپل خاوند د لمانځه د پاره پاڅوي لمونځ نه صحي کيږي هيڅ اصل او بنياد نه لري او دا يو شيطاني او جاهلي ضد او غيرت دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً