کفارو ته د انتقالاتو (کمپاين) په شرکت کې دنده اجرا کول

سلامومنه او نیکی هیلی ټولو د آنلاین اسلامی لارښود چلونکوته:
زه له شخصی کمپنی سره کار کوم او دا کمپنی ټول قراردادنه دا دی چی د کفاره ته انتقالات کوه مثال تیل او داسی نور دا کمپنی داسی نور کارنه ورسره کوي چی کله یو درایور ورته باره یوسی او ورسته باقی کرایی په ځای ورته نو جنس ورکوی البته په رضآیت نه په جبر باندی او هغه درایور هغه ورسره قبول نکړی نو بیا ورڅخه نقدی پیسی ګر ځوی یعنی کوم جنس چی د کمپنی لخواورکول کیږ 10000 دالر ارزښت نه لری خو دوی ته یی په لس زرو په بدل کی ورکوی او که درایور یی وانخلی نو ورڅخه 1000 دالر ګرځوی چی داماه تاوان دی له مجبوری هغه هم ورسره قنعت کوی او ټول مالی حسابونه یی زما به غاړه دی . کوم مفاد چی شرکت اخلی په ناروا باندی زه هم ګناه ګار یم کنه.
که ددی په اړه معلومات راکړی نوډیره مهربانی به مو وی – هيواد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاسې ته جايز نه ده چې په دې ډول شرکت کې دنده تر سره کړئ ځکه يرغلګرو کفارو ته د تيلو ، البسې ، خواراکې موادو او نورو انجاسو رسول او انتقال اشد موالات بلل کيږي چې په اسلامي شريعت کې سخت جرم او د اسلام او مسلمانانو پر ضد د کفارو حمايه مرسته کول دي .

لقوله سبحانه تعالی : [ إِنَّمَا يَنْهَاكُمُ اللَّهُ عَنِ الَّذِينَ قَاتَلُوكُمْ فِي الدِّينِ وَأَخْرَجُوكُم مِّن دِيَارِكُمْ وَظَاهَرُوا عَلَى إِخْرَاجِكُمْ أَن تَوَلَّوْهُمْ وَمَن يَتَوَلَّهُمْ فَأُوْلَئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ ] [الممتحنة:9] ) ً الله تعالی تاسې منع کوي له دوستۍ د  هغو خلکو چې ستاسې سره په دين کې جنګيدلي وي او تاسې يې له خپلو کورو ويستلی وی او هغه چې شريک شول په ويستلو د تاسې کې  او څوک چې د دوی سره دوستي کوي پس هغه دي ظالمان (.

او فرمايي : ( يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ لاَ تَتَّخِذُواْ الْيَهُودَ وَالنَّصَارَى أَوْلِيَاء بَعْضُهُمْ أَوْلِيَاء بَعْضٍ وَمَن يَتَوَلَّهُم مِّنكُمْ فَإِنَّهُ مِنْهُمْ إِنَّ اللّهَ لاَ يَهْدِي الْقَوْمَ الظَّالِمِينَ )   المائده 51

ژباړه :اي مؤمنانو! يهود او نصارا خپل ملګري مه نيسی دوی په خپلو منځو کې سره ملګري دي او که له تاسې څخه څوک هغه خپل ملګري ونيسي نو بيا هغه هم په همغوی کې شميرل کيږي ،پدې کې شک نشته چې الله ظالمان له خپلې لارښوني بې برخې کړي دي

فقهاء کرامو ليکلي دي چې ددې پيسو له ګټلو څخه د اور د سکروټو خوړل غوره او بهتره دي :

وقد نص فقهاء الإسلام في كتبهم من أئمة الحنفية والمالكية والشافعية والحنابلة وغيرهم من فقهاء الإسلام على تحريم بيعهم ما يستعينون به على المسلمين سلاحاً أو عتاداً أو دواباً فلا يجوز أن يعطوا طعاماً ولا أن يباع لهم طعام ولا شراب ولا ماء ولا خيام ولا شاحنات ولا نقل ولا أن تعقد معهم عقود صيانة أو نقليات ونحو ذلك والكسب الناتج عن ذلك كسب خبيث حرام ، وهو سحت، والسحت النار أولى به .

د فقهاؤ په اتفاق لکه ائمه حنفي ، ماليکي ، شافعي ، حنبلي او د امت نورو فقهاؤ په نزد د حربي کفارو سره بيع ، تجارت يا معاملات چې د مسلمانانو په مقابل کې د هغوی مرسته او مدد ور باندې کيږي حرام دي لکه سلاح ، او همدارنګه په هغوی باندې د خيمو ، خوراک او څښاک خرچول حرام دي ، د هغوی د نظامي او حربي وسائلو نقل او هغوی ته د سامان برابرول او نور حرام دي ددې کسب نه کټلی مال مردار او خبيث دی ، او تر دې  مال نه د اور سکروټې غوره دي .

نور تفصيل دلته وګورئ

https://dawat610.com/archives/2500

https://dawat610.com/archives/4721

خبردارئ : د مسلمان د پاره دا نه ښايي چې په پوره بې غيرتۍ ، دېوسۍ او بې ننګۍ د يرغلګرو کفارو حمايت ، مرسته او دوستي وکړي او خپل ايمان او د اسلام او مسلمانانو تباهي ، د مسلمانانو عزت ، آبرو او وقار په څو دالرو باندې خرڅ کړي او دغه د دنيا او آخرت ذلت قبول کړي ، که په رښتيا پر الله او ورځ د آخرت ايمان لرئ د کفارو له مرستې او مدد لاس واخلئ د الله تعالی حکم ته غاړه کيږدی او له دې کار څخه توبه وباسئ .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تبصرې

  1. قیس حمدی

    اسلام علیکم:
    درنو!
    زمونژ یو ملا امام دی چی مونژ ته هره ورځ جماعت راکوی یو څو ورځی کیژی چی دلمانځه وروسته په جماعت سره دعا نه کوی او دلیل داوایی چی دا په اسلام کی کوم اساس نه لری، له تاسو څخه غوښتنه کوو چی آیا دا په ریښتیا سره هم همداسی ده او که نه،
    مهربانی وکړی د قران اوسنت په رڼا کی ځواب راکړی. مننه
    (قیس حمدی)

  2. سلامونه اونیکی هیلی می ومنی گرانو وطندارانو اودویبپانی محترمو کارکونکودیر شه ویبپانه ده زما پوشتنه داده چی جهاد په افغانستان کی جنگه دی او که فرض دی ووایی چی جنگه اوآیا په اسلام مقدس دین کی خدمت کول وطن ته شته اوکنه اوانتهاری حلال که او حرام کاردی

    ځواب
    په افغانستان کې د جهاد حکم دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/334
    https://dawat610.com/archives/5867
    عملياتي انتحاري او تروريست کافرانه الفاظ دي چې کافرانو د يرغل پر وړاندې جهاد ته تروريست او اشتشهاد ته انتحار وايي مسلمان ته نه ښايي داسې الفاظ وکاروي
    د اشتشهاد حکم دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/5775
    د وطن خدمت کول په اسلام کې ښه عمل بلل شوی (خير الناس من ينفع الناس
    خو د يرغلګرو غلامۍ ، دوستۍ او د هغوی کومک کول د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې په اسلام کې خو پرېږده چې په يو دين او ملت کې هم خدمت نه بلکي غلامي ، خيانت او ډيوسي بلل کيږي

  3. آیا که یوه میرمن په خیته کی بچی ولری نودهغه سره دده خاوند کولی شی چی خلوت وکی اوکنه تشکر
    .

    ځواب دلته وګورئ
    https://dawat610.com/archives/5775

اترك تعليقاً