زه تاسی او ټولو لیدونکیو ددی ویب پاڼی ته د زره له کومی سلامونه وایم او زما پوشتنه له ستاسی څخه داده چه مونږ په ایران کی په اندازه د یو او یو نیم کال عمر تیره وو
آیا پرمونژ د جمعی د ورځی لمونځ فرض دی اوکه نه اوکه فرض وی د افغانستان د سفارت له خوا په ټاکل شوی امام پسی زمونژ لمونځ صحیح کیژی او که نه ډیره مننه له ستاسو که موجواب را ولیژلو والسلام
حاجی محمد ظريف ايران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
ستاسو د اقامت نيت له نېمې مياشتې او يا پنځلسو ورځو زيات دی نو مسافر نه ياست د جمعې لمونځ در باندې فرض دی
تفصيل دلته وګورئ https://dawat610.com/archives/4707
آن لاين اسلامي لارښود
داسلامی ان لاین کارکونکوته اسلام علیکم
خدای تعالی مو جنت په برخه کړه .زماورو موتراخلی معامله داسی ده چه هغه برګین موترددوکالوپه موده په ۹۰۰۰پونده ورکوی په قرضه اوکه نغدی روپی ورکړی په ۸۰۰۰ پونده باندی اوکه ددوکالوپه موده کی پیسی دنغدیی ورکړی نوبیابه په هم هغه ۸۰۰۰ پونده باندی وی ایادامعامله رواده اوکه نه .