پر جايداد باندې ملکيت څه وخت ثابتيږي ؟

په اسلامې شريعت کې په ځمکه يا جايداد يا مال باندې د سړي ملکيت په دريو طريقو سره ثابتيږي کوم چې ددې طريقو څخه په هر کومه طريقه د يو شي مالک شو نو بيا د ده ملکيت د اجازې نه بغير نه کوم کس او نه هم حکومت اخستی شي او نه هم بې اجازې په هغه کې څوک تصرف کولای شي .

البته د داسې ملکيت په تصرف کولو کې اسلامي حکومت هغه وخت څه پابندي لګولای شي چې د هغه مالک خپل مال په فضول خرچۍ کې مصرفوي يا د بل کس يا ټولنې په نقصان وي بغير ددې نه د څه تصرف کولو حق هيچا ته نشته .

دا دری صورتونه کوم چې په هغه سره ملکيت ثابتيږي دا دي :

۱- چې د طرفينو په خوښه د کوم چا څخه څه شي په قيمت سره واخلي يا چا ته څوک څه شی هبه کړي يا يې د انعام په شکل ورکړي نو په دې سره به د نومړی کس ملکيت ثابت شي ، خرچونکی ، هبه ورکونکی او انعام ورنکی په هغه کې د تصرف حق نه لري .

۲- دوهم صورت دا دی چې چا ته څه شی په ميراث ياتې شي .

۳- دريم صورت دا دی چې سړی پخپله خوارئ يا سرمايې لګولو سره څه مباح شی پخپله قبضه کې راولي .

مباح څيزونه کوم دي ؟

الله جل جلا له  په دې کائيناتو کې ډير څيزونه داسې پيدا کړی دی چې انسان پخپل محنت سره په هغه باندې قبضه لري مګر بې شميره داسې څيزونه هم شته چې هغه د ټولې انساني آبادۍ شريکه سرمايه ده لکه اوبه ، هوا ، بحر ، رڼا ، رکاز ، پخپله زرغون شوي واښه ، ځنګلونه او نور .

په دې څيزونو باندې کله او څنګه مليکت قايميږي ؟

په دغه څيزونو کې ځنې داسې دي چې په هغې باندې اسلام د چا ملکيت نه ثابتوي مثلاً سمندر ، سيند ، هوا او فضا ، رڼا چې هر انسان تر هغه وخته پورې استمالولای شي څو پورې نور ته ضرر او نقصان نه وي مثلاً په سمندر کې هر حکومت خپل تجارتي بړۍ ليږلی شي ، په فضا کې هر حکومت خپلې الوتکي الوزولای شي .

لکن که له فضا يا سمندر څخه کار اخيستل د بل په نقصان يا د بل ملک د حملي کولو د پاره وي نو بيا دا ډول حرکت او استفاده په اسلام کې ظلم او عضب بلل کيږي ځکه چې دا يو عام نعمت او رحمت دی هغه به بلا او مصبت نه ګرځوي .

همدا شان که څوک د کومې آلې په وسيله مثلاً له هوا يا د لمر له انرژي څخه کار اخلي نو ده ته د هغې حق دی مګر که دا آله د بل چا په ضرر وي بيا د کارولو حق نه لري .

او همدارنګه که څوک پخپله خواری يا سرمايې لګولو د بحر له ابو يا لمر څخه کار واخلي نو هغه به د هغه قدرې څيز مالک وي کوم چې ده پخپله قبضه کې راوستی وي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً