اسلام ته د غير مسلمو د بلنې خبرتيا !

د آن لاين اسلامي لارښود غاښليو لوستونکو !

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة

ستاسو راتګ دې د اسلام دغه خونې ته الله تعالی نيکمرغ کړي څرنګه چې دغه پاڼه يوازې د اسلام د خدمت د پاره خاص شوي ده او ښکاره ده چې هر کس دلته راځي هغه په نن عصر کې د ټولنې يو متقي او د الله جل جلا له په نزد خوښ کس دی ځکه کوم بنده چې الله تعالی خوښ کړي هغه فقهي ګرځوي (هغه ته د دين د مسائلو ) زده کړه ور په برخه کوي ځکه څوک چې د دين مسائل (حلال او حرام ) زده کړي هغه هيڅ کله د الله تعالی او رسول الله صلی الله عليه وسلم په ټاکلو پلو باندې نه ورخيږي که کله دا خطا ور څخه وشي خپل ځان ملامت ګڼې ځکه ده ته د هغه مسئلې په اړه علم وي چې زما څخه تجاوز شوي دی .

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم :

«مَنْ يُرِدِ اللَّهُ بِهِ خَيْرًا يُفَقِّهْهُ فِي الدِّينِ، … » (3116 بخاري ) .  

    يعنې : چاته چه الله تعالی د خير اراده وکړي نو په دين کښي پوهه ور په برخه کړي .

آن لاين اسلامي لارښود غواړي اسلام ته د غير مسلمو د بلنې څانګه فعال کړي ، په دغه څانګه کې به اسلام ته د غير مسلمو د بلنې ډيرې آسانه لارې ، طريقې او مواد خپاره شي چې هر ورور کولای شي بغير له زيات علم بغير له ديني موادو او بغير له دې چې په کوم بهرنۍ ژبه پوه شي خلک اسلام ته دعوت کړای شي .

په دې څانګه کې په پښتو ژبه باندې اسلام ته د غير مسلمو د بلنې لارې او طريقې تشريح شوی دي .

او د غير مسلمو د پاره په بهرنيو ژبو باندې کافي معلومات ټول شوي دي .

دا به ان شآء الله په افغانسان کې اسلام ته د غير مسلمو د بلنې لومړنۍ څانګه وي .

 اسلامي لارښود ټولو لوستونکو د ننه او بهر ميشتو ته دا بلنه ورکوي چې په دغه عالمي کمپاين کې خپله برخه واخلي الخصوص هغه وروڼو چې په بهرني ملکونو کې اوسيږي او يا په بهرنيو ژبو حاکم وي .

اعلان مو ددې د پاره وکړ تر څو لوستونکی دې ته ښه متوجه شي چې دا ډيره اهمه موضوع ده .

د دغه برخه کاميابي ، اجر او بدله ، امنيت او حفاظت ستر ذات الله سبحانه وتعالی ته سپارو او پر الله تعالی مو توکل کړی دی .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

کابل افغانستان

Print Friendly, PDF & Email

6 تعليقات

  1. asalamalikum allah jalajalalaho di staso koshash kamyabalara
    saranga za kawalisam chi staso pa day dawat ya balana ki barkha wakhlam staso da eelan pa pa mutabik .kamyaba osi i

  2. dawat610 admin
    و عليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    ستاسو د حسن نيت او ايماني ولولو قدرداني کوو
    دا څانګه به ان شآء الله ډيره ژر فعال شي په هغه د برخي اخيستنې ټولې طريقې بيان شوې دي .

    يو ځل بيا پر ټولو اهل علمو ټولو د استعداد خاوندانو غږ کوو چې ګورئ افغانانو په ټول تاريخ کې د طاغوت پر وړاندې داسې قربانۍ ورکړي دي چې د دوی د قربانۍ په وجه ټول اسلامي امت نجات موندلی دی او دا يو ثابت حقيقت دی بيان ته يې حاجت نشته.
    همداسې ددې ولس ټولو با ايمانه ، با احساسه اهل علمو ته فقط ددې موضوع يادونه او لنډه تشريح وړاندې کوو چې څنګه د دعوت او اسلام ته د بلنې له لارې کفري نړی ته نجات ورکړو او هغوی د الله په فضل د اور څخه نجات ومومي .
    مونږ خو به دا په اوښکو لړلی کاروان پيل کړو خو کاميابي ، اجر او بدله بلاخره نتجه ګيري به متعال خدای (جل جلاله ) ته سپارو .

    ددې لړۍ پيلولو ته ځکه اړ شوو چې پر ټولو اسلامي ملکونو کې دا ډول څانګې موجودې او ډيرې فعال دي خو زمونږ ولس چې د دين د قيام د پاره يې تر ټولو زياتې او سختې قربانۍ ورکړي دا څانګه او دا فکر پکې نشته يوازې ددې فکر او مفکورې د پاره مو د الله تعالی په توکل دا هڅې پيل کړي دي
    په درناوی

  3. سلامونه او نیکی هیلی وړاندی کوم:
    خدای پاک دې نوره هم حوصله درکړي او د خدای پاک له درباره درته د لا نورو بریاوو غوښتونکی یم
    انشاالله مونږ درسره په هره برخه کې مرستې او همکارۍ ته چمتو یو او هیڅ ډول مرسته او همکاري به له تاسو څخه ونه سپماوو

    په درنښت

  4. اسلام علیکم ورحمهَ الله
    قدرمنو ډیرنیک اوبهترین اقدام موکړي واقعا چي په نني عصرکي اسلامي امت ته ورپاتي ددعوت ډیراشد ضرورت لیدل کیږی پدي سره به نه هغه ورڼه چي په هیواد دننه کي اوسږی بلکي هغوورڼواوکورني چي په بهرنیو هیوادونوکي اوسږی هم ډیره استفاده وکړي اودغیرمسلمو اسلام ته داخلیدل به نورهم چټک شي اوتاسو ته دلایزال څښتن له دربارڅخه دلایزات توفیق غوښتونکي یم .
    بریالی وسی

  5. سلامونه اونیکی هیلی می
    ومنی.
    الله ددی درته ددی سترکار اوخدمت اجر درکړی. واقعا چی دمسلمانانو لپاره به هم ډیره ګټه وره شی او دمشریکانو لپاره به هم الله ددی ددی سترخدمت له وجي په مشريكانو هم رحم وكري چي ريشتوني اسلام ته راشي. اوهغه ورونه چي په بحراني هيوادو كي دي داسلام داحكامو به هم خبر او نورور كفاروته داسلام داعلان هم وكرل شي

  6. جزاک الله الخیر. الله تعالی دی توفیق درکړی.

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي