د بيع تجارت او سوداګرۍ څو مهمې مسئلې

د بياني خوړل دوکاندار ته شرعاً جايز نه دي :

(مسئله)كچيري مشتري اوبائع په مينځكي معامله وشي چه مشتري يوڅوروپي بائع ته وركړي اوورته ووائي چه كه دغه بيع زموژ په مابين كي نافذه شي نودغه روپي هم شميرل كيږي اوكه  نافذه نشوه دغه روپي به د مشتري لخوا بائع ته ور پاته كيږي اومشتري ئي بيرته نغواړي نودغه بيع ته بيع العربون وايي اودابيع  ممنوع ده اوفاسده بيع ده ځكه په حديث كي نهي راغلي اوبل دا له عوض او بد لې پرته دوکاندارته دغه پيسي پاته كيږي شاولي الله صاحب (رح) په دي  اړه ليکلي

(نهي عن عربان ان يقدم اليه شي ء من ثمن فان اشتري حسب من الثمن والافهو له مجاناً وفيه الميسر (حجة الله البالغة ۲ج۱۰۰ ص)

(واختلف فيه العلماء فقال الجمهور انه بيع ممنوع غير صحيح فاسد عند الحنيفه باطل عند غيرهم لان النبي صلي الله عليه وسلم نهي عن بيع العربان ولانه من باب الغرر والمخاطرة واكل المال بغير عوض ولان فيه شرطين فاسدين احدهما شرط الهبة والثاني شرط الرد على تقدير الايرضى ولانه شرط للبائع شيئا بغير عوض(فقه الاسلامي ۵ج۳۴۳۵صـ)

كه يوسړي منقول شيان واخلي اوقبض يي نه  كړي :

 (مسئله) كه يوسړي منقول شيان واخلي اوقبض يي نه  كړي نوبيائي دغه شخص  په بل چا  نشي خرڅولاي ولوكه په خپله بائع باندي وي ځكه دلته  غرر ده  پكښي  كه  ما ل  هلاك شي بيا بيعه  ختميږي

وقبضه لان بيع المنقول قبل قبضه لايجوز ولومن بائعه كماسياتي في بابه  (ردالمحتار۷ج ۲۶۸صـ)

چي سړي دوكاندار ته ووايي چي څوارلس مني بوجي راكړه :

(مسئله)عا م رواج ده چي سړي دوكاندار ته واي چي څوارلس مني بوجي راكړه  نو دلته به ئي خامخا ورته وزن كوي اوكه ئي وزن نه كړه نو بيا بيع صحي نه ده ځكه دلته ئي وزن شرط كړي نوخامخا به ئي پيمانه كوي

 (اشترى مكيلا بشرط الكيل حرم بيعه واكله حتى يكيله(درالمختار۷ج۳۸۶ص)

كه يي دوكاندار ته وويل چي دغه بوجي راباندي خرڅه كړه :

 (مسئله) كچيري بائع دوكاندارته ووائي چه دغه يوه بوجي يادغه ډكه خلطه دغوړو راباندي خرڅه كړه دتول اوپيماني په طريقه يي خرڅه نكړي بلكه مجازفة يعني په اټكل يي خرڅه كړي وزن يي شرط نه كړو چه يا څوارلس مني ده اويا پنځلس مني ده  نو  بياجوازلري ځكه په بيع مجازفة كي پيمانه كولوياوزن كولوته حاجت نشته

(امالو باعه جميع ما في هذا البيت اوالصندوق اوالجوالق فانه يصح لان الجهالة يسيرة(ردالمحتار ۷ج۴۶ص)

(وكمايصح بيع المكيلات والموزونات والعدديات والمزروعات كيلا ووزنا وعددا يصح بيعها جزافاايضا مثلا لوباع صبرة حنطة اوكوم تبن اواجراوحمل قماش جزافا صح البيع بعد ان يكون مميزا مشارااليه لان المبع اذالم يكن معروف القدر والوصف فلابدان يكون مشارا ليه (المجلة الاحكام الماده ۲۱۷) .

(المفتي ابوالفيض مولوي موسٰۍ كليم دانش الغزنوي )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً