شين پټکې په سر کول روا دي اوکه نه ؟

له هر څه نه مخکي زما د زړه د کمي سلامونه قبول کړي، اسلام علکيکم ورحمته الله برکاتهُ

۱۔ شين پټګي په سرول په اسلام کي روا دي او کنه۔ څرنګه چي دعوتِ اسلامي والا دى ته زياته توجع ورکوي۔

ستاسو ورور احمد عابد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

 په احاديثو کې مو دا پيدا نشوکړای چې نبی کريم صلی الله عليه وسلم دی شين رنګ پټکی په سر کړي وي مګر په شين رنګ پټکې کې هيڅ ممانعت نشته نبی کريم صلی الله عليه وسلم شين رنګ جامې اغوستی دي .

عن ابی رمثة رفاعة التميمی رضی الله عنه قال رايت رسول الله صلی الله عليه وسلم وعليه ثوبان اخضران (رواه ابوداود والترمذی باسناد صحيح ) .

حضرت ابو رمثه رفاعة تميمی ضی الله عنه وايي چه ما رسول الله صلی الله عليه وسلم وليدو چې دوې شين رنګی جامې اغوستې وې .

په احاديثو د سپين رنګ غوروالی بيان شوی دی :

قال رسول الله صلی الله عليه وسلم البسوا البياض فانها اطهر واطيب وکفنوا فيها موتاکم (رواه نسائي وحاکم وقال حديث صحيح ) .

سپينې جامې اغوندی چه هغه پاکيزه هم دي او ښی هم دي او خپلو مړو ته هم سپين کفن وراغوندې .

څرنګه چې سپين رنګ غوره دی د نبی کريم صلی الله عليه وسلم به اکثر اوقات سپين پټکی په سر کولو .

همدارنګه نبی کريم صلی الله عليه وسلم تور پټکی هم په سر کولو .

عن جابر رضی الله عنه ان رسول الله صلی الله عليه وسلم دخل يوم فتح مکة وعليه عمامة سوداء (رواه مسلم ) .

حضرت جابر رضی الله عنه وايي : چه د مکې د فتحې په ورځ چې لکه نبی کريم صلی الله عليه وسلم مکې ته داخل شو تور پټکې يې په سر وو .

Print Friendly, PDF & Email