د ښځې او ميړه تر مينځ د بد چلنه ژوند حل لاره

د اسلامی لارشود محترمو استادانو او او د اسلام ددین خادمینو اسلام اعلیکم و رحمت الله و برکاته!
یوه پوښتنه لرم – که چیرته ښځه د میړه سره مینه ولری خو دا ښځه دمیړه نه د بیځایه توقعاتو له رویه او یا هم د بعضی بدو ګمانونو له امله هره ورځ او یا هم په هره هفته کی دوه یا دری ځله مروره شی او مخ تری پټوی او بیا یی په خلا کول هم دوه یا دری ورځی وخت نیسی ترڅو سمه شی او دا کار دومره زیات تکراری شوی وی چی د اصلاح لپاره یی ټولی هڅی شوی وی – په کلونو وخت همداسی تیر شوی وی خو اصلاح نوی را منځ ته شوی او اوس نور د ژوندانه حالات د ناهیلی مرز ته رسیدلی وی او د دریو اولادونو مور چی یو یی د شیدو طفل وی نو له داسی انسان څخه تر ټولو غوره او نیکه لارښونه راته وکړی له تاسی به ‌‌ډیر منندوی شم – هیله ده ځواب  راکړی الله (ج) د ستاسی عالمانو ته دنیوی او اخروی نیکمرغتیاوی او اجر نصیب کړی مننه کوم

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول د مهربانۍ ، تېرېدنې او ښه سلوک سپارښتنه :

لومړي دا چې د ښځې او ميړه تر مينځ حتماً څه اختلافات راځي داسې کور نشته چې په هغه کې به څه اختلافات را نشي ،نو دواړه لورې به د حوصلې او تېريدو څخه کار اخلي او الله جل جلا له  ته به رجوع کوي ځکه شيطان هر وخت غواړي چې د ښځې او ميړه ترمينځ اختلافات را مينځه کړي .

ښځه ژر ناهيلې کيږي او ډيره احساساتي وي نو خاوند بايد د هغې په مظلوميت رحم وکړي او د الله جل جلا له  په خاطر له تېرېدنې او حوصلي کار واخلې ځکه چې الله جل جلا له  د هغې سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی :

قوله تعالی : وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا)  النساء 19

(( اوله هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړی ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه ) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله جل جلا له په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي)) .

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو شايد بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا . وخياركم خياركم لنسائهم  (ترمذي 1162،مشکاة المصابيح 3200) .

ژباړه : د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان والا هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين او غوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي .

همدارنګه ښځه به د خپل خاوند اطاعت کوي : پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي : (إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت) (صحيح الجامع بااسناد صحيح ) 

يعنې : کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي ، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته به ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه .

ښځه عاجره وي ، احساساتي وي او عادتاً هر وخت د خپل خاوند په ښيګڼو نا شکره وي چې دا عادت يې واقعاً سړی دردوي خو نارينه به ډيره حوصله کوي ځکه چې ښځه مظلومه او عاجزه ده .

هغه د مور او پلار د مهربانه غيږ څخه د الله په خاطر ( شرعي نکاح ) جلا او د خاوند په کور کې ناسته ده نو خاوند به د هغه د مور او پلار پر ځای خپله د مهرباني ، شفقت او زړه سوي غيږ ور ته پرانيږي  .

قوله تعالی : وَلَمَن صَبَرَ وَغَفَرَ اِنَّ ذ’لِكَ لِمَنَ غَزمِ الاُمُور (الشوري’ ۴۳ ايه) .

او هغه څوک چې زغم يې وکړ او بخښنه يې وکړه بې شکه دغه (چلند او سلوک ) له ټينګو کارونو څخه دی .

بل دا چې د مسلمان د پاره جايز نه ده چې د بل مسلمان سره د دريو ورځو نه زيات ملاقات او خبرې ترک کړي ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي : و لا يحل لمسلم ان يهجر اخاه فوق ثلاث (متفق عليه )  .

که خدای مه کړه ښځه بې لارې شي او ناروا ته مټې ونغاړي نو په دې صورت خاوند حاکم او مسئول دی هغه د خپلې بې بې او اولاد د اصلاح او حتی بدني تأديب مسئوليت لري :

لقوله سبحانه وتعالی : يا أيها الذين آمنوا قوا أنفسكم وأهليكم ناراً .

د ښځې او ميړه تر مينځ د سختو اختلافاتو حل :

الله تعالی په قرآنکريم کې د ښځې او ميړه تر مينځ د سختو اختلافاتو د حل طريقه داسې بيان کړې ده :

 وَإِنْ خِفْتُمْ شِقَاقَ بَيْنِهِمَا فَابْعَثُوا حَكَمًا مِنْ أَهْلِهِ وَحَكَمًا مِنْ أَهْلِهَا إِنْ يُرِيدَا إِصْلَاحًا يُوَفِّقِ اللَّهُ بَيْنَهُمَا إِنَّ اللَّهَ كَانَ عَلِيمًا خَبِيرًا   (النساء ۳۵)

که په تاسې کې د سختو اختلافات ويره وي (نو دهغه مخنوی دا دی ) چه  وليږئ  يو د اصلاح کس د خاند د طرف نه او يو د اصلاح کس د ښځې له طرفه که دا دواړه اصلاح غواړي (يعنی د فيصلی کولو اهليت ولري ) نو الله تعالی به په دواړو کې ضرور د موافقت توفيق پيدا کړي الله تعالی عليم او خبير دی .

 لومړی د اصلاح لاره ونيسئ ځکه د طلاق پايلې ښې نه دي :

طلاق په ټولو حلالو کې الله جل جلا له ته نا خوښ شی دی ځکه په دې سره خپلوی کټ کيږي ، لومړی بايد د اصلاح پوره کوښښ وشي او وروسته د سخت مجبوريت په وخت د طلاق حکم دی هغه هم په ستنه طريقه .

قرآنکريم د ظهار په مسئله د يوې ښځې ژړا او فرياد ته داسې اشاره کوي :

قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا وَتَشْتَكِي إِلَى اللَّهِ وَاللَّهُ يَسْمَعُ تَحَاوُرَكُمَا إِنَّ اللَّهَ سَمِيعٌ بَصِيرٌ (1) المجادله .

بې شکه الله د هغې ميرمنې وينا واوريده چې د خپل ميړه په هکله ستا سره بيا بيا ږغېږي او الله جل جلا له  ته فرياد کوي او الله جل جلا له  تاسې دواړو پوښتنه او ځواب اروي . بې شکه الله جل جلا له  اوريدونکی او ليدونکی دی .

ددې ښځې مسئله داسې وه چې خاوند يې ظهار ورکړی وو بيا رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته ددې مسئلې د پاره راغله رسول الله صلی الله عليه وسلم  ور ته وويل په دې باره کې حکم نه دی نازل شوی او په بل روايت کې زما په نظر چې طلاق واقع شوی دی دا وخت د ظهار حکم نه وو نازل شوی .

ښځه لاړه او د خپل رب په دربار کې يې په ژړا سره داسې وويل :

ای الله جل جلا له  ! واړه واړه بچيان لرم کچيرې هغوی خاوند ته ورسپارم هغوی به ضايع شي او که له ځانه سره بوزم د هغوی د نفقي توان نه لرم هغوی به را نه وژې شي .

او خپل سر يې آسمان ته پور ته کړ ويې ويل :

«اللهم‌ إني‌ أشكو إليك‌، اللهم‌ فأنزل‌ علي‌ لسان ‌نبيك: بار خدايا! ای ربه زه خپل مشکل تا ته پيش کوم زما د مشکل حل د خپل نبي په ژبه نازل کړه ، همغه وو چې دا آيت نازل شو: (قَدْ سَمِعَ اللَّهُ قَوْلَ الَّتِي تُجَادِلُكَ فِي زَوْجِهَا…).

مسلئه روښانه شوه چې ظهار واقع شوی او طلاق نه دی واقع شوی .

تفسير انوارالقرآن – سورة المجادله

د خاوند پر ښځه او د ښځي پر خاوند څه حقوق دي ؟

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. السلام علیکم و رحمت الله و برکاته

    د تکبیر اولی وخت د کوم وخت څخه شروع او کله ختمیږی.
    وسلام

  2. Thank you for the good writeup. It in reality was a entertainment account it. Look complex to more brought agreeable from you! However, how can we be in contact?

اترك تعليقاً