د جعلي پيسو جوړونکي سزا

محترمو د اسلامي لارښود چلونکو ! اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته  ! زما پوښتنه داده چی په اسلامی شریعت کی د مروجو پیسو جعل کاری او جعلی پیسو جوړونکی ته کومه سزا وړاندی شوی ده؟ او ددولت مامور که د دولت سره خیانت وکړی په شریعت کی کومه سزا ورته ټاکل شوی ده؟

که ځواب راته راکړی ډیره مهربانی به مو وی

وسلام

 ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جعلي پيسو جوړل لويه دوکه ، چل او فريب دی چې داسې عمل په اسلام کې حرام او په اړه يې سخت وعيد ذکر شوی دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : من غشانا فليس مني  (المسلم )  

يعنې : فريب ورکوونکی له مونږ څخه نه دی  .

د جعلي پيسو ټول تاوان عامو خلکو دی او څومره کسان ته چې دغه ډول فريب ورکول کيږي ، هغوی ته تاوان رسيږي ددې ټولو ګناه به د جعلي پيسو جوړنکی او چلونکي په غاړه وي او د ده دغه لارې څخه کټلی مال حرام دی او د دوزخ د داخيلدو سبب ګرځي .

لقوله سبحانه تعالی : وَلا تَأْكُلُوا أَمْوَالَكُمْ بَيْنَكُمْ بِالْبَاطِلِ …. (البقره ۱۸۸ ) .

ژباړه : او پخپلو منځو کې خپل مالونه په نا حقه سره مه خورئ .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : لا يدخل الجنة جسد غزى من حرام (السلسلة الصحيحة ۲۶۰۹ ).

يعنې : جنت ته به داخل نه شي هغه بدن کوم چې په حرامو تغزيه شوی وي .

عن أبي هريرة؛ أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال “من دعا إلى هدى، كان له من الأجر مثل أجور من تبعه، لا ينقص ذلك من أجورهم شيئا. ومن دعا إلى ضلالة، كان عليه من الإثم مثل آثام من تبعه، لا ينقص ذلك من آثامهم شيئا”.(مسلم 2674 ).

کوم بنده چې دنيکی طرف ته خلقو ته دعوت ورکړو نو ده لره به دهغو ټولو خلقو هومره اجر اوثواب وي څوک چه دده د دعوت سره يې نيک عمل شروع کړی وي .او ددی نيک عمل کونکو له عمله به هيڅ نه کميږي .او چاچې خلک د يوی ګمراهی طرف ته دعوت ورکړ نو ددغی ګناه به هومره ګناه وي چې کوم ګناه کونکی دده د ګمراه کونکی عمل په وجه بې لاری شوي وي او ددغه خلکو په ګناه کې به هم کوم کمی نه راځی (رواه مسلم ).

مسلمان خاين صفته ، غل صفته او فريب ورکونکی نشي کيدای ( قطعاً کامل مسلمان نشي کيدای ) ځکه :

المؤمن من أمنه الناس على أموالهم وأنفسهم ….. (: صحيح ابن ماجه :۳۱۹۳)

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : مؤمن هغه دی چې د هغه څخه د خلکو نفسونه او مالونه په امن وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً