د نکاح د پلار (وکيل ) د اولاد سره نکاح کول

السلام علیکم، الله مو آباد لره!
که یو سړی مثلا د یوې انجلۍ د نکاح پلار شی نو ایا د دغه سړی او د دغه انجلۍ د اولادونو تر منځ نکاح جواز لری که نه؟

که امکان لری نو هیله ده چی جواب راته همدا نن راولیږﺉ.
مننه
نصرت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په نکاح کې د يو کس په وکالت سره حرمت نه ثابيږي بلکي حرمت په هغه څه سره ثابتيږي کوم چې په قرآن او سنتو کې ذکر شوی دي

يعنې محارم ( کومې ښځې چې د هغه سره نکاح کول جايز نه دي ) په لاندې ډول بيانيږي :

محرمات ابدي

د ابدي محرمات د پاره دری اصلی سببوبه وجود لري لکه خپلوي ، زومولي او رضاع چې د ځنو انسانانو سره د هميشه د پاره نکاح او واده کول حرام دي په لاندې آیت شريف کې دری واړه ډلې بيان شوي دي :

حُرِّمَتْ عَلَيْكُمْ أُمَّهَاتُكُمْ وَبَنَاتُكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ وَعَمَّاتُكُمْ وَخَالَاتُكُمْ وَبَنَاتُ الْأَخِ وَبَنَاتُ الْأُخْتِ وَأُمَّهَاتُكُمُ اللَّاتِي أَرْضَعْنَكُمْ وَأَخَوَاتُكُمْ مِنَ الرَّضَاعَةِ …. ( 23النسأء )

حرامې کړ شوی دي پر تاسې ميندې ستاسې او لوڼې ستاسې او خويندې ستاسې او ترورياني (د پلار خوندې ) ستاسې او توړيانې (د مور خوندې ) ستاسې او وريرې ستاسې او خورځې ستاسې او ميندې ستاسې کومې چې تاسې ته يي پی درکړی وي او خوندې ستاسې له جهته د تي رودلو .

۱- سببي محرمات :

هغه ښځې چې د خپلوي او نسب له وجې د هغوی سره نکاح کول حرام دي لکه : مور ، نيا ، خور ، خورزه ،وريره ، لور ، لمسۍ ، د مور خوندې ، د پلار خوندې …….

۲- د زومولي محرمات :

له هغو سره هم نکاح حرامه ده کوم چې زومولي يا مصاهرت له کبله حرام شوی دي لکه :خسر ، د خسر پلار ، خواښې د خواښې مور او د خاوند زوی يا لمسۍ ….

۳- د رضاع له کبله محرمات :

هغه ښځه چې کوم چا ته شيدې ورکړي اسلامې شريعت هغه ته د مور درجه ورکوي د الله تعالی د قول مطابق د هغه او د هغه ځنو خپلوانو سره نکاح حرامه ګرځي .

موقت محرمات

۱- مطلقه ثلاثه :

کومې ښځې ته چې دری طلاقه ورکړ شي له هغې سره بيا نکاح کول حرام دي .

۲- واده شوی ښځه :

هغه ښځه چې خاوند ولري او خاوند يې هغې ته طلاق نه وي ورکړی د بل کس نکاح کول له هغې سره حرام دي .

۳- بې دينه ښځې :

هغه ښځې چې هيڅ آسماني دين ونه لري لکه اورپرستي ، بت پرستې ، مارکسيستي ، بهايي ، بودايي ،ملحدې ….

د اهل کتابو سره د شرايطو په صورت کې نکاح کول جايز دي تفصيل دلته وګورﺉ .

۴- د ښځې د خوندو يا خينې :

د ښځو د خوندو يا د هغه محارم لکه عمه ، خاله … سره نکاح کول حرام دي د هغه د محارم سره ځکه نکاح کول حرام دي چې قطع صلح رحم مينځ ته راځي نور تفصيل دلته وګورﺉ .

۵- پنځمه ښځه

د شرايطو په چوکات کې که څوک څلور ښځې ولري نو د پنځمې ښځې سره نکاح کول حرام دي

د نورو ښځو سره د نکاح شرايط دلته وګورﺉ

د ښځې محرم کسان دادی يعنې د لاندې کسانو بغير د نورو څخه پرده کول :

قوله تعالی : او فرمايي : وَلاَ يُبْدِينَ زِينَتَهُنَّ إِلاَّ لِبُعُولَتِهِنَّ ….. (النور ) .

ژباړه : هغوی دې خپل سينګار او ځان جوړونه نه ښکاره کوي خو ميړونو يا پلرونو يا د ميړونو پلرونو يا خپلو زامنو يا د ميړونو زامنو (بنزيو) يا وروڼو يا ورېرونو يا خوريانو يا سيالو ښځو يا خپلو مريانو يا خپلو هغو تر لاس لاندې نارينه ؤ چې ښځو ته حاجت نه لري يا هغو ماشومانو ته چې تر اوسه لا د ښځو عورات نه پوهيږي ( دغو کسانو ته ښکاره کول پروا نه لري ) .

يعنې بغير له محرمو کسانو دې غير محرمو ته خپل زينت او سينګار نه ښکاره کوي

چې محرم عبارت دي له : پلار ، ورور ، زوی ، د بنې زوی ، د ورور زوی ، د خور زوی .

او د خسرګنې د طرفه ، خسر ، د خسر پلار او د خاوند زوی .

د نارينه  د پاره محرمه ښځې :

مور ، نيا ، خور ، خورزه ،وريره ، لور ، لمسۍ ، د مور خوندې ، د پلار خوندې، خواښې

رضاعي مور ته کتل مباح دي مګر سفر کول ورسره حرام دي ، خينه د ښځې خور نا محرمه ده او د نکاح خبره ځانګړی حکم دی چې د دوو خندو جمع کول حرام دی .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً