د ښځې تی په خوله کې نيولو سره نکاح ته څه زيان رسيږي؟

سلامونه می ومنی الله متعال دی ټولو کارکونکو ته اجری اعظیم ورکړی پوښتنه لرم هیله لرم چی جواب راکړی،  که یو سړی دښڅی په [تی]باندی خوله کیژدی ده اولاد نه مخکی اویا ده اولادنه ورسته نکاح ته خو به تاوان نه رسیژی مننه

نعمت غزنوی- هلمند

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د تۍ رودلو سن دوه کاله دی يعنې د رضاعت حرمت هغه وخت ثابتيږي چې ماشوم تي خورئ وي

 قوله تعالی : وَالوَالِدَاتُ يُرضِعنَ أولاَدَهُنَّ حَولَينِ کَامِلَينِ لِمَن أرَادَ أن يُتِمَّ الرَّضَاعَةَ (بقره : 233).

لويانو ته پۍ ورکول ګناه ده خو حرمت نه ثابتيږي .

دوهم : سړی که د خپلې ښځې سينه د شهوت په وخت کې په خوله کې ونيسي کله چې په سينه کې پۍ نه وي نو مباح دی پدې کې هيڅ ګناه نشته (کفايت المفتي ۵/۳۳۷ ) .

مګر د ښځې د پیو څښل حرام دي لکن نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ۱۷۹/۵ ) .

ولم يبح الارضاع مدته ،لانه جزءآدمی والانتقاع به لغير ضرورة حرام علی صحيح (الدرالمختار ۲۱۱/۳ ).

اذامص الرجل ثدی امراته وشرب لبنها لم تحرم عليه امراته لما قلنا انه لارضاع بعد الفصل (الخانية علی هامش الهندية

  و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. انجنير سيد اجمل ستايلی

    Deer Sha Malomat, Ma yo dwe poshtani dar lezhali we hes zawab me hasal na kar

  2. سترڅښتن دې ستر ستر اجـــــــــــــــرونه په برخه کړه داسې ډېرې پوښتنې دي چې د سړی زړه کې راګــــــــــــرځي خو مخامخ چاته ويلی نه سي.
    له تاسې مننه دعوت و اوبپاڼې ټولو چلوونکو ته د روغتياهيله کووم

اترك تعليقاً