د بد دعا يا ښيرا کفاره څه ده ؟

د انلاين ټولو كاركونكو ته السلام عليكم ورحمت الله!
زما سوال دا دی چی ما د سختی غوصی او قهر په حالت کی د زره له کومی یو چا ته بد دعا وکره، او اوس هم پشیمانه یم، آیا د بد دعا لپاره هم کومه کفاره شته او که نه؟ مننه!

انورالحق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د مظلوم د پاره جايزه ده چې د ظالم په حق کې دعا وکړي داسې چې په دعا کې يې ظلم او له حده تېرېدل نه وي .

قال تعالى : (لَا يُحِبُّ اللَّهُ الْجَهْرَ بِالسُّوءِ مِنَ الْقَوْلِ إِلَّا مَنْ ظُلِمَ) النساء/148 .

جاء فی تفسير الطبری (۹/۳۴۴ ) : “رُخِّصَ لَهُ أَنْ يَدْعَو عَلَى مَنْ ظَلَمَهُ مِنْ غَيْرِ أَنْ يَعْتَدِيَ” .

يعنې د ظالم په حق کې د مظلوم ښيرا او بد دعا کول رخصت دي په شرط ددې چې په دعا کې يې له حده تيرېدل نه وي .

وروى الترمذي (1905) عَنْ أَبِي هُرَيْرَةَ رضي الله عنه قَالَ : قَالَ رَسُولُ اللَّهِ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : (ثَلَاثُ دَعَوَاتٍ مُسْتَجَابَاتٌ لَا شَكَّ فِيهِنَّ : دَعْوَةُ الْمَظْلُومِ ، وَدَعْوَةُ الْمُسَافِرِ ، وَدَعْوَةُ الْوَالِدِ عَلَى وَلَدِهِ) .

امام ترمذي د ابی هريرة رضی الله عنه روايت نقل کړی دی چې وايي : رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : د دريو کسان دعا بې شکه قبليږي ، د مظلوم دعا ، د مسافر دعا او والدينو دعا د خپل اولاد په حق کې .

د اللجنة الدائمة څخه په دې باره پوښتنه شوي ده په ځواب کې ليکي :

دا رواه چې پر چا چې ظلم او تيری شوی وي د ظالم په حق کې دعا وکړي په شرط ددې چې په دعا کې يې د حد څخه تيری نه وي لقوله سبحانه و تعالی (وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ ) .

لکن عفوه کول غوره دي تقوی ته نږدې دی او الله تعالی خوښ وي لقوله سبحانه وتعالی : وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ) الشورى/40 .

وسئلت اللجنة الدائمة للإفتاء :

هل يجوز أن أدعو على المسلم إن ظلمني وما الدعاء ؟

فأجابت :

“يجوز لمن اعتدي عليه وظلم أن ينتصر لنفسه ممن ظلمه ، ومن ذلك الدعاء على الظالم بدون تعدٍّ في الدعاء ، قال تعالى : (وَلَمَنِ انْتَصَرَ بَعْدَ ظُلْمِهِ فَأُولَئِكَ مَا عَلَيْهِمْ مِنْ سَبِيلٍ)” انتهى .

“فتاوى اللجنة الدائمة” (24/262) .

ولكن العفو أقرب للتقوى وأحب إلى الله تعالى ، قال عز وجل : (وَجَزَاءُ سَيِّئَةٍ سَيِّئَةٌ مِثْلُهَا فَمَنْ عَفَا وَأَصْلَحَ فَأَجْرُهُ عَلَى اللَّهِ إِنَّهُ لَا يُحِبُّ الظَّالِمِينَ) الشورى/40 .

د بدې دعا يا ښيرا کفاره :

که بد دعا يا ښيرا د ظلم په وجه وي نو په دې کې څه حرج او باک نشته ، مګر که په دعا کې د ظلم او حد تيرېدني څخه کار اخيستل شوی وي او هغه کس ته رسيدلي وي او يا يې اوريدلې وي نو د هغه څخه به د عفوې او بخښنې غوښتنه کوي او که هغه ته نه وي رسېدلې نو د هغه په حق کې به د بخښنې او استغفار دعا کوي ، بغير د ظلم څخه بغير نورو ته  ښيراوي کول جواز نه لري .

د ستاسې د ښيرا کفاره همدا ده چې د هغه د پاره د بخښنې دعا وکړی .

وأما كفارة ذلك : فإن كنت محقة في الدعاء عليه لكونه ظلمك ، فلا حرج عليك ، أما إذا كنت ظالمة معتدية في الدعاء ، فإن بلغه هذا الدعاء أو سمعه فعليك الاعتذار إليه وطلب العفو والمسامحة ، وإن لم يبلغه فعليك بالدعاء والاستغفار له .

والله أعلم .

 موقع السلام سوال جواب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

4 تعليقات

  1. مراوغ باوج هنوناميلعوساتس يرلزاوج هس لوزرك ياضق هتسرو هنزناملره هد يد لاوس هدامز ميا يكنوديسو تيالورنوك هد هروب هز مكيلع مالس

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي