د عيسی عليه سلام د قتل په باره کې زمونږ عقيده

بسم الله الرحمن الرحيم

د عيسی عليه سلام په باره کې زمونږ دا عقيده ده چې هغه يهوديان نه دی قتل کړی لقوله سبحانه وتعالی : وَقَوْلِهِمْ إِنَّا قَتَلْنَا الْمَسِيحَ عِيسَى ابْنَ مَرْيَمَ رَسُولَ اللَّهِ وَمَا قَتَلُوهُ ( النساء ۱۵۷ ) .

 ژباړه : او د دوی ددې خبرې (له کبله ) چې مونږ بې له شکه د الله رسول د مريم زوی عيسی وژلی دی . په داسې حال کې چې دوی هغه نه دی وژلی .

بلکي حضرت عيسی عليه سلام الله تعالی آسمان ته پورته کړی دی ، لقوله سبحانه وتعالی :  بَلْ رَفَعَهُ اللَّهُ إِلَيْهِ وَكَانَ اللَّهُ عَزِيزًا حَكِيمًا (158) .

(بلکې اوچت کړو هغه الله تعالی خپل طرف ته او الله زبردست حکمت واله دی .

او دا چې په آسمان کې د عيسی عليه سلام څه قسم ژوند دی مونږ ته يې په اړه علم نشته الله تعالی ورباندې عالم دی .

او بل دا عقيده لرو چې په آخر زمان کې به حضرت عيسی عليه سلام ځمکې را کوزيږي چې په دې باره کې اويا احاديث روايت شوي دي په دې قول د ټول امت اجماع ده منکر يې کافر دی .

د ابی هريرة رضی الله عنه نه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : د عيسی ابن مريم عليه سلام به (په آخر زمان ) کې د يو عادل حکمران په صورت کې نازل شي هغه به دجال قتل کړي او صليب به مات کړي جزيه به وضع کړي ، خلک به د اسلام طرف ته را بولي او الله تعالی به د هغه په وخت کې بغير له اسلام څخه نور ټول ملتونه هلاک کړي ، وروسته به هغه پر ځمکه کې کامل امنيت او عدل قايم کړي، عيسی عليه سلام به څلويښت کال ژوند وکړي وروسته به وفات شي او مسلمان به په هغه پسې د جنازې لمونځ ادا کړي ( تفسير انوار القران سوره النساء– ابن کثير – المنير – فتح القدير ) .

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً