زما سوال دا دی چی کله مثلا زه په هرات ولايت کی اوسیږم او بیا کور ته ولاړ شم چی کور می مثلا په کونړ کی وی. هلته به زه د سفر لمونځ کوم که پوره لمونځ به کوم. البته یوه یادونه وکړم چی زه به کور کی د پنځلسو ورځو څخه کمه موده تیروم – یا یوه اونۍ او یا لس ورځی؟
مننه سمیع الله
د کونړ ولایت څخه
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
تاسې به پخپل کور کې پوره لمونځ کوئ ځکه کونړ مو اصلي وطن بلل کيږي .
صلي وطن هغه وخت باطليږي چې کله سړی له خپل کور ، بال بچ سره بل ځای ته کډه وکړي : فی عالمګيري : ويبطل الوطن الاصلي با الوطن الاصلی اذا انتقل عن الاول با اهله و اما اذا لم نتقل با اهله استحدث اهلاً ببلدة اخری فلا يبطل وطنه الاول ويتم فيهما (ص ۱۵۱ ) .
جناب نبې کريم صلی الله عليه وسلم به ځکه په مکه کې قصر (مسافرانه لمونځ ) کولو چې هلته يې کور و غيره څه باقي نه وو ( کفايت المفتي ج ۳ ص ۳۶۶ ) .
نو تاسې چې کله له سفر څخه کور ته راشی مقیم بلل کيږي ځکه چې دا مو اصلي وطن دی (دلته مو اهل عيال اوسيږي ) .
و الله تعالی اعلم
آن لاين اسلامې لارښود
سلام
ډیره زیاته مننه وروره، الله تعالی مو ژوندي لره.