که په جيب کې تصوير وي لمونځ ور سره صحي کيږي ؟

داچی دلمونځ کونکی مخ ته عکس وی لمونځ یی نه کیږی نو ایا په جیب کی د پیسو سره چی عکس لری اوهغه هم دیو کافر عکس یعنی که دالر او نوری پیسی چی عکس ولری دیو نفر په جیب کی وی دهغه سره دلمونځ کولو حکم څه دی .په مهربانی سره مکمل معلومات راکړی

عبدالله افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : په اسلامي شريعت کې تصوير جوړول ، رسمول او اخيستل حرام دي

تفصيل دلته وګورئ  https://dawat610.com/archives/1553

دوهم : په هغه کور کې چې تصويرونه ځړول شوي وي هغه کور ته ملائکې نه ننوځي ځکه چې دا عمل د کافر قوم سره تشبه ده :

لقوله رسول الله صلی الله عليه وسلم  لا تدخل الملائكة بيتا فيه تصاوير أو تماثيل (مسلم 2112 )  :-

يعنې : په کوم کور کې چې تصاوير او مجسمې وي هغه کور ته پريښتې نه ننوځي .

دريم : په هغه اتاق کې چه مخامخ شاته يا چنګ ته تصوير ځوړند وي هلته لمونځ کول مکروه کيږي (لمونځ صحي کيږي مګر د لمانځه ثواب کميږي او داسې کول ګناه ده ) البته که تصوير تر پښو لاندې موقعيت ولري لمونځ نه مکروه کيږي ،يا تصوير دومره کوچنی وي چه که په ځمکه کيښودل شي ولاړ سړی يې ونشي ليدلای يا کامل تصوير نه وي بلکی سر يې پرې شوی وي لمونځ نه مکروه کيږي (زېور جنتي – حکيم امت اشرف علی تهانوي )

ويکره ان يکون فوق رأسه او بين يديه او بحذائه تماثل واختلف فيها اذا کان خلفه والاظهر الکراهة ولو کانت تحت قديمه او في يده او علی خاتمه او کانت صغيرة او مقطوعة الراس اوالوجه او لغير ذی روح لا يکره (شرح التنوير ج ۱ ص ۶۷۸ ) (بهشتی زيور ۱۲۱ ) .

د تصوير لرونکو جامو سره لمونځ مکروه کيږي (وکره لبس فيه تماثيل ذی روح – شرح التنوير ج ۱ ص ۶۰۷ )

څلورم : هغه تصويرونه چې د ضرورت د پاره وي لکه د تذکرې تصوير ، پارسپورت ، کارت او يا په پيسو باندې چې کوم تصويرونه دي ضرورت دی د معاصرو فقهاؤ په نزد په کور کې ساتل او د ضرورت په وخت کې په جيب کې ساتل يې باک نه لري ، لمونځ ورسره صحي کيږي .

وقال علماء اللجنة الدائمة للإفتاء :

إن صور جميع الأحياء من آدمي أو حيوان محرمة ، سواء كانت مجسمة ، أم رسوماً ، وألوانا في ورق ، ونحوه ، أم نسيجاً في قماش ، أو صوراً شمسية ، والملائكة لا تدخل بيتاً فيه صورة ؛ لعموم الأحاديث الصحيحة التي دلت على ذلك .

ويرخص فيما دعت إليه الضرورة ، كصور المجرمين ، والمشبوهين ؛ لضبطهم ، والصور التي تدخل في جوازات السفر ، وحفائظ النفوس ؛ لشدة الضرورة إلى ذلك ، ونرجو ألا تكون هذه وأمثالها مانعة من دخول الملائكة البيت لضرورة حفظها ، وحملها ، والله المستعان .

وهكذا الصور التي تمتهن كالتي في الفراش ، والوسائد ، نرجو أنها لا تمنع من دخول الملائكة ، ومن الأحاديث الواردة في ذلك : قول النبي صلى الله عليه وسلم : ( إن أصحاب هذه الصور يعذبون يوم القيامة ، ويقال لهم : أحيوا ما خلقتم ) رواه البخاري .

أما حكم الصلاة في مكان فيه صور : فهو مبني على التقسيم السابق ، فلا تجوز الصلاة في مكان فيه صور محرَّمة ، وتجوز الصلاة في مكان فيه صور جائزة .

فتاوى اللجنة الدائمة ” ( 1 / 720 ، 721 ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً