په نذر باندې د وفا نه کول څه کفاره لري ؟

سلامونه مو ومنی په دی هیله چی سوال مو ځواب شی ؟؟؟
یوی جینۍ چی دیو مشکل په رفعه کولو داسی نطر منلی وی که الله ج دا مشکل حل کړ نو زه به دټول عمر لپاره د جمعی مبارکی ورځ روژه نیسم ۰نو اوس دا جینۍ واده شوی نو لهذا دبل کور دمشکلاتو په خاطر که داسی رهنمایی را ته وکړی چی دا نظر ساقط شی او غاړه هم خلاصه شی ۰

نجيب منصور

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نذر يو عبادت دی چې د الله تعالی لخوا پر بنده باندې نه وي مقرر شوی ، بلکي خپله بنده يې پر ځای مقرر وي چې نذر کوي داسې چې:  زه به روژه ونيسم يا به نفلونه وکړم او داسې نور . چې بيا دغه نذر کول په ده باندې واجب ګرځي .

  الله تعالی په نذرونو باندې وفا کوونکي ستايي او فرمايي : يُوفُونَ بِالنَّذْرِ وَيَخَافُونَ يَوْمًا كَانَ شَرُّهُ مُسْتَطِيرًا( الدهر 7).

ژباړه : په خپل نذر وفا کوي او د هغه ورځې څخه ويرېږي چې شر او بلا يې پراخه ده .

له عائشه رضي الله عنها روايت دی چې پيغمبر صلى الله عليه و سلم فرمايلي دي : “من نذر أن يطيع الله فليطعه، و من نذر أن يعصيه فلايعصه” ( البخاري ) .

يعنې : چا چې نذر وکړه چې د الله تعالی عبادت وکړي پس بايد د هغه اطاعت وکړي ، او چا چې نذر وکړ چې د الله تعالی نافرماني وکړي ، نو د هغه نافرماني به نه کوي .

او که څوک د نذر په ادا و نه توانيږي هغه به د قسم کفاره ادا کوي :

په دليل د دغه حديث شريف : “کفارة النذر کفارة اليمين” (مسلم : 16445/1265/3)، يعنى: (د نذر کفاره د قسم د کفارې په شان ده ) .

د قسم کفاره عبارت ده له :

۱- د لسوتنو مسکينانو دوه وخته مړول .

۲- د لسوتنو مسکينانو په جامه پټول .

که ددی وس يې نه وي نو دری ورځې به پرله پسی روژه ونيسي

و الله سبحانه و تعالی اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. محب الله

    محترمو زما پوښتنه داده چی کومه ښځه چی جنوب وی او خپل بچی ته شیدی ورکړی دا څه حکم لری.

اترك تعليقاً