د لمانځه د تارک پخلی او خوراک خوړل جايز دي ؟

اسلام علیکم رحمت الله وبراکاته خپلی نیکی هیلی اواحترامات محترمو اسلامی لارښود کارکونکوته وړاندی کوم الله تعالی مو تل کامیابه او خوشحاله لره.آمین زما پوښتنه: زه دعربی المتحده الامارات کی دمسافری ژوندکوم. دلته اکثره هوټلوکی او لوی مغازو کی پخلی مسلم اوغیرمسلم کوی. اوکه مسلمانان وی اکثره لمونځونه نه کوی آیا دلته خوراک کول جائزده اوکه نه

محمد عظيم – امارات متحده عربی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی که څوک قصداً لمونځ ترک کوي او له وجوب څخه يې منکر وي هغه کافر او مرتد دی ، دری ورځې وخت به ورکړل شي که توبه يې وايستله ښه او که نه قتل دې شي ، د هغه سره نکاح ختمه ده ، د هغه د لاس ذبيحه خوړل جايز نه دي (د ذبيحې بغير نور خواړه باک نه لري ) په هغه باندې د جنازې لمونځ نه ادا کيږي ، د مسلمانانو په هرېره کې نه دفن کيږي ، ميراث يې درست نه دی ، د هغه مال به د بيت المال په خزانه کې جمع کيږي .

په دليل د دغه حديث شريف : ” العهد الذي بيننا وبينهم الصلاة فمن تركها فقد كفر ” أخرجه الإمام أحمد وأهل السنن بإسناد صحيح ، وقوله صلى الله عليه وسلم  : ” بين الرجل وبين الكفر والشرك ترك الصلاة ” أخرجه الإمام مسلم .

مګر که د لمانځه په وجوب باندې ايمان ولري مګر د سستی او ټمبلې له وجې لمونځ ترک کوي هغه مسلمان دی ، نکاح يې صحي ده ، ذبيحه او خوراک يې صحي دي خو د کبيره ګناه او ستر جرم مرتکب شوی دی .

د لمانځه د ترک کولو سزا د امام ابوحنيفه رحمه الله په نزد دا ده چې تر هغه وخت دې بندي کړ شي څو لمونځ وکړي او ځنې احناف وايي داسې دې ووهل شي څو له بدن څخه يې ويني جايري شي .

د امام شافعي رحمه الله او امام مالک رحمه الله په نزد د تارک صلاة جزا د هغه قتل دی .

او د امام احمد په نزد د تارک صلاة جزا دا ده چې هغه به د کفر او ارتداد په وجه وژل کيږي .

جاء في موسوعة الفقهية :

 اتّفق الفقهاء على تحريم تأخير الصّلاة حتّى يخرج وقتها بلا عذر شرعيّ . 

أمّا من ترك الصّلاة كسلاً وهو موقن بوجوبها ، وكان تركه لها بلا عذر ولا تأوّل ولا جهل ، فقال الحنفيّة : يحبس حتّى يصلّي . قال الحصكفيّ : لأنّه يحبس لحقّ العبد ، فحقّ ( الحقّ ) أحقّ . وقيل : يضرب حتّى يسيل منه الدّم .

وذهب المالكيّة والشّافعيّة ، وهو إحدى الرّوايتين عن أحمد : إلى أنّه إذا أخّر الصّلاة عن وقتها دعي إلى فعلها ، فإن تضيّق وقت الّتي تليها ، وأبى الصّلاة ، يقتل حدّاً . والرّواية الثّانية عن أحمد أنّه يقتل لكفره . قال في الإنصاف : وهو المذهب ، وعليه جمهور الأصحاب . أمّا تأخير الصّلاة إلى آخر وقتها فهو خلاف الأولى لقوله صلى الله عليه وسلم : « أوّل الوقت رضوان اللّه ، ووسطه رحمة اللّه ، وآخره عفو اللّه » ويكره التّأخير إلى أحد أوقات الكراهة . وينظر التّفصيل في مصطلح ( أوقات الصّلاة ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً