د دوو وروڼو د شرکت مسئله

السلام علیکم ورحمه الله وبرکاته
امید لرم چی روغ او جوړ به وای او الله پاک (ج) مو تل ترله خوشحال او بریالی لره چی تاسو دومره اسلام ته خزمت کوی

الله دی د دی خدمت اجر درته نصیب کړی

ورور جانه یو پوختنه لرم غواړم چی راته سهی توګه معلومات راکړی
امابعد باقی

ځه دوه وروڼه لرم ده دوی مشر هم ځا یم دواړوه وروڼه ځما نه کوچنیان وه نور څوګ مو ده کټی نه وه هر څه راته دی مهاجرو ریشن نه راتلل باکستان کی نو چی کله دوی څه نه څه پوی شول دواړه می مدرسی ته واچوال او سبق به یی ویل او ځما ده کور خرچ به هم ځما یو مشر ورور وه الله دی جنت او فردوس ورته نصیب کړی هغه راکوال مشر ورور مو زمونګ نه جدا وه بیا می مشر ورور راته موتر واخیست څه موزدوری به مو کواله کار مو په مخ روان شه مشر ورور می راته واویل چی ستا ده ورور به ځا خارج ته ولیګم لکن درس دی پاره پیسی به نه تری غواړی مه ورته واویل چی بیلکول سمه ورور مو دبی ته ولیګل دواه ۲ کاله یی درس واویل بعد له دواه کاله یی کار شروع کړ نو ده موټر کاروبار مو شروع کړ ورور به می دوبی نه رالیګل ځه به ده پاکستان نه هرات ویچ ته ورپسی تلم یه به می هغلته خرس کړ یه به می خوست او ګردیز ته راوست دلته به می خرس کړی آهسته آهسته کار روان شه مه به افغانستان کی خرسوال او ده به دوبی نه رالیګل/ بیا په دی دی احمد کرزی بادشاهی راغله نو کاروبار مو پریخی ورور می دوبی نه اهوال راکړ چی پیسی روالیګا چی دلته څه کار پری وکړ ځما سره مثلا(۱۰) روپی وی مه ورته واویل چی ځه به اخپله حیصه ځینی واخلم نور به درکړم چی هر څه پری کوی نو کوه یی ده راته وویل چی ده خبره بیا ونکړی ځما او ستا ورورګری ده ورورګری به وی ټولی روالیګا چی څه کاروبار پری وکړو چی ورځ مو بنده نه شی نو مه ټولی وروالیګالی څو کاله دی کی تیر شوال بیا یی راته وویل چی ځه می اخپل کور دوبی ته بیایم مه ورته واویل چی ځما حصه راکړه اخپل کار کوه همداسی کور نشی بوالی ده راته واویل چی ته هیڅ فکر مه کوه ځما او ستاپیسی په دری تقسیم دی ته ده سوچونه مه کوه ځما ده بل ورور هم ده بولی وه دوبی ته کال بعد می وړوکی ورور کوچنیانو پسی راغی مه کسان ورته کینوال چی ځما حق راکړه بیا به یی بیایی ټوله شپه مو تاو راتو کړ سره دی راته په ژاړه شه چی ځما په زړاه کی داسی څه نشته دری وروڼه یو دری حصی به وی نو ورسراه پری می خوا
څو کاله وروسته کار او بار یی روان شه ډیری پیسی یی پیده کړی نو ځا هم سره دی کوره دوبی ته راغلم اوس زمونږ کار او بار خراب شه
څو موټر او یو کور دی ده موټر ټول ۴ کاله ده بانګ په قستونو وه ۴ کاله ځه او ځما ځمانو ورسره کار هم وکړ بعد له بانګو خلاصوالو وروسته یی ماته واویل چی ته حق نه لری اوس ماته په شته شیانو کی حصه نه راکوی ځه شاهید هم لرم چی ده هغو کسانو په مخ کی یی ماته ویل چی هر څه په دری حصی کیګی او وای چی ټول کاروبار مه کړی تاسو دواړه وروڼه حصه نه لری اوس ستاسو سخه هیله کوام چی ماته څه ده حال لره واخیی
او ده هم راته واویه چی ځما دواه ځمانو ۴ کاله ورسره کار کړی دی هغی حق می شته پری او کنه
په دراناوی ستاسو ورور ناشناس افغانی

——————————————————————————————

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څرنګه چې ستا او ستا د ورور کسب شريک دی او دغه تجارت دواړو تر سره کړی دی نو په پانګه کې هم دواړه شريک ياست ، د دوو وروڼو سرمايي هغه وخت جلا بلل کيږي چې هر يو يې جلا کسب تر سره کوي .

او يا د کار په بدل کې د شرکت پر ځای د معاش او اجرت خبره شوی وي نو بيا صحي ده يوازې د اجرت حق لرئ نه د شرکت مګر که خبره د شرکت وي ، پانګه شريکه وي کسب او کار شريک وي بيا نو شريک ياست .

يو ورور ته د بل ورور حق خوړل جايز نه دي .

لأن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( إن دماءكم وأموالكم عليكم حرام , كحرمة يومكم هذا , في شهركم هذا ) متفق عليه .
وروي أن النبي صلى الله عليه وسلم قال : ( لا يحل مال امرئ مسلم إلا عن طيب نفسه ) رواه الدارقطني .

د چا چې مرګ او حساب ياد وي هيڅ کله په ناحقه د بل حق و نه خوري

د جناب نبي کريم صلی الله صلی الله عليه وسلم د جوړجاړی يو نمونه :

ام سلمه رضی الله عنها وايي: دوه کسان د خپلې دعوې د حل د پاره رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته راغلل د څه ارث په باره کې چې زاړه شوي او تير وخته شوی وو او د دوی هيڅ کوم هم شاهد نه لرلو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې خپلې دعوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  ته پيش کوئ او زه د نورو په شان بشر يم ، کيدای شي ځنې د تاسې د ليل او حجت په بيانولو کې نظر جانب مقابل ته بليغ وي ، زه هم ستاسې په منيځ کې د اوريدلو له مخې دعوه حل کوم ، پس که له تاسې څخه چا د ليل د قوت په وجه د بل په مال باندې په ناحقه قبضه وکړه او د هغه په ګټه حکم ورکړ شو هغه به د خپل مسلمان ورور حق نه خوري ځکه ما چې د دعوي پر اساس هغه ورکړل هغه په اصل کې د هغه حق نه دی په اصل کې مې هغه ته د دوزخ يوه ټوټه ورکړی ده ، چې د قيامت په ورځ به د اور د حلقې په شان د هغه په غاړه کې ځړول کيږي ددې بيان په وجه هغوی دواړو وژړل او هر يو ويل زه مې خپل مسلمان ورور ته تر خپل حق تير يم .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : تاسې چې اوس داسې وايئ لاړ شئ هغه تقسيم کړئ او د حق لاره ونيسئ او هغه د بچه اچونې له مخې تقسيم کړئ . (رواه  احمد  او  ابوداود  او  ابن  ماجه ) نقل من فقه السنه

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. شریف الله

    سلام علیکم و رحمته الله و برکاته:
    ما غوښتل چی وپوښتم چی یو شهید چی اور باندی سوزیدلی یی هغه د سو کسانو د شفاعت حق لری؟ مننه

  2. السلام علیکم ورحمته الله وبرکاته
    زه ډیر خوشحاله شوم چی په دی پاڼه کی می ډیر اسلامی معلومات زده کړ الله دی تاسو ته ددی زیات اجرونه درکړی .

    خو کومه پوښتنه چی ماته پیدا شوی ده دهغی کوم معلومات می په دی سوالونو کی پیدا نه کړ

    زما پوښتنه دا ده . هیله لرم چی تاسی به یی په پوره وضاحت سره راته معلومات راکوی..

    که سړی یو واده ولری او اولادونه یی هم وی که بیا بل ملک ته ولاړ شی مسافر شی او هلته له یوی بلی ښځی سره په داسی حال کی واده وکړی چی مخکنی ښځه او اولادونه یی خبر نه کړی آیا دا جایز راتلی شی که نه . مننه ستاسو د ځواب په انتظار مننه

اترك تعليقاً