عاق الوالدين

 محترم د اسلامي لارښود جلونکو ته السلام اعلیکم ورحمت الله وبرکاته
له لوی خدای (ج) نه درته په دنیا که د هوسا زوند او په اخرت کی دجنت سوال کوه.
زه یوه پوښتنه لرم لکه خنګه چی ځوانی د احساساتو وخت وی نو ما له يوچا سره جنګ وکړ متاسفانه زما یوه ګوته ماته شوه او له ډاره می هغه همداس پریښوده چی بیا غلطه جوړه شوه بالاخره می پلار خبر شو ډیر په غصه شو تقریباُ یو کال وروسته له دی پیښی زما کشر ورور هم عین کار وکړ چی پلار مودفعتا ډیر په غصه شو او حتی له ډیری غصی یی وویل چی تاسو زما له خوا عاق یاست تقریبااوس پنخه کاله تیریږی خو دومره پوهیږم چی په پلار ډیر ګران یو او ډیر خیال یی هم ساتم چی بیا په غصه نه شی خو اوس زما سره یو تشویش په هغه خبره دی چی ماته یی ویلی وه ایا زه اوس څه وکړم که مهربانی وکړی ځواب راکړی ډیره مهربانی به مو وی.
په درناوی – احمدزی

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : دا چې اسلام د والدينو سره د ښه سلوک کولو او د هغوی د اطاعت کولو ډير ټينګار کړی دی ،د والدينو سره ښه سلوک کول د دين له امورو څخه يو اهم امر بلل کيږي ، الله جل جلا له  د خپل عبادت کولو د حکم وروسته د خپلو والدينو سره د ښه سلوک کولو حکم کړی دی .

وقال الله تعالى: وَاعْبُدُواْ اللّهَ وَلاَ تُشْرِكُواْ بِهِ شَيْئًا وَبِالْوَالِدَيْنِ إِحْسَانًا). النساء: 36) .

او د الله عبادت وکړئ او د هغه سره هيڅ شی مه شريکوئ ، او د خپل مور او پلار سره نيکي وکړئ

وَوَصَّيْنَا الإِنسَانَ بِوَالِدَيْهِ حَمَلَتْهُ أُمُّهُ وَهْنًا عَلَى وَهْنٍ وَفِصَالُهُ فِي عَامَيْنِ أَنِ اشْكُرْ لِي وَلِوَالِدَيْكَ (لقمان 14 )

او مونږ انسان ته د خپل مور او پلار په حق پېږندنې کې ټينګار کړی دی . د هغه مور د کمزورۍ له پاسه کمزورۍ په حال کې هغه را اخيستی په خپله ګيډه کې يې وساته او دوه کلونه يې په تي ورکولو و لګيدل . ( له همدې کبله مونږ هغه ته نصيحت وکړ چې ) زما شکر وکړه او د خپل مور او پلار شکر پر ځای کړه .

د والدين نافرماني کول او د هغوی ځور او خفګان سخته ګناه ده :

جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي : « رِضَا الرَّبِّ مِن رِضَا الوالدين وَسَخَطُ الرَّبِّ فِي سَخَطِ الْوَالِدين (۱)

يعنې د الله تعالی رضا د مور او پلار په رضا او خوښۍ کې ده او د الله غضب د مور او پلار په خفګان او نا خوښۍ کې دی .

همدارنګه فرمايي :

قال صلى الله عليه وسلم: “ثلاثة لا ينظر الله عز وجل إليهم يوم القيامة: العاق لوالديه، والمرأة المترجلة، والديوث”79، وفي رواية: “لا يدخل الجنة منان، ولا عاق، ولا مدمن خمر”.

د قيامت په ورځ به دريو کسانو ته الله تعالی د رحمت په نظر نه ګوري ، عاق الوالدين ، بي حجابه ښځه يا د نارينه سره تشبح کونکی ښځه ، او ديوث (بي ناموثه ) سړی او په بل روايت کې راغلی دی : جنت ته به داخل نشي هر منان (احسان بارونکی ) ، او نه عاق الوالدين او نه هم شرابخور .

عقوق الوالدين ( د مور او پلار د نافرمانۍ او بد سلوک ) ځنې صورتونه په لاندې ډول دي :

۱- د والدينو غيبت کول.

۲- پر والدينو باندې د خپلې ښځې او ملګري پورته والی .

۳- تکبر په هغوی باندې خپل ځای لوی ګڼل .

۴- د هغوی جاهل او ناپوهه ګڼل .

۵- په مشروع کار کې هغوی نافرماني کول .

۶- د والدينو اهانت کول .

د عاق الوالدين توبه :

د چا څخه چې خپل والدين خفه او ناراضه وي هغه دې د خپل رب (جل جلاله ) په در کې په صدق توبه وباسي او د خپلو والدينو سره دی ښه سلوک کول پيل کړي.

قوله تعالی :يَا عِبَادِيَ الَّذِينَ أَسْرَفُوا عَلَى أَنفُسِهِمْ لاَ تَقْنَطُوا مِن رَّحْمَةِ اللَّهِ إِنَّ اللَّهَ يَغْفِرُ الذُّنُوبَ جَمِيعًا إِنَّهُ هُوَ الْغَفُورُ الرَّحِيمُ (الزمر 53 )

ای زما  بنده ګانو!  کومو کسانو چه پر خپلو ځانونو تيری کړی دی د الله له رحمت څخه مه ناهيلې کيږی يقينًا الله ټولی ګناوی بښي هغه خو بښونکی اومهربان دی .

او د چا چې والدين وفات شوي وي د هغوی توبه :

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

عن انس قال قال رسول الله صلی الله عليه وسلم ان العبد ليموت والده او احدهما وانه لهما لقاق فلا يزال يدعوا لهما ویستغفر لهما حتی يکتبه الله باراً (۲)

د حضرت انس رضی الله عنه نه روايت دی چه رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : که د چا مور او پلار يا  په دواړو کې د يو تن وفات وشي او اولاد په ژوند کې عاق (نافرمانه وي يا يې د مور او پلار له رضامندﺉ نه محروم ) وي  لکن دا اولاد د هغوی له وفات وروسته په رښتني زړه سره د هغوی د پاره د خير او رحمت دعا کوي  مغفرت او پخشش غواړي  او همدارنګه د خپل قصور تلافي کول غواړي نو الله تعالی به دغه اولاد د نافرمانۍ د وبال نه بچ کړي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

(۱) ترمذی 1899، البزار 2394 او حاکم 4/152(7249)

(۲)شعب الاخبار للبیهقي

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً