د غزې محاصره او مظلوم ولس مې د اور په لمبو کې

د غزې پر مظلوم کړېدلی ، بې وسه او بې کسه ولس باندې يو ځل بيا د امريکن طاغوت په اشاره او ملاتړ د اسرائيلو وحشي ځناورو حملي پيل کړې او په دې مظلوم ولس باندې د لويي حملی تيار نيسي ، دا حملي که څه هم ځنې اسلامي او غير اسلامي هيوادونو وغندلې خو امريکن طاغوت تأيد کړي .

انا لله و انا اليه راجعون

د داسې ولسونو په غم او درد به هغه څوک پوهيږي چې دا  ډول غم او درد يې ليدلی وي ، افغان ولس خو دا درد او غم ، مظلوميت ، بې کسي او بې وسي ليدلی ده .

پر افغان ولس هم ستر نړيوال کفري حشر يرغل کړی دی ، مظلوم او دردېدلی ولس يې په يوازې سر په پوره بې کسۍ بې وسۍ مقابله کوي ، پنا ځای نه لري ، د زخمي د درملني ځای نه لري ، پخپل ملک کې بې کوره او بې ولسه دي .

مګر د اسلام په تاريخ کې ټول اسلامي قيامونه د ستر کفري ځواک په مقابل کې همداسې بې کسه او بې وسه تير شوې دي خو الله تعالی د هغوی مدد کړی دی او د هغوی په لاسونو يې لوی شيطانان او طاغوتيان نسکور کړی دي .

د افغانستان پر مظلوم ولس چې کله يوولس کاله وړاندې د داخلي لډغرو په ملاتړ يرغل وشو په اسلامي امت د غم سخته ورځ وه ، اسلامي امت يې سخت وارخطا کړ چې نور يې د ضخره امت (د اسلامي امت ډبره ) افغانستان لاندې کړ د نور امت نيول ور ته آسان دي ، نور يې اسلامي قيادتونه نسکور کړل ، مګر مونږ د الله تعالی فضل او مدد ګورو چې ان شاء الله د نړيوال کفري حشر ټلواله به د افغان ولس په کنډواله کلو او ولسونو کې ټوټې ټوټې ګرځي ان شآء الله .

که د فسلطين ولس نن په دومره لوی امت کې بې کسه او بې وسه دی الله تعالی يې ناصر او مدد ګار دی ، هغوی پر الله تعالی باور لري ، د کفر تر سلطي لاندې ژوند تيرول نه غواړي ان شآء الله حق به کاميابيږي او د کفر او طاغوت ماڼی به نسکوريږي .

دا ځل فلسطني مجاهدينو د اسرائيلو د پاره پوره تيارۍ نيولی دی ، ان شآء الله چې اسرائلي وحشانو ته به عبرتناک درس ورکړي .

آن لاين اسلامي لارښود د خپلو عاجزانه اوښکو په تويولو د الله تعالی د دربار څخه د ټولو هغو کسانو لپاره ثبات غواړي څوک چې د کفر او الحاد پر وړاندي مبارزه کوي .

او الله تعالی دې دغه موجود طاغويان چې د اسلامي امت پر ولسونو يې يرغل کړي دی نسکور او الله تعالی دې د دوی د شر او ظلمونو څخه مسلمان خلاص کړي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. زر اشتشهادي کسان د اسرائيلو را تګ ته انتظار باسي

    http://www.islammemo.cc/hadath-el-saa/Ghaza-Taht-elnar/2012/11/16/158618.html
    اللهم أنصرهم على القوم الكافرين

  2. نقیب الله

    سلامونه او شی چاری
    یوه ورځ به الله تعالی راولی چي فلسطین به هم یو خپلواکه اسلامي جمهوریت شی انشاءالله دا وخت راتلونکی ده
    فرعون (علیه نعلت ) هم د دوی په شان ظالم پاچا وو چی اخر الله تعالی تباه کړ

    امریکن طاغوت حکومت هم د فرعون او نمرود اولاد ده نو دوی به هم یو ورځ الله تعالی تباه کړی دا یو وخت دوی ته الله تعالی ورکړی

  3. محمدشفیق

    سلامونه او نیکی هیلی

    غواړم چه رضاکار او رضاکاری په اړه په اسلام کښی دقران و احادیثو په ررڼا کښی را معلومات راکړی . ډیره به ښه وی که چیرته د موضوع مطابق مفصل معلوما ت سره د ِآیت ، شان نزول او یا حدیث بیان کړی ډیره مهربانی به مو وی

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي