سلام دې وي د امت په تنکيو اولياء کرامو

اولياء د ولي جمع ده او ولي دوست ته وايي څوک چې الله تعالی (جل جلاله ) او د هغه رسول الله صلی الله عليه وسلم سره مينه لري د هغه په اوامرو عمل کوي الله تعالی هم هغه دوست ګڼې .

قوله تعالی : ( أَلا إِنَّ أَوْلِيَاء اللّهِ لاَ خَوْفٌ عَلَيْهِمْ وَلاَ هُمْ يَحْزَنُونَ ، الَّذِينَ آمَنُواْ وَكَانُواْ يَتَّقُونَ ، لَهُمُ الْبُشْرَى فِي الْحَياةِ الدُّنْيَا وَفِي الآخِرَةِ ، لاَ تَبْدِيلَ لِكَلِمَاتِ اللّهِ ذَلِكَ هُوَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ ) يونس/62-64 ) .

ژباړه : واورئ ! بې شکه چې څوک د الله دوستان وي پر هغوی کومه وېره او خواشېني نشته ، هغه کسان چې ايمان يې راوړی او تقوی يې غوره کړې ده .

د دمشق عالم ابن قيم رحمه الله وايي : څوک چې د الله او د هغه د رسول الله قدر کوي د ده به هم د الله تعالی په دربار کې قدر وي د الله جل جلا له او د هغه د پيغمبر صلی الله عليه وسلم قدر دا دی چې د هغه د اوامرو ساتنه او قدر وشي . څوک چې د الله تعالی د اوامرو قدر نه ساتي هغه اصلاً د الله جل جلا له قدر نه ساتي او الله تعالی هم د هغه قدر نه کوي .

د اسلامي امت په هر طبقه (ځوانانو ، لويانو ، نجونو او ښځو ) کې د قدر وړ مؤمنان شته د الله تعالی دوستان (اولياء کرام ) شته خو په دغو ټولو کې تنکې اولياء کرام (رښتنې مؤمنان ) ډير ستايل شوی دي ځکه د هغوی د ځوانۍ د مستی دور او فصل وي .

خو دوی د الله تعالی په مينه کې مستۍ کوي ، د خندا پر ځای د خپل رب (جل جلاله ) په مينه کې خپلې اوښکې تويوي .

د لوبو او ساعت تېری پر ځای د هغه (جل جلاله ) مناجات وايي .

رواه أَبو هُرَيْرَةَ عَنِ النَّبِيِّ صلى الله عليه وسلم قَالَ : ( سَبْعَةٌ يُظِلُّهُمُ اللَّهُ فِي ظِلِّهِ يَوْمَ لاَ ظِلَّ إِلاَّ ظِلُّهُ – وفيه : – وَشَابٌّ نَشَأَ فِي عِبَادَةِ رَبِّهِ … رواه البخاري ( 629 ) ومسلم ( 1031 ) .

يعنې : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي چې دغه ورځ به بل سيوری نه وي : د دغله اوو کسانو نه يو هغه ځوان دی چې ځواني د الله تعالی په عبادت کې تېره کړی وي .

هغوی په داسې حال کې چې د مسئوليت په لومړی پړاو کې ځای لري يعنې نوي بلوغ ته رسيدلی وي خپل واړه واړه او تنکي لاسونه يې د خپل رب (جل جلاله ) په دربار کې پورته کړی وي او پر خپلو ګناهونو اوښکی تويوي ، مغفرت او بخښنه غواړي .

سلام دې وي په تنکيو اولياء کرامو.

سلام دې وي په هغو ميندو چې داسې اولياء يې روزلي وي.

سلام دې وي په هغو کورونو چې دوی پکې روزل شوی وي.

تنکي ځوانان په توره شپه کې د جومات په لوري روان وي چې د لويان د پاره د عبرت او غيرت درس ورکوي.

که نور ځوانان د خپل مخ فيشن او سينګار کوي دغه ځوانان خپل مخ د الله د محبت په اوښکو سينګاروي .

سلام دې وي د امت په تنکيو اولياء کرامو.

د صليب شيطاني لښکرو پر وړاندې روان جهاد ستره حصه هم دغه تنکي ځوانان تشکلوي.

سلام دې وي د امت په تنکيو ځوانو اولياء کرامو.

که نور ځوانان په مجازي عشق کې سوزي دغه ځوانان د الله تعالی په عشق کې سوزي .

سلام دې وي د امت په تنکيو ځوانو اولياء کرامو.

الله تعالی دې زمونږ آینده نسلونه د کفري يرغلګرو ، یهودي او صليبي کفارو او اسلام دوښمنو له هر رنګ فتنو او دسيسو څخه پخپل امان کې وساتي او الله تعالی يې دې پخپل برحق دين باندې ټينګ وګرځوي هغه دين چې د دنيا او آخرت د عزت ، کرامت ، شرافت او کاميابۍ سبب دی .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً