په يتيم باندې قرباني شته او که نه ؟

اولا خپل احترامات درته وړاندی کوم اووروسته بیامحترمو یوځوان چی یتیم دی او هیڅوک نه لری او دکورسرپرستی هم ده ته ورپه غاړه دی نو ایا په هغه به په لوی اختر کی حلاله کیږی اوکه نه یعنی دی باید جلا اختر واخلی اوکه څنګه ؟

حميدالله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که بلوغ ته رسيدلی وي او دومره مال ولري چې نصاب ته رسيږي نو په هغه باندې قرباني کول واجب دي .

مګر که بلوغ ته نه وي رسيدلی په نا بالغه باندې قرباني کول واجب نه دي ولو که مالک نصاب هم وي .

کفايت المفتي ج ۸ ص ۱۷۸

و شرط افتراخها عقل و بلوغ و اسلام و حرية و سببه ملک نصاب حولی فارغ عن دين من جهة العباد و فارغ عن حاجته الاصلية (الدرالمختار ،۲/۱۵۹ )

و يشرطها الاسلام و الاقامة و اليسار الذی يتعلق به وجوب صدقة الفطر (الدرمختار ، کتاب الاضاحی ۶ / ۳۱۲ ) .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً