په يوه ورځ کې 600 چينايان مسلمان شول

د 600 څخه زيات چينايي کارګر چې د ريل په پروژه کې کوم چې د مدينې او مکې ښارونه سره وصلوي د 24 ساعتونو په جريان کې د اسلام په مقدس دين مشرف شول .

دا د ريل پروژه چې د مکې او مدينې ښارونه سره وصلوي د يوه چينايي شرکت او عربستان هيواد تر مينځ يې تړول شوی دی چې کار يې جريان لري ، د دغه پروژې د کارکونکو څخه 600 کسان مسلمان شول .

د دغه پروژې د انجام د پاره د چين هيواد عربستان ته خپل 5000 کارکوونکی ليږلي دي تر څو د ريل 450 کلومتره پروژه چې مدينه او مکه سره وصلوي تکميل کړي .

په عربستان کې د اقليتونو د دعوت او ارشاد اداره و توانيده دغو کارګرانو ته په چينايي ژبه د اسلام د معرفي او پيږندلو کتابونه توزيع او د اسلام دين ته تشويق کړي ، دغه مهال د 600 څخه زيات کارکونکی د 24 ساعتونو په جريان کې د اسلام په مقدس دين کې شامل شول .

و السلام عليکم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. انشاالله ډیر زر به د اسلام مبارک دین په ټوله نړی کی خپور اوحاکم شی اوستاسودخدمتونو څخه یوجهان مننه

  2. الله دی په ټوله نړی کی داسلام دی اوچت لیر او الله دی ټول مسلمانان سره په یو اتفاق لری اوالله دی مسلمانان کامیاب اوسرفرازلری الله دی یهودیان اودهغوی دوستان تبااوبربادلری اوالله دی په ټوله نړی کی داسلام بیراغ وچت لری

اترك تعليقاً