د حمل ضايع کول په کوم صورت کې د نفاس حکم لري ؟

سلامونه او نیکی هیلی می ومنی . زما پوښتنه دا وه کچیری یو ښځه دی ولادت په وخت کی عملیات شی او ماشوم یی مړ تری وکاژی ایا ده ښځه هغه کوم وخت چی دی ولادت دی چی لمونځ نه کوی هماغسی ده او کنه قضایی به یی دی لمونځ راوړی ؟ وسلام

حکمت الله نظری

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

که چيرې د مور له ګېډې څخه حمل يا جنين ولويږي يا اولاد ضايع کړي نو دوه صورتونه لري :

اول :کچيرې د جنين د بدن اندامونه لکه ويښتان ، لاسونه ، پښې و غيره څرګنديږي نو د نفاس حکم لري په ښځه باندې د نفاس احکام جايري کيږي .

دوهم : کچيري د جنين اندامونه نه څرګنديږي نو د استحاضې حکم لري .

والسقط ان ظهر بعض خلقه من اسبح او شعر ولد فتصير به نفس ، و ان لم يظهر شیء من خلقه فلا نفاس لها (فتاوی هندية ۱/۳۳ )

و المرئی حیض اندام ثلاثاً و تقدمه طهر تام و الا استحاضه (شرح التنوير ۱/ ۳۱۲ )

أن تكون المضغة مستكملة لصورة آدمي أو فيها تصوير ظاهر من خلق الإنسان ، يد أو رجل أو نحو ذلك ، أو تصوير خفي أو شهد القوابل بأنها مبدأ إنسان فحكم سقوط المضغة هنا أنه يترتب عليها النفاس وانقضاء العدة.

فتاوى اللجنة الدائمة (21/434-438)

څرنګه چې دا حمل د ولادت وخت ته رسيدلی او د کامل صورت لرونکی دی نو په مور يې د نفاس حکم جايري کيږي ولو که په طبعي شکل يې ولادت نه وي کړی .

د لمونځ ادا کول نشته ، د نفاس احکام دلته وګورئ

و الله اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً