د ۱۳۰ ګرامو سرو زرو زکات

زما مطلب دا دی چه که یوه میرمن طلا ولری پدی کی څومره اندازه د زکات څخه معاف ده یعنی ځینی علما وایی چه غوږوالی ،یوه دوه ګوتی او داسی نور د زکات څخه معاف دی یعنی که د دی طلا څخه پرته نوره طلا یی ۸۵ ګرامه ته ورسیږی نو بیا په هغه ۸۵ ګرامه کی یی زکات واجبیږی، نو زه غواړم چه پوه شم چه ایا پورته ذکر شوی شیان لکه غوږوالی او داسی نور د زکات څخه معاف دی او که نه او که وی نو ددی غوږوالی او ګوتو اندازه به څومره وی یعنی د ګرام په حساب تر څو ګرامو پوری معاف دی. مننه

ضياء الرحمن طارق

السلام علیکم
هیله لرم زما پوښتنه ځواب کړۍ
که یو څوک ۱۳۰ ګرامه سره زر ولری نو په ۸۵ ګرامو کی ۲.۱۲۵ ګرامه زکات کیږی زما پوښتنه داده چه ایا په پاتی ۴۵ ګرامو باندی هم زکات شته او که نه مننه.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سرو زرو د زکات نصاب ۸۵ ګرامه دی ، که تر ۸۵ ګرامه کم وي زکات ورباندې نشته .

د اندازې معلومولو د پاره بايد د زېوراتو د خريدارۍ بل وکتل شي مثلاً ګوتې ، غوږوالی يا لښتۍ ، عامل و غيره او هغه به ټول جمع کړي که د زېوراتو بل موجود نه وي نو د هغه وزن دې معلوم کړ شي .

۸۵ ګرامه زيات مقدار سره زر دي معمولاً په دوو کوتيو او غوږوالی نه پوره کيږي .

۸۵ ګرامه يا شل مثقاله سره زر د زکات د نصاب اندازه ده نور چې د ۸۵ ګرامو هر څومره زياتيږي د زکات حصه يې څلويښتمه برخه ده .

د ۱۳۰ ګرامه سرو زرو اندازه مساوي په :

۱۳۰÷۴۰=۳،۲۵

۳،۲۵ ګرامه د زکات اندازه شوه چې دا به د مستعملو سرو زرو په نرخ کې ضربيږي

مثلاً د مستعملې طلا نرخ ۱۷۰۰ افغانۍ وي د زکات پيسې به ۵۵۲۵ افغانۍ شي دا پيسی به د زکات پر مستحقينو وويشي .

والمقصود بسعر يوم الزكاة : هو سعر هذا الذهب المستعمل ، الذي يمكنك أن تبيعه به ، لا سعر الذهب الجديد . (موقع السلام السوال وجواب )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

3 تعليقات

  1. شماخوقبلا فرموديد كه جواهراتيكه به خاطرتجارت كردن نباشد زكات دران نيست حالا جرافرموديد كه درطلا كه به منظورزينت استفاده ميشود زكات دادن لازم است. لطفا به سخنان خودتان مراجعه كنيد:
    https://dawat610.com/archives/5876

  2. ځواب
    بسم الله الرحمن الرحيم
    په سرو او سپينو زرو کې زکات فرض دی مګر په نورو جواهراتو لکه قيمتي غميو ياقوت ، زمروتو و غيره باندې زکات نشته ، که دا قيمتي جواهرات د بيع او تجارت د پاره وي د پاڼې په شان يې زکات ادا کيږي

  3. مننه خداي داجرددركي اوالله موموفق لري جه داسي خدمت ته موملاترلي

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي