د بې اودسۍ په حالت کې لمونځ کول

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته:
ښاغلو ستاسو درانه حضورته نیکی هیلی او احترامات وړاندی کوم لوی بادار دی وکړی چی شه صحت ولرئ او ډیر خوښ یو چی د مسلمانانو لپاره یوه لویه سر ښندنه ورکوی الله ج  دی نور هم تاسو ته پیاوړتیا در کړی.
زه یوه پشتنه لرم :
که روژه په غلت فهمی سره په بی اودس سره ونیسی یعنی(که جنابت دغسل دکولو په طریقه سره پوه نه وی او غسل یی نه وی سم شوی ( دغسل په وخت کی بی په سر مسحه کوله او بعير له دوه میاشتو نه په پشتني کولو سره پوه شوه)اوس به داروژه او لمونځ قضایی را ګرځوی او که بی په کومه طریقه دا کوی هیله ده ډیر اړین دی معلومات را کړی.
مننه سلما

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : جنابت روژې ته څه نقصان نه رسوي .

د جمهورو فقهاؤ قول دا دی چې جنابت روژې ته نقص نه رسوي .

فقد ذهب جمهور الفقهاء من الأئمَّة الأربعة إلى أنَّ تأخير الغسل من الجنابة أو من الحَيْضِ إلى ما بعدَ طلوع الفجر لا يُؤثّر في صحَّة الصيام، وبه قال الثوريّ، والأوزاعيّ، والليثُ، وإسحاق، وأبو عبيدة، وداود وأهل الظاهر، ومن الصحابة: عليُّ بن أبي طالب، وابنُ مسعود، وزيدٌ، وأبو الدرداء، وأبو ذرٍّ، وابنُ عُمَرَ، وابنُ عباس، وعائشة، وأم سلمة.

ولا فرقَ بين تأخير الغُسْلِ عمدًا أوْ سهوًا؛ لما ورد عن عائشةَ وأمِّ سلمة رضي الله عنهما: “أنَّ النبيَّ صلى الله عليه وسلم كان يُصبح جُنُبًا من جماعٍ ثم يغتَسِلُ ويصوم” (متفق عليه)، وزاد مسلم في حديث أم سلمة: ولا يقضي.

 ( و لا باس للجنب ان ينام …. و ان اراد او يشرب فينبغی ، ان يتمضمض ، و يغسل يديه (هنديه ۱/ ۱۶ – کفايت المفتي ج ۳/ ۲۵۰ ) .

دوهم :

د لمانځه د پاره طهارت ( اودس او غسل ) شرط دی ، د طهار بغير لمونځ باطل دی ، لا يقبل الله صلاة بغير طهور” رواه مسلم

په غسل کې د سر او ټول بدن مينځل شرط دي ، که چا په هيره سره يا بل څه بې طهارت څخه لمونځ ادا کړي وي ، د هغه لمانځه قضايي به ګرځوي .

فالواجب على من صلى بغير طهارة التوبة والاستغفار ، والعزم على عدم العود إلى مثل ذلك ، ثم يعيد الصلاة التي صلاها بغير طهارة

“البحر الرائق” (1/151،302) ، (5/132) ، “حاشية ابن عابدين” (3/719) .

په غسل کې د سر مسح کول نشته ځکه په غسل کې د سر او ټول بدن مينځل فرض دي .

که ښځې خپل ويښتان کوڅۍ کړي وي نو د غسل په وخت کې د کوڅيو خلاصولو ته ضرورت نشته د ويښتانو پېخونو ته به اوبه رسوي ، پر سر به اوبه اڅوي او په لاسونو به سر ښه موښې تر څو په ښه شان د ويښتانو بېخونو ته اوبه ورسيږي .

هدايه ليکي : و ليس علی المرأة ان تنقض ضفائرها فی الغسل اذا بلغ الماء اصول الشعر ( هدايه ج ۱ ص ۳۷ ) .

د غسل کولو سنته طريقه دلته وګورئ

 و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

 

 

 

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً