د انګليس مسلمانانو د امريکايي فيلم په ځواب کې

په لندن کې يو انګلسي ټولنې د امريکايي فيلم په ځواب کې يو لک او لس زره جلده قرآنکريمونه هديه کړل .

د کل الوطن د راپور له مخې : د انګليس د مسلمانانو يوې ټولنې «Discover Islam UK » په لندن کې د هغه امريکايي فيلم په ځواب کې چې پکې اسلام او د اسلام پيغمبر صلی الله جل عليه وسلم ته سپکاوی شوي دی، د يولک او لسو زرو (110000 ) زيات قرآنکريمونه د نړي په ژونديو ژبو ژباړل شوي او همدارنګه د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د سيرت کتابونه په خلکو کې وويشل .

دغه انګليسي ټولنې خپل دغه اقدام د هغه سپکاوي پر وړاندې چې اسلام او د اسلام پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته شوې وو يو ښکاره ، عقلاني ځواب وبللو .

او همدارنګه دغه اقدام يې د هغو عناصرو لپاره يو درس او عيبرت و بللو چې مسلمانان پر تروريست متهموي .

يادونه :

دا فليم د يو اسرائيلي اصله امريکايي لخوا د امريکي د طاغوتي حکومت په مشوره جوړ شوی دی چې د اسلام ستر شانداره پيغمبر صلی الله عليه وسلم ته پکې سپکاوی شوی دی ، دوی فکر کولو چې په دې فيلم سره به اسلام او مسلمانانو ته ضربه وارده کړو ، مګر دا اقدام يې سخت په ضرر تمام شو .

ټول اسلامي امت د کفر پر وړاندې په واحد صف کې دريږي او په نن عصر کې دغه وحشانه عمل چې د ټولو مذاهبو ، حيواني او حتی ځنګلي  قانون خلاف دي غندي او د دوی د پوچو او پيلتو تبليغاتو پر وړاندې دريږي او د اسلامي امت ځنې ځوانان د خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم په مينه او دفاع کې خپل سرونه قربانوي .

په لبيا کې ددې طاغوتي نظام سفير او څو نور کسان ووژل شول ،په مصر او تونس کې يې خپل سفارتونه وتړل او تر ټولو مهم دا چې افغانانو لخوا د دغه فيلم په ځواب دوی ته د عيبرت درسونه ورکړل شول .

د اسلامي امت افغان فخر امت يو شمير ځوانان د خپل رسول الله صلی الله عليه وسلم په مينه کې د هغوی په ستره کفري اډه ور وختل او هغوی ته يې د مال او سر درانه زيانونه ور واړول او دا درس يې ورکړ چې نور دې په ډيره قوي او هر ډول تنالوجی سمبال بيس او اډه کې د استوګنې ځای نشته .

همدارنګه د اسلامي امت غيرتي خور (بی بی فاطمه ) د رسول الله صلی الله عليه وسلم څخه خپل ځان قربانوي او د دغه طاغوتي نظام او نړيوال کفري حشر په لسوګونه برخه وال له مينځه وړي .

او همدارنګه د ملي پوځ او پوليسو با احساسو کسانو د نوموړې فيلم په ځواب کې څو تنه يرغلګر ووژل .

د الله تعالی وعده ده چې که دوی د اسلام پر وړاندې هر څومره شتمنی ولګوي هيڅ به هم لاس ته ور نشي بلاخره به پخپلو مصارفو افسوس وکړي او ناکام به شي .

قوله سحبانه و تعالی :

إِنَّ الَّذِينَ كَفَرُواْ يُنفِقُونَ أَمْوَالَهُمْ لِيَصُدُّواْ عَن سَبِيلِ اللّهِ فَسَيُنفِقُونَهَا ثُمَّ تَكُونُ عَلَيْهِمْ حَسْرَةً ثُمَّ يُغْلَبُونَ وَالَّذِينَ كَفَرُواْ إِلَى جَهَنَّمَ يُحْشَرُونَ (الانفال ۳۶ )

ژباړه : يقيناً هغه کسان چې کافران شوی دي خپله شتمني ددې لپاره لګوي چې (خلک) د الله له لارې څخه منع کړي . ژر به دوی نور (هم ) دغه شتمني ولګوي او بيا به پر دوی افسوس وي ( چې شتمنی يې له لاسه ورکړې او موخې ته نه دي رسيدلي ) . بيا به دوی ناکام شي . او هغه کسان چې کافران شوي دي د دوزخ په لورې به راټوليږي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

یو څرګندون یا تبصره

  1. الله داجردركري جه دمطلب موشريك كر. واقعا كه طاغوتيان دراين مورد شكست خورد وإسلام توسعه بيداكرد.

اترك تعليقاً

آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي