د جومات د لرګيو خرڅول جايز دي ؟

د اسلامی لارښود محترمو چلوونکو اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.
زه یوه پوښتنه په دا شان لرم.
زمونږ د کلی  خلکو په دی نیت چه خپل مسجد پوخ او اساسی یی جوړ کړی شهید کړ او  کار پری  روان دی .ددی مسجد کوم زاړه لرګی چه دی هغه مونږ خرڅول غواړو او همدغه پیسی مونږ غواړو په مسجد کی مصرف کړو . ایا ددغو لرګو(بشونه ، لاړی،دړی،دروازی او کړکي )خرڅ او اخیستل ددغو خلکو لپاره جایز دی ؟او که جایز وی نو ددغو لرګو استعمال په کومو ځایونو کی جایز دی؟
ستاسی به لویه مهربانی به وی که لږ زر یی جواب کړی چه د کلی خلک له جنجال نه خلاص شی.
وسلام- احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

څرنګه چې جومات او د هغه ټول سامان وقف شوي دی ، او په وقف کې هيڅ څوک هم تصرف نشي کولای يعنې هيڅ څوک يې په شخصي ملکيت کې نه شي را وستلای .

مګر که زوړ جومات وران کړ شي او يا جومات ته انکشاف پراختيا ورکړل شي او د زوړ جومات هغه سامانونه چې په کار نه راځي د هغه سامان خرڅول په دې شرط جايز دي چې هغه پیسې په نوي يا بل جومات کې مصرف شي . ځکه په دې سره د وقف ادامه او مقصد بيرته حاصليږي .

احکام المساجد فی شرعية اسلامية ليکي :

قول اول : يجوز بيع المسجد إذا تعطلت منافعـه، ويكون ذلك بإذن القاضي، وإذا بيع فيصرف ثمنه إلى أحد المساجد. ويستحسن عند أبي حنيفة وصاحبه أبي يوسف: أن يكون الثمن مصروفا إلى مسـجد ( المبسوط للسرخسي (12 / 42 ـ 43)، وحاشية ابن عابدين (4 / 358 ـ 359) .

د احنافو د قول دليل دا دی : كتب عمر بن الخطاب رضی الله عنه  إلى سعد لما بلغه أنه قد نقب بيت المال الذي بالكـوفة: ” انقل المسجد الذي بالتـمارين، واجعل بيت المال في قبلة المسجد، فإنه لن يزال في المسجد مصل “. وكـان هذا بمشـهد من الصحـابة، ولم يظهر مـا يخـالفـه، فكـان كالإجماع .

(المغني لابن قدامة (5 / 633)، وشرح فتح القدير لابن الهمام (5 / 445)

همدارنګه الجنة الدائمة ليکي :

وسئلت اللجنة أيضا عن بناء مسجد كبير بجوار مسجد قديم ، وتحويل القديم إلى مدرسة لتعليم أبناء المسلمين ؟
فأجابت : ” لا مانع من إقامة المسجد الجديد ، وتقويم المسجد القديم بواسطة أهل الخبرة بالسعر أرضا وبناية ، وصرف قيمته في تعمير مسجد آخر في بلد محتاج إلى ذلك ، وجعل مكانه مدرسة لتعليم العلوم الشرعية ” انتهى. “فتاوى اللجنة الدائمة” (16/60) .

پس د لومړي جومات د سامان لګول يا د هغه د سامان خرڅول او د هغه پيسې په نوي جومات کې مصرفول جايز دي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً