د محبت د پاره تعويذ کول (عشق )

سلامونه او نیکي هیلي مي ومنی،
زه دوه پوښتنی لرم ؟
1. آیا یوه پیغله مومنه انجلی د خپل بخت لپاره کولی شی ملا ته لاړه شی او تعویذ واخلی؟ او یا کومه بله د حل لاره د شریعت له نظره شته؟
2. آیا دومسملمانه ځوانان (هلک اوانجلی) کولی شی د خپل فامیلو د رضایت لپاره د ملا نه تعویذ واخلی
م .ر  خور  له کابل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول : د حرام او ناروا محبت د پاره طلسم چې ( عطف ) بلل کيږي او د دوو تنو تر مينځ د تنفر پيدا کولو طلسم چې (صرف ) بلل کيږي حرام دی او دا عمل سحر دي (علماء البدالحرام ) .

دوهم : د بخت يا قمست او طالع معلومولو د پاره کاهن ، ساحر ته ورتګ حرام دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :  (مَن أتَي عَرَّافَاً فَسَألَهُ عَن شَئٍ فَصَدَّقَهُ لمَ تُقبَل لَهُ صَلاةٌ أربَعِينَ يَوماً)

((څوک چه عرافی (هغه کس چې په غيبو باندې د پوهېدلو دعوی لري) ته ورشې او ديوه شی په اړه له هغه څخه پوښتنه وکړی اوهغه رښتيا وبولې دڅلويښتو ورځو لمونځ يې نه قبليږي )).  (رواه المسلم ) .

 همدارنګه فرمايي : «مَن أتَي كاهِنَاً فَصَدَّقَهَ بمَا يَقُولُ فَقَد كفَر بمَا أنزَلَ عَلَي مُحَمَّدٍ صَلَّي الله عَلَيهِ وَ سَلَّم»

(هر څوک چه فالګير (هغه کس چه دعلم غيب دعوا کوی) ته ورشی او د هغه خبري رښتيا وګڼی دا کس په هغه څه کافرشو کوم چه په محمد صلی الله عليه وسلم  نازل شوي) . مسند أحمد – (4 / 68) سنن الترمذي (1 / 242) سنن ابن ماجة (1 / 404)

ځکه چې الله جل جلا له  فرمايي : (قُلْ لَا يَعْلَمُ مَنْ فِي السَّمَاوَاتِ وَالْأَرْضِ الْغَيْبَ إِلَّا اللَّهُ) النمل/65 .

دريم : د بيګانه ښځې او سړي ملګري ، تعلق او ارتباطات چې په عامه اصطلاح عشق يا محبت بلل کيږي په اسلامي شريعت کې حرام او د ګناهونو او فتنو مجموعه ده .

رسول الله صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ : ( إِنَّ اللَّهَ كَتَبَ عَلَى ابْنِ آدَمَ حَظَّهُ مِنْ الزِّنَا أَدْرَكَ ذَلِكَ لا مَحَالَةَ فَزِنَا الْعَيْنَيْنِ النَّظَرُ وَزِنَا اللِّسَانِ النُّطْقُ وَالنَّفْسُ تَمَنَّى وَتَشْتَهِي وَالْفَرْجُ يُصَدِّقُ ذَلِكَ أَوْ يُكَذِّبُهُ ) رواه البخاري (6243) ومسلم (2657)

ابن عباس روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : الله تعالی د هر چا د پاره د زنا يو حصه تعين کړی ده ، پس د سترګو زنا نا محرم ته کتل دي ، د ژبه زنا خبرې کول دي او د نفس زنا د هغه هيله او آرزو کول او غوښتل دي ، دا شرمګا ده چې بيا د هغه يا تصديق کوي او يا تکذيب .

نن عصر محبت او عشق بازی اکثره د ناروا اختلاط نتجه وي نه د ديندارۍ او ښو اخلاقو ، نو د داسې عشق بازۍ په چارو کې عقل سليم خطا کيږي ځکه چې په دې کې د شيطان مداخله وي كما قال الله تعالى : ( وَزَيَّنَ لَهُمُ الشَّيْطَانُ مَا كَانُوا يَعْمَلُونَ ) الأنعام/43

د ټولنيزو چارو عالم إسماعيل عبد الباري ليکي چې د واده نه مخکې عشق او اړيکو واله نکاح او ازدواج 75% خراب وي چې عوامل يې په لاندې ډول دي :

۱- د عشق او محبت په دوران کې هر طرف کوښښ کوي تر څو خپل عيبونه پټ کړي او د خپل محبوب لورې د خوشحالی د پاره ښه اخلاق او رويه کاروي ، خو کله چې د دوی ترمينځ واده وشي او ژوند پيل شي څنګه چې ژوند له مشکلاتو ډک دی نو په کراره کراره د دوی دواړو غيبونه ښکاره کيږي او د بل نه نفرت اختياروي .

۲- عاشقان ګمان کوي چې دا عشق به د ژوند تر پايه دوام لري مګر د ژوند د مشکلات او مناظرو سره له مينځه ځي .

۳- د عشق په وخت کې د سړي حقيقي صورت نه څرګنديږي بلکي دوی هغه څه تر سره کوي کوم چې د مقابل لورې رضا په کې وي خو کله چې د واده نه وروسته ژوند پيل شي نو د هغه هغوی دينداري ، اخلاق ، رحم او ادب څرګنديږي چې د عشق د دوران سره به سراسر په ټکر کې وي .

۴- د عشق ژوند او ديدن د سپوژمۍ په شان وي چې د قطع څخه يې وېره لري نو کله چې دوی د واده وروسته په يو اتاق کې ژوند پيل کړي او زړه يې نور صبر شي نو دا ژوند د عشق له ژوند سره ډير توپير لري .

د نکاح په باب د خپل مور او پلار مشوره او رايه ډيره ضروري ده ځکه چې هغوی هر طرف ته توجه کوي نو تاسې خپل انتخاب ته د مور او پلار په انتخاب باندې ترجيح ورکړي الله تعالی به ستاسې په ژوند کې برکت واچوي .

د جمهورو فهاؤ رايه دا ده چې د ولي د اجازې بغير نکاح باطله ده تفصيل دلته وګورئ

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً