آن لاين تجارت (On line Business) څه حکم لري ؟

Dear Sir,
Hope you having very good health due to poor Pashto writing I am writing in English but please answer with Pashto
Sir could you tell me I just started on line business in this business you can not received any thing by hand
there are money things in this business like Gold Silver oil and so on I need you give me complete information and shortly tell me it is Lawful or unlawful
With Regards- Naweed

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

انټرنټې تجارت د معاصرو فقهاؤ په نزد جايز دی په شرط ددې چې په شرعي ضوابطو برابر وي .

داسې چې يو بل و نه ويني او نه هم په يو ځای کې سره جمع شي او نه هم په خپلو سترګو هغه جنس وويني او نه يو د بل خبرې واروي مګر د دوی تر مينځ د ارتباط وسيله ليکل يا کومه برقي و سيله وي لکه تلېفون ، انټرنټ ، فکس و غيره نو ددې وسائلو په وسيله بيع جايز ده په شرط ددې چې د بايع او مشترې تر مينځ ايجاب او قبول تر سره شي ( معاملات المعاصرة ) .

إذا تم التعاقد بين غائبين لا يجمعهما مكان واحد، ولا يرى أحدهما الآخر؛ معاينة، ولا يسمع كلامه، وكانت وسيلة الاتصال بينهما الكتابة أو الرسالة أو السفارة (الرسول)، وينطبق ذلك على البرق والتلكس (البريد الآلي)، والفاكس (البريد المصوَّر)، وشاشات الحاسب الآلي (الكمبيوتر)، ففي هذه الحالة ينعقد العقد عند وصول الإيجاب إلى الموجه إليه وقبوله (معاملات المعاصره ) .

(مجلس المجمع الفقهي  لرابطة العالم الإسلامي، مكة المكرمة)

دوهم :

په بيع کې د جنس قبضول شرط دي ، د مرابحې  بيعې د صحت شرط دا دی چې تجارتي جنس قبضه او تسليم شي .

(فتح القدير ج ۵ ص ۲۶۶ ، البحوث ج ۱ ص ۲۶۳ شيخ الاسلام محمد تقي عثماني )

کله چې تجار خپل اجناس پخپل تصرف کې راولی بيع صحي ده فرق نه کوي بيع او د پيسو ليږل د انټرنيټ له لارې تر سره شوی وي

مګر که جنس قبض نه شي بيع نه صحي کيږي ، داسې چې اجناس واخلي هغه يې خپله تسليم کړي نه وي حتی په سترګو يې نه وي ليدلي پر بل کس يې د ټکټ او آن لاين له لارې و پلورې لکه د ځنو سودي بانکونه معاملات نو دا ډول بيع نه صحي کيږي .

و منها ؛ ای من شرائط الاجارة : ان يکون مقبوض الموجر اذا کان منقولاً ، فان لم يکن فی القبضة فلا تصح اجارته (الفتاوی هنديه ج ۴ ص ۴۱۱ ) – (البحوث ج ۱ ص ۲۵۶ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email

اترك تعليقاً